
جې یارو
د « ریدولټز» په نوم د پانګونې د یوه بنسټ مشر « جوش برون» د یوې ناستې پر مهال زما په ګډون له یو شمېر کسانو پوښتنه وکړه چې په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې مو څه شی زده کړې دي؟
د ناستې ډېری ګډونوالو ټوکې پیل کړې او په مسخرو کې یې ځوابونه ورکول.
ما له ځان سره فکر وکړ چې په دغه کال کې مې ریښتیا څه زده کړي دي؟! پوه شوم چې ډېر څه مې زده کړي؛ خو د جوش برون د ځواب لپاره مې باید را لنډ کړي وی.
برون ته مې داسې ځواب ورکړ:« د هغه څه د ترسره کولو پر ځای چې مینه ورسره لری، له هغه څه کار سره مینه وکړئ چې ترسره کوی یې.»
تر ځواب وروسته ملګرو وویل:« خپل خوبونه او احساسات تعقیب کړه.»؛ خو داسې فکر کوم چې ډېری بریالیو کسانو داسې نه دي کړي. د دې پر ځای دوی له هغه څه سره چې ترسره کوي یې مینه کړې ده او دغه کار ډېر مهم دی.
زه اوسمهال د « بزنس انسایډر» اجرایوي اېډېټر یم. ما هېڅکله دا خوب نه و لیدلی چې یوه ورځ به رسنۍ یا ورځپاڼه چلوم. زه وړاندې له دې چې ژورنالست شم ډېر کارونه مې ترسره کړي دي؛ خو کله مې چې دغه کار پیل کړی له لیکلو او راپور ورکولو سره مې مینه پیدا شوه اوس مې دا رسنۍ پر یوه برنډ بدله کړې ده.
یوازې زه نه یم چې له دغه ډول برخلیک سره مخ یم، بلکې په ډېرو ځایونو کې مې دغه ډول پېښې لیدلې دي.
د « یلپ» اجرایوي مشر « جېمري سټاپلمن» په خپله وروستۍ وینا کې ویلي چې د « یلپ» د رامنځته کولو پرېکړه یې وروسته له دې وکړه چې ویې لیدل« Craigslist» په ورځپاڼو کې د سوداګریزو خبرتیاوو برخه له منځه وړي.
دغه کار نوموړی وهڅاوه چې په خپله شاوخوا کې د دغه شي پر بدیل فکر وکړي او د همدې فکر پر مټ جېمري او ټیم یې اوس یلپ د اووه میلیارده ډالرو پر یوه کمپنۍ بدل کړی دی.
سټاپلمن د ډېرو کلونو لپاره دا هیله په خپل زړه کې نه وه ساتلې چې له کوچنیو شرکتونو سره مرسته وکړي. ده لېوالتیا درلوده چې کمپنۍ جوړه کړي او وروسته یې د یوې ایډیا پر لور ولاړ.
فیسبوک ته وګوره! مارک زوکربرګ دغه شبکه د خپل خوب په کوټه کې جوړه کړه. د کار په لومړي وخت کې فیسبوک د زوکربرګ د تمرکز یوازینۍ نقطه نه وه. نوموړي په دغه وخت کې د « وایرهوګ» په نوم د یوې بلې کمپنۍ پر جوړولو تمرکز درلود.
د کار په لومړیو وختونو کې د انځورونو شریکول او د سټېټسونو اپډېټ د زوکربرګ شوق نه و؛ خو کله یې چې ولیدل د فیسبوک مینوال ورځ تر بلې زیاتېږي، مینه یې ورسره زیاته شوه.
سټیو جابز هم په سټنفورډ کې د خپلې وینا پر مهال دغه فکر په وضاحت بیان کړی؛ خو د ډېر وخت لپاره زه پر هغه څه چې ده ویلي وو نه پوهېدم.
جابز په دې اړه چې څنګه یې له اپل څخه تر اخراج وروسته هم کار ته دوام ورکړ خبرې وکړې. ده وویل:« فکر کوم یوازینی شی چې زه یې د کار دوام ته وهڅولم، له هغه څه سره مینه وه چې ترسره کول مې. کار ښايي ستاسې د ژوند ډېره برخه واخلي، د دې لپاره چې په ریښتیا راضي شی باید هغه څه ترسره کړی چې تاسې ته ستر کار برېښي او د سترو کارونو د ترسره کولو یوازینۍ لار له هغه څه سره مینه ده چې ترسره کوی یې. که مو تر اوسه هغه کار چې مینه ورسره لری نه وي پیدا کړی، پسې وګرځئ او لټون مو مه دروئ.»
د ډېر وخت لپاره مې فکر کاوه چې جابز وايي لومړی هغه څه چې مینه ورسره لری پیدا کړی او وروسته یې ترسره کړی.
اوس پر دې پوهېږم هغه شی چې جابز واقعا غوښتل ووايي دا و چې کوم کار ترسره کوی مینه ورسره وکړئ. که تاسې له هغه کار سره چې ترسره کوی یې مینه ولری، هغه ستاسې پر شوق بدلېږي او په دې ډول به ستاسې کار او ژوند دواړه غوره شي.
سرچينه: هميانۍ