
د زرو او ډالرو تر منځ رابطه له هغه را هيسي پېل سوې کله چي د (Gold Standard) چي دا خپله د زرو او پيسو تر منځ يو نظامي سيستم ؤ، را منځ ته سو. په دغه وختونو کي د يو واحد مورجي پيسې ارزښت به د زرو په يو مشخصه اندازه ټاکل کيدی. (Gold Standard) د کال ۱۹۰۰م. څخه بيا تر ۱۹۷۱ م. کال پوري ښه دوام وکړ. د ۱۹۷۱ م. کال څخه ورورسته ددوی دواړو (ډالرو او زرو) په منځ کي جلا والی جوړ سو. امريکايي ډالر او زر دواړه پخپل ځای آزاد کړای سوله. دواړه ددې وروسته د بازار د تقاضا او عرضې پر بنا د هغوی ارزښت ټاکل کيدی. امريکايي ډالر يو دولتي ارزښت لرونکې ‘مروجي پيسه’ ياد کړل سوله. – هغه پيسه کله چي د حکومت څخه خپل ارزښت لاسته راوړي نه د کوم فزيکي اشياؤ څخه. نوموړې پيسه پر خارجي بازارونو خپل راکړه ورکړه شروع کړله. په عيني توګه امريکايي ډالر د محافظتي پيسې ونډه هم سرته رسوله.
د ۱۹۷۱ ميلادي کال څخه وروسته د زرو په راکړه ورکړه کي زښته زيات تغيرات وليدل سول. په نتيجه کي دا وليدل سوله چي د زرو قيمت د ډالرو بهرنۍ ارزښت ته کښته والی او پورته والی را منځ ته کړ. په ۲۰۰۸ ميلادي کال کي (International Monetary Fund) تخمين وکړ چي د ۲۰۰۲ کال څخه آن تر ۲۰۰۸ م. کال پوري د زرو په قيمت کي د ۴۰٪ - ۵۰٪ تغيرات به وليدل سي. هغه ؤ چي نوموړی تخنيف تر ډېره بريده حقيقت سو او په بازارونو کي يې د سوداګرانو اندېښنه نوره هم وپاروله چي په نتيجه کي د ډالرو د ۱٪ د تغيروالي سره د زرو په قيمت کي تر ۱٪ څخه زيات تغيروالی را منځ ته کيدی.
منفي اړيکه
په پورتني ګراف کي تاسو ګوری چي د زرو او ډالرو تر منځ منفي اړيکه موجوده ده. یاني که چيري ډالر مخ په لوړه ځي زر وه کښته خوا ته ځان مايل کوي. د راکړي ورکړي د اوسطه ارزښت ټاکني برخه دا ښئي چي آيا ډالر مخ په وړاندي ځي او که کښته. همدارنګه، دا اړيکه د (Gold Standard) په زمان کي هم داسي دقيق او مختصره نه وه.
د ډالرو او زرو تر منځ منفي اړيکه په لاندي ټکو ولاړه ده:
۱: د ډالرو د ارزښت په لوېدنه کي د نورو ملکونو د اعصارو د پيسو ارزښت لوړيږي. دا په نتيجه د موادو تقاضا ډيروي د زرو په شمول. د دوی قيمت هم لوړوي.
۲: هر کله چي ډالر خپل ارزښت بايلل شروع کړي، سوداګران د عوضي سرمايه لرونکو ذخيرو باندي تمرکز کوي چي، ددې لپاره زر يوه عوضي برخه تشکيلوي.
همدارنګه، په دې هم بايد موږ پوه سو چي د ډالرو او د زرو قيمت دواړه په يو وخت کي هم کيدلای سي لوړ سي. دا زياتره وخت په بل ملک کي د انفلاسيون له وجهي را منځ ته کيږي. سرمايه داران دې ته اړ کيږي چي خپله پلنډه په يو محافضي شتمني کي غونډه کړي چي هغه دواړه ډالر او زر دي.
امريکايي ډالر همدارنګه د نورو فکتورونو له وجهي هم تر اغيز لاندي راځي – د بيلګي په توګه ، د ملک د سیستمپولي نظام (monetary policy) او د تَوَرُم (inflation) له وجهي چي په امريکا او بله نړۍ کي په متضاده بڼه را منځ ته سي. سرمايه داران دا هر څه ته ګوري او د خپلو شتمنيو سم استمال کوي.
د زرو د قيمت په ټاکنو کي نوموړي مختلف بازارونه خپله ونډه سرته رسوي، لکه:
۱:Goldcorp Inc. (CG)
۲: Barrick Gold Corp. (ABX)
۳: Newmont Mining Corporation (NEM)
۴: Agnico-Eagle Mines (AEM)
۵: Yamana Gold (AUY)
۶: exchange-traded funds or ETFs like the SPDR Gold Trust (GLD)
۷: Gold Miners Index (GDX)