پنځه پنځوس مشهورې پلمې/  دویمه برخه


که زه ډېر چاغ نه وی . . .
که وړتیا مې چا درک کړې وی . . .
که هسې یو کوچنی مکث مې کړی وی . . .
که د پورونو تر بار لاندې نه وی . . .
که ناکام شوی نه وی . . .
که یوازې پوهېدی چې څنګه . . .
که ټولو مې مخالفت نه وی کړی . . .
که دا دومره اندېښنې مې نه درلودی . . .
که خلک دومره بې عقل نه وی . . .
که کورنۍ مې ډېر اضافي لګښتونه نه وی کړي . . .
که پر نفس مې حاکم وی . . .
که تقدیر زما پر خلاف نه وی . . .
که د قسمت ستوری مې بدل وی . . .
که ژوند مې په خپل لاس کې وی . . .
که اړ نه وی چې دومره سخت کار مې کړی وی . . .
که مې خپلې پیسې له لاسه نه وی ورکړې . . .
که په یوه بل چاپیریال کې مې ژوند کړی وی . . .
که ماضي مې نه درلودی . . .
که خپل شخصي کاروبار مې درلودی . . .
که نورو زما خبرو ته غوږ اېښودی . . .
که ـ دا د یادو پلمو په منځ کې تر ټولو ستره پلمه ده ـ ما چېرې د خپلې واقعي څېرې لیدلو جرات درلودی، زه پوه شوی وی چې څه ستونزه لرم او هغه به مې حل کړې وی او له دې وروسته به مې له خپلو تېروتنو او د نورو له تجربو ګټه پورته کړې وی، ترڅو پوه شوی وی چې زه کومه ستونزه لرم. یا دا چې نن به زه په هغه مقام کې وم چې باید وی، خو که ما د خپل ځان د ارزونې لپاره ډېر وخت ځانګړی کړی وی، خپلې کمزروتیاوې مې پېژندلې وی او هغو ته مې په پلمو او عذرونو جوړولو وخت نه وی ضایع کړی.
د ناکامیو په اړه د وضاحت ورکولو لپاره د پلمو جوړول ډېر اوږد تاریخ لري. ویلی شو چې پلمې جوړول د بریالیتوب د تباهۍ تر ټولو ستر عامل دی، د انسان له پیدایښت څخه تر اوسه دوام لري. پوښتنه دا ده چې اخر ولې انسان پلمو ته مخه کوي؟ ځواب روښانه دی. دوی ددې لپاره له خپلو پلمو دفاع کوي، چې د دوی خپل تخلیق دی. ښه به وي چې ووایو پلمې د انسان د تصور زېږنده دي او دا د انسان خاصه ده، چې له خپلو مغزي زېږندو دفاع کوي.
د پلمو جوړول، یو ژور عادت دی او د عادت له منځه وړل خورا ستونزمن کار دی. په ځانګړې توګه هغه وخت لا پسې ستونزمنیږي، چې زموږ د کړنو لپاره توجیهات وړاندې کوي. اپلاتون په دغه حقیقت پوهېده. هغه وایي تر ټولو لومړنۍ او غوره بریا په خپل نفس کنټرول پیدا کول دي. خو د خپل نفس تر کنټرول لاندې راتلل له شرم او فساد ډک عمل دی. یوه بل فیلسوف هم د ورته باور له مخې ویلي چې:« دا زما لپاره یو ډېر ښه زیری و، کله چې پوه شوم په نورو کې ډېرې بدرنګۍ چې تر اوسه ما کتلي دي، زما د خپل فطرت له انعکاس پرته بل څه نه وو.»
ایلبرټ هوبارډ وایي:« دا زما لپاره ډېره حیرانوونکې او عجیبه خبره ده، چې ولې خلک خپل وخت د خپلو کمزورتیاوو د پټولو لپاره عذرونه او پلمې جوړوي. که هغوی خپل دغه وخت د خپلو کمزورتیاوو د له منځه وړلو لپاره مصرف کړي، کولی شي پرې برلاسي شي او هېڅ ډول پلمو ته به اړتیا پېښه نشي.»
دا هم د یادونې وړ بولم، چې ژوند د شطرنج سیالي ده او ستاسې سیال وخت دی. که تاسې د خپلو مهرو په خوځولو کې له بې پروایۍ کار واخلئ او یا دقت ونکړئ، وخت به ستاسې ټولې مهرې وخوري او تخته به مو درخالي کړي. تاسې د یوه داسې سیال پر وړاندې لوبه کوئ، چې ستاسې د زړه نا زړه والي پر وړاندې زغم نلري.
تر دې مخکې تاسې د خپلې خوښې وړ ژوند غوره کولو پر وړاندې یوه منطقي پلمه درلوده، خو دغه پلمه اوس له منځه تللې ځکه، چې اوس ستاسې په لاس کې هغه جادویي کیلۍ ده چې د یوه شتمن ژوند پیلولو دروازې پرانستی شي. دغه کیلۍ ناملموسه خو ډېره پیاوړې ده. تاسې حق لرئ، چې په خپل ذهن کې د هر ډول شتمنیو ترلاسه کولو لپاره اورنۍ لېوالتیا ولرئ. ددغه کیلۍ درلودل هېڅ زیان نلري، خو که ترې ګټه وانخلئ باید بیه یې ورکړئ. دا بیه ناکامي ده. خو که چېرې له دغې کیلۍ څخه کار واخلئ، یو زبردست انعام به مو په برخه شي. دا انعام د نفس د کنټرولولو له لارې هغه ترلاسه شوی ډاډ دی، چې په ژوند کې مو هره غوښتنه عملي کولی شي. دغه انعام ستاسو هڅو ته اړتیا لري. ایا غواړئ چې هڅې پیل کړئ او ددې انعام مستحق وپېژندل شئ؟
ایمرسن به ویل چې:« که موږ د یو بل خپلوان یوو، نو باید سره وګورو.» زه هم په پای کې د هغه همدا څرګندونه پوروم او وایم چې:« که موږ پخپلو کې سره کومه اړیکه لرو، ددغه کتاب له لارې له یو بل سره باید وګورو.»
پای