د پښتو لنډې کیسې د کره کتنې بهیر:

 
کیسه د لوستلو لپاره ده او ښه لوستل هم غوره کولو او کره کتنې ته اړتیا لري؛ دا ځکه چې غوره کول هم د یو څه په اړه قضاوت ته اړتیا لري او کله چې قضاوت شو بیا نو دقت هم په کار دی او په تیره بیا ادبي قضاوت آسانه هم نه دی. کله چې یوه کیسه لوستل کیږي او په پای کې په یوه جمله کې ویل کیږی چې دا کیسه یا ښه وه او خوندوره یا هم بې مزې وه دې ته هم لومړنی نقد یا کره کتنه ویل کیدای شي. فکر کیږي چې کره کتنه هم له کیسه لیکنې سره مله پیل شوې او له کیسې سره هغې هم خپل ادلون بدلون منلی دی.
لیکوال او کره کتونکی اسدالله غضنفر باوري دی چې د شلمې پیړۍ منځني وختونه وو چې په کوزه پښتونخوا کې د پښتو لنډې کیسې کره کتنې جدي بڼه ښکاره کړه او په وروستیو کې په افغانستان کې هم د لنډې کیسې کره کتنې خپل جدي ځای ونیو، او زما له شخصي انده چې ښايي شپیتمه کلیزه به یادیږي چې دلته په کابل کې دې چارې وده کړې وي، په هر حال د هغه په وینا لکه د نور هر بدلون په څیر د لنډې کیسې کره کتنه هغه مهال او اوسمهال هم توپیر لري یعنې هغه څیزونه چې پخوا د یوې ښې لنډې کیسې لپاره مطرح وو اوس ډیرې نورې مسلې هم پرې ورزیاتې شوي دي.
د لنډې کیسې لیکوال نصیر احمد احمدي هم خپلو تجربو ته په پام سره وايي چې روانه لسیزه د افغان کیسه لیکوالو لپاره ښه لسیزه وه ځکه لس کاله وړاندې ګرانه وه چې په یوه لیرې پرته سیمه کې  داسې یو څوک پیدا شي چې په لنډه کیسه وپوهیږي او یو نوی لیکوال خپله نوې لیکلې کیسه ورته ښکاره کړی، خو اوس د لیکوالانو لپاره بیلابیلې لارې شته او دې لارو د کره کتنې لپاره فرصت برابر کړی.
د پښتو لنډې کیسې کره کتنې ته پخوا له دې امله چې دولت تر یوې کچې پام کاوه او په ټوله کې یې د ادبیاتو ملاتړ کاوه خو اوس په پریکند ډول له دې برخې د دولت ملاتړ بند شوی نو په پراخه کچه د پښتو لنډې کیسې د کره کتنې فرصتونه هم محدود شوي دي چې اسدالله غضنفر دا فرصتونه په درې ډوله ویشي:
لومړی ادبي بهیرونه او هغه خوځښتونه دي چې د لیکوالانو او شاعرانو لخوا په پلازمینه او ولایتونو کې په داوطلبانه ډول پر مخ ځي چې په کې تر ډیره بریده پورې د لنډې کیسې د کره کتنې زمینه برابریږي.
دوهم ډول يې رسنۍ دي چې تر ډیره په خپلو ادبي خپرونو کې دا کار کوي او په دې ډول د کره کتنې لړۍ دوی ژوندۍ ساتي، که څه هم دا خپرونې ډیرې محدودې دي خو له دې امله چې د دې محدودو خپرونو د اوریدونکو یا لیدونکو ساحه پراخه وي اغیز یې هم پراخ وي.
درېیم ډول یې د انټرنیټ پر مخ د لیکوالانواو کره کتونکو لخوا د کره کتنې هڅې دي چې تر ډیره لیکوالان هڅه کوي دلته خپلې کره کتنې یا هم د لنډې کیسې پر لیکلو فني معلومات وړاندې کړي، چې زما په اند د کره کتونکو او لیکوالانو د شخصي لیکنو او مقالو بهیر هم سړی په دریمه ډلبندۍ کې ور ګډولای شي.
د لنډې کیسې په کره کتنه کې د کیسې د سبک، پلاټ، کرکټرونو، سسپنس او کښښ، پیغام، لیدلوري، ډیالوګ او د کیسې نور عناصر د کره کتونکي په نظر څیړل کیږي او په اثر کره کتنه کیږي. اسدالله غضنفر باوري دی چې د پښتو لنډې کیسې ډیری کره کتونکي د نورو عناصرو په پرتله د متن، کښښ او ریښتیا ته د نږدې والي په څیر ټکو ډیر ټینګار کوي پداسې حال کې چې د هغه له نظره د پښتو لنډې کیسې د کره کتنې په برخه کې د ډیالوګ او لیدلوري ته هم ډیر پام وشي.
