
کېسه ده،چې یو وخت په ځنګله کې اور ولګید، ټول حیوانات او ژوي په تېښته شول، مار هم هڅه کوله، چې څومره ژر کېدای شي خپل ژوند وژغوري.. دتېښتې پرمهال، چې کله له ځنګله څخه وت سخت ستړی او تږی شو، دا مهال یې پر موږک سترګې ولګیدې.
موږک ورڅخه وډار شو، زړه یې و،چې وتښتي، مار ورغږ کړل، اې موږکه مه تښته ، زه اوس له مرګه خلاص شوم، له هغه ډاره،چې شېبه وړاندې مې ولیده، هیچا ته به زیان ونه رسوم.
موږک ودریدورته یې وویل: پوه نه شوم .
مار وویل: زه سخت تږی یم، له همدې شېبې به دې ملګری شم، خو اوس اوبه راکړه،چې له تندې مرم.
موږک ورته ورته وویل : راځه راپسې.
موږک مخکې او مار ستړی ستومانه ورپسې روان و، له تندې یې ژبه راوتې وه... دواړه یو کور ته ورسیدل،چې موږک وار له مخه په ډېر زیار او کړاو دځان لپاره چمتو کړې و، موږک ننوت او مار ته یې اوبه راوړې.
مار په مړه خېټه اوبه وڅښلې ... موږک ته یې وویل: غواړم یوه سترګه خوب وکړم، کوم ارام ځای شته؟
موږک ورته وویل: زما کور ته ننوځه دخوب لپاره ارام ځای دی.
مار ننوت ، څو ساعته وروسته رابېداره شو، تروتازه و، دمه یې شوې وه، موږک هم په کور کې و. مار ورته وویل:
خبره واوره، غواړم له تاسره دا تړون وکړم، چې زه به دلته اوسیږم، یو پر بل به کار نه لرو، دواړه به خوشاله او سوکاله ژوند کوو.
موږک په مات زړه ورته وویل : سمه ده ، زه موافق یم .
څو دقیقې وروسته مار په خپل نوي کور کې چکر وواهه ، موږ ورته وویل : زه ځم ، چې دخوړو لپاره یو څه راوړم، مار ورته وویل: ډېر ځنډ ونه کړې.
موږک، چې دروازې ته ورسید، مار ته یې مخ ور واړوه ، ورته یې وویل:
د تل لپاره خدای په امان ، دا کور دې تاسې ته بختور شي، زما ژوند ډېر مهم دی.
مار ورته وویل:
ولې زما پر ملګرتیا شکمن یې ؟
موږک ورته وویل:
دا دکمزوري او ځواکمن ترمنځ تړون دی، په دې تړون کې زه هیڅ واک نه لرم، لومړی مې ځکه درسره ومانه،چې پر خپل ژوند ډاریدم ، اوس دا دې تښتم.
پند: ټول تړونونه زموږ حقوق نه شي خوندي کولای، په کار ده، چې هوښېار او زیرکه اوس که چیرې مو ژوند او ګټې ته ګواښ و، په کار ده، چې دبل تړون په لټه کې شو، یا داسې ځای ته ولاړ شو،چې دخوندیتوب احساس وکړو.
یادونه : دا کېسه دافغانستان او امریکا تر منځ دامنیتي تړون په اړه رایاده شوه اوس نو دافغانانو او امریکایانو یارانه دمار او موږک ده، موږ خو له موږ هوښیار راوخوت لومړی یې خپل سرخوندي کړ، بیا ....