
ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ هر څوک چې بې فکره خبره وکړي، نو له ځواب څخه به یې خواشینی شي .
۲ ـــ د ناوه اخلاقو خاوند، له داسې دښمن سره ښکېل دی، چې هرځای ته لاړ شي، ورڅخه خلاصون نه لري .
۳ ـــ هر څوک، چې له بدانو سره کېني، نو نېکي به ونه ویني .
۴ ـــ په دې باندې غور کول، چې څه ووایم، له دې پښېمانۍ څخه ډېره غوره دی، چې ولې به مې داسې ویل .
۵ ـــ لس دروېشان په یوه ټغر ځایېږي، خو دوه پاچاهان په یوه هېواد کې نه ځایېږي .
۶ ـــ له کچې ډېره غوسه وحشت را منځته کوي او بې وخته مهرباني جذبه له منځه وړي .
۷ ـــ د دوست کور جارو کړه، خو د دښمن دروازه مه ټکوه .
۸ ـــ دومره مه نرمېږه، چې نور درباندې زړور شي او دومره مه سختېږه، چې نور درنه ماړه شي .
۹ ـــ د دوستانو د زړونو ځورول، د دښمنانو د هیلو پوره کېدل دي .
۱۰ ـــ د ورین تندي دېو غوره وي له تریو مخې حورې نه .
۱۱ ـــ شیطان له نېکو او سپېڅلو خلکو سره نه مخامخ کېږي او پاچا له بېوزله او مفلسو خلکو سره .
۱۲ ـــ کوم کار چې په زرو ترسره کېږي، د مرګ له خطر سره ځان مخامخ کول نه دي پکار .
۱۳ ـــ د هوساینې په ارزښت هغه څوک پوهېږي، چې په ستونزه کې را ګیر شي .
۱۴ ـــ علم د دین پالنې له پاره دی، نه د دنیا خوړنې له پاره .
۱۵ ـــ هرڅوک، چې له ځانه پوه سره بحث کوي، ترڅو وپوهېږي چې پوه دی، نو پوه شئ، چې ناپوه دی .
۱۶ ـــ تر مضرو انسانانو بې بدو بار وړونکی څاروی غوره دی .
۱۷ ـــ که د یوه کار په ترسره کولو کې زړه نازړه یاستئ، نو هغه غوره کړئ، چې بې زیانه وي .
۱۸ ـــ شته د عمر د هوساینې له پاره دي، نه عمر د شتو د راټولولو له پاره .
۱۹ ـــ له غلیم سره داسې چلند وکړئ، چې د سبا ورځې پښېماني در په غاړه نه وي .
۲۰ ـــ د پاچاهانو په دوستۍ باور مه کوه او د ماشومانو په خوږ غږ مه مغروره کېږه، ځکه چې هغه به په خیال او دا به په خوب بدل شي .
۲۱ ـــ هغه ورور، چې یوازې د ځان په غم کې وي، نه ورور دی او نه هم خپلوان .
۲۲ ـــ که د بېوزلو په سر مو د ترحم لاس راکښه، نو د زورور له تېري څخه به وژغورل شئ .
۲۳ ـــ له دوستانو سره په ځنځیرونو کې ښه یم نه له پردیو سره .
۲۴ ـــ هر څوک، چې په خپله تله کې زر لري، نو په خپلو مټو کې زور هم لري .
۲۵ ـــ د مار بچیان هم ماران وي، نو ځکه د هغو ساتنه ناپوهي ده .
۲۶ ـــ دوست هغه دی، چې رښتا درته ووایي، نه دا چې درواغ دې رښتیا کړي .
۲۷ ـــ هر چا چې په خپل ژوند کې چاته ډوډۍ نه وي ورکړي، نو چې مړ شي، نوم یې هم څوک نه اخلي .
۲۸ ـــ ښه ملګری هغه دی، چې په تنګسه کې در په کار شي .
۲۹ ـــ روزنه یو شان ده، خو استعدادونه جلا جلا .
۳۰ ـــ د دوه کسانو ترمنځ د دښمنۍ اور ته لمن مه وهه، که هغوی سوله وکړي، نو په منځ کې به یې ته شرمېدلی وې .
۳۲ ـــ له بل نه د څه غوښتلو پرځای، له لوږې مړه کېدل غوره دي .
۳۳ ـــ که غواړې، چې په راز دې دښمن خبر نه شي، نو دوست ته یې مه وایه .
۳۴ ـــ څوک چې ځان ته نصیحت ونه کړي، نو د نورو نصیحت ته اړ دی .
۳۵ ـــ څوک چې د توان په وخت کې له چا سره ښېګڼه ونه کړي، نو د ناتوانۍ پرمهال به له سختو ستونزو سره مخ شي .
۳۶ ـــ د دښمن هر کار چې بند شو، نو د دوستۍ لاره به ونیسي او بیا په دوستۍ کې به هغه کارونه ترسره کړي، چې دښمن یې هم نه شي ترسره کولای .
۳۷ ـــ کینه کښ سړی، په خپلو دوستانو هم ژوند تنګوي .
۳۸ ـــ له نفس پالونکي سره هنرمندي نه ښایي او له بې هنره سره مشري .
۳۹ ـــ د هر چا له نظره عقل یې بشپړ او زوی یې تر ټولو ښایسته او ښکلی دی .
۴۰ ـــ د چا چې حساب پاک دی، نو له احتسابه یې څه باک دی .
۴۱ ـــ دښمن په دښمن ووژنه، چې د دواړو له شره خلاص شې .
۴۲ ـــ مینه له واده نه خوږه وي، ځکه زمانه له تاریخ نه خوږه ده .
۴۳ ـــ د دوه دښمنانو ترمنځ داسې خبرې وکړه، چې کله دوستان شي، نو ته یې په منځ کې ونه شرمېږې .
۴۴ ـــ عقل په نفس پالنه کې ګیر دی .
۴۵ ـــ دوه کسان د هېواد او دین دښمنان دي بې حلمه پاچا او بې علمه پرهیزګار .
۴۶ ـــ توان او ځواک لرل په هنر وي، نه په مال، لوی والی په عقل سر دی نه په کال .
۴۷ ـــ له یوه حکیم څخه پوښتنه وشوه، چې سخاوت غوره دی او که زړورتیا ؟ وې ویل : هغه څوک چې سخاوت لري، نو زړورتیا ته هېڅ اړتیا نه لري .
۴۸ ـــ بې عمله عالم بې شاتو موچۍ ده .
۴۹ ـــ بې ځواکه رایه مکر او جادو دی، بې رایې ځواک ناپوهي او لېونتوب دی .
۵۰ ـــ غله به لاس لنډ نه کړي، ترڅو لاس لنډ نه شي .