د لنډې کیسې لیکوال ډاکټر محب الله زغم د پښتو لنډې کیسې په کره کتنه کې ډیر پرمختګونه مني خو یوه څیز ته اشاره کوي او وايي چې اوس کره کتونکي تر ډیره احتیاط کوي او دې ته په پام سره چې له لنډې کیسې سره د نوو لیکوالانو آشنايي پخه نه ده په هماغه کچه کره کتونکي هم د کره کتنې پر مهال له کوچنیو موضوعاتو څخه تیریږي.
خو نصیر احمد احمدي بیا په دې اند دی چې د پښتو لنډې کیسې په کره کتنې کې ستونزې زیاتې دي ما د احمدي له خبرو څخه داسې اخیستون درلود چې له یوې خوا که د لنډې کیسې په لیکنه کې پوخوالی تر اوسه نوی دی له بلې خوا کره کتنه هم هماغه راز کمزورې ده هغه ماته وویل چې داسې نوي لیکوالان هم پیژني چې له کره کتنې وروسته یې بیا کیسه هم لا پرې ایښې ده.
کابو درې واړه؛ اسدالله غضنفر، نصیراحمد احمدي او محب الله زغم په دې اند دي چې تر دمګړۍ هغه ډول کره کتنه چې د پښتو لنډې کیسې لپاره اړینه ده  تر اوسه نشته ده، د دوی د نظرونو له اوریدو سړی دې پایلې ته رسیدای شي چې کره کتنه اوس یواځې په عمومياتو پورې نښتې ده، اوسنۍ کره کتنه یواځې په ډیرو سترو جاجونو خبرې کوي او دا خبرې هم تر ډیره د ټولو کره کتونکو تر منځ سره ورته دي.
نصیر احمد احمدي چې په دې وروستیو کې د لنډې کیسې د لیکنې په اړه هم یو کتاب لیکلی یو ښه وړاندیز کوي او وايي راځئ د خپلو کیسه لیکوالو د کیسو تر څنګ د لویدیځوالو تیارې چاڼ شوې او چمتو شوې کیسې چې تر ډیره خپل قوت هم لري هغه کره کتنې ته وړاندې کړو، د هغه په اند دا به ددې په پرتله چې یوه پښتو لنډه کیسه چې موږ لیکلې او کره کتنې ته وړاندې کړو یو څه ډیر اغیز ځکه ولري چې د هغوی تجربې له موږ زیاتې دي او هغوی خپلې کیسې منلې او موږ کولای شو لدې بهیر څخه ډیر څه زده کړو.
درې واړه د پښتو لنډې کیسې د کره کتنې راتلونکي او ګانده ته هم ډیر ښه نظر لري، دوی باوري دي چې د پښتو لنډې کیسې تیر چټک مزل ته په پام سره هم د کیسه لیکنې او هم د لنډې کیسې د کره کتنې دا ګام نور هم چټک کیږي او ښه راتلونکې د آثارو پنځونکو ته اټکل کوي، د دې تر څنګ درې واړه په ډاډ سره وايي چې تر دمګړۍ اوسنۍ کره کتنې هم په پښتو لنډه کیسه خپل فوق العاده اغیز درلودلی او دا اغیز په راتلونکو نسلونو او د لنډې کیسې په نوو لیکوالانو ډیر د پام وړ دی.
د ښاغلي استاد غضنفر په خبره لکه څرنګه چې په لنډه کیسه او د لنډې کیسې په اړه اوس د اذهانو توپیر ګورو په هماغه ډول د کره کتنې په اړه هم توپیر کتلای شو، یو وخت ما خپله شخصاً د یو شمیر زیاتو محدودیتونو په اړه اوریدل چې د لنډې کیسې معیارونه دغه دي او هغه دي، دا خبرې هغو کسانو کولې چې ویلای شم دوی که پاخه لیکوالان وو خو له لنډې کیسې سره یې د نوې آشنایۍ نوي تارونه غځولي وو، د تفکر دا دود کابو اوس نشته چې د کره کتونکو په اړه به یو ځانګړی فکر موجود وو چې دوی به ډیر لږ هم وو او هغه هم له دې امله چې یواځې دوی به کولای شول مثلاً کره کتنه وکړي پداسې حال کې چې دا بهیر اوس په سمه او نیغه ملا په جرات لارې ته د برابریدو په حال کې دی.
خو د لنډې کیسې په کره کتنه کې ځینې نازکۍ شته چې د کره کتنې پر مهال ورته پام خورا ډیر اړین دی لکه دا چې کره کتونکی باید لومړی اثر په ژور ډول درک کړي او بیا یې په اړه نظر ورکړي، لکه دا چې ښايي کوم کره کتونکی د یوې لنډې کیسې په مکالمو یا ډیالوګونو په ډول نظر ورکړي او پرته له دې چې د هغې کیسې د کرکټرونو ټولنیز حالت په پام کې ونیسي.
