د ايمان لار (د اوومې برخې دويمه نيمايي)

 
ليکوال: عبدالمجيد عزيز الزنداني
ژباړن: امين خاطر
کله چې بشر يوه کوچنۍ دستګاه جوړوي نو د مصرف کوونکو لپاره يې اړينه ګني څو ددې دستګاه ټول حکمت او د استعمال لارې وروښايي چې بيا استعمال کوونکي هم هماغه لاره تعقيبوي او په ډيرې آسانۍ سره دستګاه استعمالولای شي، نو څنګه دا منلای شئ چې خدای جل جلاله انسان پيدا کړي او بيا يې د کار لاره، بڼه او د پيدا کولو حکمت ورته ونه ښايي؟ هيڅکله داسې نده. خدای جل جلاله د خپل علم او لارښوونې په رڼا د بشر د تګ ريښتينې لار او د هغه له ګردو مخلوقاتو څخه د ګتې اخستنې سمه بڼه، بشپړه روښانه کړې ده. ولې سخت زړي او نه منونکي خپل ځانونه په ناپوهۍ کې وهي، تر څو د خپلې خوښې او هوس تابع اوسي. خدای جل جلاله فرمايي:
قَدْ جَاءكُم مِّنَ اللّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُّبِينٌ ﴿۱۵﴾  يَهْدِي بِهِ اللّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلاَمِ وَيُخْرِجُهُم مِّنِ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِهِ وَيَهْدِيهِمْ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۱۶﴾ (المائده)
ژباړه: په تحقيق درغلی دی تاسې ته له (طرفه د) الله ځيني نور رڼا يعنې محمد او کتاب مبين (روښان بياونوونکی قرآن) چې هدايت کوي په (هر يوه) له دې سره الله هغه چا ته چې تابع وي د رضاء دده لارې د سلامتي ته او او باسي دوی له تيارو (د کفر، شک، جهل) څخه نور (رڼا) د ايمان (يقين علم) ته په اذن (حکم، اراده، توفيق) خپل او هدايت (ښوونه) کوي دوی ته (په طرف د) لارې سمې پاکې (د توحيد).
او هيڅ داسې امت نشته چې خدای جل جلاله ورته پيغمبر نه وي راليږلی. ځکه فرمايي:
وَإِنْ مِنْ أُمَّةٍ إِلَّا خَلَا فِيهَا نَذِير (فاطر: ۲۴)ٌ
ژباړه: او نه وو هيڅ امت مګر چې تير شووی په هغه کې کوم ويروونکی.
او د بشر تاريخ ښيي چې هيڅ امت بې له دې چې سم دين ولري، وخت ندی تير کړی، چې نن يې په خپله تحريف کړی، او خدای جل جلاله له تيارو څخه د رڼا په لور لاره ښودلې او ټاکلې لارښوونې يې ورته کړي دي چې په دې اړه د هيچا عذر هم نه منل کيږي، تر څو په تيارو کې پاتي شي.
خدای جل جلاله د خپلو پيغمبرانو په وسيله ټولو انسانانو ته د هدايت او نيکمرغۍ لارې ښودلي دي چې مخلصو بنده ګانو يې دا لارې درک کړي ځکه خو د ناپوهو او نه منونکو عذر د منلو وړ ندی.
رُسُلاً مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللَّهِ حُجَّةٌ بَعدَ الرُّسُلًِ (نساء: ۱۶۵)
ژباړه: (او ليږلي مو دي) رسولان چې زيری کوونکي دي (مؤمنانو ته په جنت) او ويروونکي دي (د کفارو په جحيم) له پاره ددې چې پاتې نشي خلکو ته پر الله باندې هيڅ حجت (دليل، عذر، بهانه) وروسته له (ليږل شويو) د رسولانو).
او دا حجت په دې زمانه کې پر ځای دی. دا هماغه حجت دی چې شپه او ورځ د لسګونو راديويي او تلويزيوني ليږونکو لخوا په همغه ډول چې پر محمد (ص) نازل شوی دی، نړۍ کې نشريږي او لوی خدای جل جلاله له هر ډول تحريف او بدلون څخه په امن کې ساتلی دی. په سينو کې حفظ او د تاريخ په اوږدو کې د تکړه عالمانو لخوا راټول شوی او ساتل شوی دی او ورسره يې ښوولی او رايج کړی دی، نو د هغو خلکو عذر څه شی دی چې تر اوسه په تيارو کې ژوند کوي؟ هغوي داسې کوم عذر لري چې د خپل پيداکوونکي د وحدانيت په اړه يې ووايي، حال دا چې خدای جل جلاله هغوی په دې آيت سره مخاطبوي:
حَتَّىٰ إِذَا جَاءُوا قَالَ أَكَذَّبْتُمْ بِآيَاتِي وَلَمْ تُحِيطُوا بِهَا عِلْمًا أَمَّاذَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ (النمل: ۸۴)
ژباړه: تر هغه پورې چې راشي دوی (ټول محشر ته) نو وبه فرمايي (ورته الله) آيا تکذيب کړی وو تاسې د آیاتونو زما حال دا چې احاطه نه وه کړئ تاسې په هغو (آياتونو) له جهته د علمه آيا څه شی دي هغه چې وئ تاسې چې کاوه به مو (هغه له ماموربه څخه؟ ووايئ!).
د لارښوونې خزانې او الهي نور يعني قرآن کريم کې د انسان ټولو پوښتنو ته په ډيره سمه توګه ځوابونه ورکړل شوي دي چې د عاقلانو لپاره د بشپړ ډاډ درلودونکی دی او عاقلان هم ددې لارښوونو په اساس د خدای لاره وټاکله او پوه شول چې خدای يې په حقه دی.
وَيَرَى الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ الَّذِي أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ هُوَ الْحَقَّ وَيَهْدِي إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ (سبا: ۶)
ژباړه: او (بل دپاره ددې ليکلي پراته دي په لوح محفوظ کې) چې وويني هغه کسان چې ورکړی شوي دي دوی ته علم فهم هغه (قرآن) چې نازل شوی دی تاته له (جانبه د) رب ستا هم هغه حق دی او سمه لاره ښيي طرف د لارې (د هغه الله ته چې) ښه زبردست ډير ثنا ویلی شوی دی.
نو په داسې حال کې چې ټولو د خپل پيداکوونکي له پيژندنې او درک څخه وروسته د حق نعرې ته لبيک وويل او ايمان يې راووړ. نه منونکي څه ځواب لري؟ او د ناپوهۍ او کفر په تيارو کې يې د پاتې کيدنې کوم عذر کيدلای شي؟ خدای جل جلاله ددې ډلې په اړه داسې فرمايي:
وَالَّذِينَ يُحَاجُّونَ فِي اللَّهِ مِن بَعْدِ مَا اسْتُجِيبَ لَهُ حُجَّتُهُمْ دَاحِضَةٌ عِندَ رَبِّهِمْ وَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ (الشوری: ۱۶)
ژباړه: او هغه کفار چې مخاصمه جګړې کوي په (دين د) الله کې وروسته له دې نه چې قبولوالی کړی شوي دي (حکم د) دغه (الله) لره خصومت حجت د دوی باطل دی په نزد د رب د دوی او پر دوی غضب دی (د الله) او شته دوی ته عذاب ډير سخت.