
نیم مشر غني او نیم مشر عبدالله یعنې د امریکایی ملی وحشت د حکومت مشرانو پنجشیر ته تشریف وړی وو، دلته نو د روسانو او امریکایانو د یوه دوست،ولي،غوث الزمان زیارت هم پروت دی چې هر چارواکی چې دلته تشریف وړي مجبور د غوث الزمان په زیارت کښې مناجاتونه ولولي،په خشوع او تواضع سرټیټی د خپګان په حالت کښې ودریږي هسې چې هیڅکله به هم الله تعالی ته په لمانځه کښې دومره عاجزي ونه کړي او نه دومره سر ټیټ کړي او نه به یې له الله تعالی هغومره وېره وي لکه د شمال له ملحدې او مفسدې ټلوالي یې چې لري.
همدلته ده چې نیم مشر غني د پنجشیر په سفر کښې د پکول په سر کولو سره د پنجشیر رڼا زیاتوله او پر غاړه یې هم برګ سپین دسمال ځوړولی وو څه به یې کوې چې د ایران له لوري تربیه کېدونکې د شمال مفسدې ټلوالی جاوسوسان او هېوادپلورونکي هم همدغه بڼه برګ دسمالونه او پکولونه لري او دا د دوی ځانګړی لباس حسابیږي د نیم مشر غني برګ دسمال خپله تقدیروم ،جالب ورسره ښکارېدلو!
نیم سري مشران د امریکا او روس د ولي او غوث په زیارت کښې څنګ په څنګ ولاړ وو او د دعا لاسونه یې پورته کړي ول د تواضع او عاجزی حد او سرحد نه ښکارېدلو تا به ویل چې د خشوع پر وروستیو کرښو ولاړ دي ،او د دعا لپې یې پورته کړي دي،د اخلاص او صمیمیت څخه تشې لپې د دعا او غوښتنو له اصولو ناخبره تور زړونه د چا په درګاه کښې ولاړ ول او د چا لپاره یې دعا کوله؟
د کوم قاسي په یاد پورته شوی ول د مجرم لاسونه؟
جالبه نه وه چې مجرم ورته دعا کوله؟ د دعا د قبلېدو لپاره همدې لاسونو او همدې تورو ضمیرونو ته اړتیا شته وه لکه چې؟
د پنجشیر ولي لکه چې ځانته تل په شقاوت او بغاوت کښې ککړ ورغواړي چې د ده لاره همدا وه که نصیب ورباندې لورولي ول؟
که دغه ښاغلي د مصنوعي دعاګانو او عجز سناریوګانې جوړوي نو له همدې زیارت سره همدا سناریو څه په زړه پورې ښکاري!
د دې ولی د زیارت لپاره ورتلونکي د همداسې خلک واوسي، ویلي به شو چې تقدیر پر چا څوک لوروي او د مرګه وروسته هم د چا د عمل مزي ورسره وصل دي؟
د زیارت پر دېوالونو د قرانکریم ایتونو لیکل شوي ول خو پوښتنه دا ده چې د دوی ژوند څومره له قران سره تړلی وو چې له مرګه وروسته یې د ایت لیکلو اړتیا حس کړله؟
دا د یوه منل شوي اصل په توګه منو چې یو څوک د هغه د لاسته راوړنو او ترشا پاتې میراثونو له مخې ارزولی شو.
مونږ دوی د دوی د پاتې شونو له مخې ارزوو وینو چې هېڅ خدای پال په کښې نه موندل کیږي ټول یې د هېواد او اسلام پټ او ښکاره دښمنان دي حتی د دوی زیارت ته د دعا لپاره راتلونکي ټول له تیارو سره مل دي هلته د غوره چا د موندلو امکان له وسه وتلی دی.
بس دعا کوی چې الله تعالی د مومن مرګ مونږ ته نصیب کړي او له داسې بدبختی مو وژغوري چېرته چې بدمرغې څېرې زمونږ قبر ته لاس په دعا شي.
لوی رب ج د هېڅ مومن له داسې مرګ سره نه مخ کوي
امین یا رب العالمین