په نړیواله کچه د لنډې کیسې د کره کتنې لپاره ځینې عمده پوښتنې او ښايي ووایو معیارونه په پام کې نیول شوي لکه د پلاټ په برخه کې دا پوښتنې له کره کتونکي سره تر ډیره مطرح کیږي چې کرکټر څوک دی؟ کمکش چیرته دی او په کومو کومو څیزونو کې پروت دی؟ پیل، منځ او پای يې څرنګه دی؟ د پیښو تسلسل پکې څرنګه دی؟ د کښښ لپاره کومې لارې پکې کار شوې او اغیزمنې دي کنه؟.
د کرکټرونو په برخه کې ورسره ډیری دا پوښتنې مطرح کیږي چې د کیسې لید له کوم کرکټر څخه دی؟ لیکوال د کرکټرونو د لوڅلو لپاره څرنګه کار کوي؟ د کرکټرونو له تضاد څخه څنګه استفاده شوې؟ آیا هر کرکټر په کافي توګه روزل شوی او ډراماټیزه شوی کنه؟ او یا هم دا چې کرکټرونه سمې او د منلو وړ انګیزې لري کنه؟.
د لیدلوري په برخه کې دا پوښتنې پیدا کیږي چې لیکوال له کوم لید څخه کیسه کوي؟ د لید بدلون د منلو وړ دی کنه؟ آیا په کیسه کې سمبولونه کارول کیږي او دا سمبولونه په کومه موخه دي او د لید په زاویه کوم اغیزونه لري؟ او داسې نور.
دغه راز د پیغام او د عاطفې او فانتیزي په برخه کې د کیسې تله څرنګه ده؟ پیغام څرنګه رسیدلی؟ عاطفه څرنګه کارول شوې او له فانتیزي څرنګه استفاده شوې؟
یاهم نورې کلي پوښتنې دي چې کره کتونکي يې د لنډې کیسې د کره کتنې پر مهال پوښتي لکه دا چې د دې لنډې کیسې اصلي ځانګړنه پلاټ او سوژه ده که کرکټر او یاهم کوم بل عنصر؟ یاهم دا چې زمان او مکان په دې کیسه کې څرنګه ساتل شوی؟ د کیسې سبک څه شی دی؟ عنوان او نوم یې څرنګه دی؟ کومې برخې پکې زیاتې وې او کومې پکې کمې دي؟ کوم پیغام چې بایده وو رسیدلی کنه؟ او یا هم دا چې آیا دا کیسه په همدې یو ځل لوستل کیدو ارزیده یا هم نه ارزیده او یا به یې هم بیا ولولئ کنه؟.
دا هغه پوښتنې دي چې په ټول کې د لنډې کیسې د کره کتنې پر مهال یاد ته راځي خو پښتانه کره کتونکي تر دمګړۍ د لندې کیسې په کره کتنه کې ډیر ژور لید نه کاروي، اسدالله غضنفر هم د پښتو لنډې کیسې کره کتونکي په دوه برخو ویشي او وايي یو شمیر له کره کتنې سطحي تیریږي خو یو شمیر نور بیا د کره کتنې لپاره ډیره هڅه کوي چې هغوی د لنډې کیسې د بهیر په ښه والي هم مثبت اغیز ښندلی دی.
په پای کې په یوه جمله کې لیکلی شم چې ما خپله ډیر وخت په پښتو ژبه کې د لنډې کیسې په نامه لیکل وکړل حتی چاپ هم شول خو ښايي زما خپله سستي هم تر یوې کچې وه چې تر نن ورځې پورې مې حتی یوه کیسه هم چا د کره کتنې په دود ونه لوستله زما تجربه راته امر کوي چې ووایم یو له هغو لاملونو چې له لنډې کیسې سره مې لیوالتیا کمه شوې همدا مسله ده چې نه پوهیږم زما د لنډې کیسې تر نامه لاندې لیکلنې لنډې کیسې دي که نه؟  له بلې خوا کله چې ما د غضنفر، احمدي او زغم نظرونه واوریدل دې پایلې ته ورسیدم چې دا خلا تر اوسه په جدي ډول پاتې ده، د نورو ادبي ژانرونو په اړه نه پوهېږم خو د پښتو لنډې کیسې د کره کتنې بهیر هماغه راز له اړتیاوو ډک دی؛ که څه هم اوس په قانع کوونکې بڼه د کره کتنې بهیرونه شته او کیسه لیکوالو ته یې زمینې په لاس ورکړې خو لکه څنګه چې د لنډې کیسې د لیکنې په برخه کې په چټکۍ ګامونه اخلو د لنډې کیسې د کره کتنې په برخه کې هم لا جدي او ټینګو ګامونو ته اړتیا ده.
نور بيا...