اعتراف

ليکوال : ګل رحمان رحماني
        زه ددغه بې ژبې ښارداورژبوويندويانو څه يم تابه دښارپه محفلونواوسالګروکې زمادژبې جوهرکوم وخت ضرورليدلى وي زه چې چېرته خبرې کوم نوخلک زما ژبې ته ګوته په غاښ وي اودهغوالفاظوپه رنګينوکې فکرونه کوي کوم چې زه يې په خپلوخبروکې کار وم هغوى حتى زما دغږپه وړاندې خپل غږاوچتول هم يوډول ګناه اوبې احترامي ګڼي خوباوروکړه چې دا وړتياپه ماکې يوازې هغه وخت وي چې ستا نه لري وم اوياپه هغه محفل کې چې ته ماته مخامخ نه ګوري
   کله چې له تاسره مخ شم نويوه ګونګي انسان ته ورته شم زماهغه جذبات داسې ساړه شي لکه باران چې په ځنګل کې لګېدلي اوروژني .
 زه ستا په مخ کې داسې ځوړند سرناست وم چې دخپل زړه درزاهم نشم قابوکولى فقط لکه زما ژبه چې يوازې دڅکلواله وي اودخبروځواک نه لري ماهرځل هڅه کړې چې ځان به ددغه چوپتياله ژوندون نه ژغورم خوداسې اسانه هم نه ده، لکه چې تقديرهم يوازې دهمدغه دوزخ لپاره پيداکړي يم زما دغږمينه وال که زما ددغه کمزورۍ نه خبرشي په غونډوکې زماخبروته غوږ نيول خو پرېږده چې په وهلواوټيلوبه مې له سټېجه راګزارکړي زما د دغه چوپتيااوکمزورۍ رازيوازې تاسره دى زه پوهېږم چې ته مې دهغې درنې چوپتياپه اسرارواوسپېڅلتيا پوهوې کومه چې ددواړوترمنځ دليدلوپه مهال حاکمه وي
   خو زه اقرارکوم چې ددغه چوپتيا دبيان نه عاجزيم ماپه دغه چوپتياکې نغښتې موسيقي ددې نړۍ په يوه سندره کې هم نه ده احساس کړې نوته ووايه چې څنګه يې اظهارکړم ؟
 ددغې چوپتيا غلى سرود زماله بيان اوخبرودومره اوچت دى لکه يوماشوم چې دستور ورانيولو هيله لري
 زه ددغه بيان له پاره نه يم پيدا شوى هيله کوم چې مايوازې دې ته پريږدې چې همدغه چوپتيامې هره شېبه ووژني .
                                       ١٣/ ١٢/ ١٣٨٧