
هغه کسان چې بریالیتوب یې نه په برخه کېږي، یوه ګډه ځانګړتیا لري. دوی د خپلې ناکامۍ په ټولو عواملو پوهېږي او د هغې لپاره پلمې وړاندې کوي. ددې پلمو په منځ کې یې ځینې سمې ښکاري او ځینې نورې یې د شمېرو او ارقامو له مخې توجیه کېدلی شي. خو د پیسو ترلاسه کولو په لار کې له پلمو ګټه نشي پورته کېدی. نړۍ یوازې پر یوه شي پوهېدل غواړي، هغه دا چې "ایا بریالیتوب دې ترلاسه کړ؟"
یوه شخصیت څېړونکي د خپلو فعالیتونو په ترڅ کې تر ټولو د مشهورو عذرونو او پلمو یو لست تیار کړی. ددغه لست د مطالعې پر مهال خپل ځان په دقت سره و ارزوئ او وګورئ، چې د امکان په صورت کې د دغو پلمو په منځ کې څومره یې له تاسې سره اړخ لګوي. هېره مو نه شي، چې پدې کتاب کې د توضیح شوې فلسفې په دغو ټولو پلمو چلیپا راوکاږئ.
که ما مېرمن او کورنۍ نه درلودی . . .
که کافي اعتبار مې درلودی . . .
که پیسې مې درلودی . . .
که لوړې زده کړې مې کړې وی . . .
که یوه دنده ترلاسه کړم . . .
که ښه روغتیايي وضعیت مې درلودی . . .
که وخت مې درلودی . . .
که شرایط ښه وی . . .
که نورو خلکو درک کولی شوی . . .
که حالات مې بل ډول وی . . .
که یو ځل بیا مې ژوند کولی شوی . . .
که د خلکو له خبرو نه ډارېدی . . .
که یو چانس مې درلودی . . .
که چا پرېښی وی . . .
که پر ما څه ونشي . . .
که لږ ځوان وی . . .
که زما په خوښه وی . . .
که له پلار او نیکه شتمن دنیا ته راغلی وی . . .
که سم خلک په ګیر راغلي وی . . .
که ما د نورو خلکو په شان استعداد درلودی . . .
که د خپلو هیلو د ابرازولو جرات مې درلودی. . .
که له تېرو فرصتونو مې ګټه اخیستې وی . . .
که نورو مې اعصاب نه وی را خراب کړي . . .
که د کور او ماشومانو مسوولیت نه وی را پر غاړه . . .
که یو څه پیسې مې سپما کړې وی . . .
که د امر لخوا مې تشویق شوی وی . . .
که یوازې یو څوک وی، چې راسره مرسته یې کړې وی . . .
که کورنۍ مې درک کړی وی . . .
که په یوه لوی ښار کې اوسېدلی . . .
که ورته بېکاره وی . . .
که ما د ځینو کسانو شخصیت درلودی
سرچينه: هميانۍ