د تکنالوجی په نړۍ کي نړيواله جګړه


د تکنالوژی په راتګ سره veto power ملکونو خپل نظامي او پوځي تخنیک واړوی. یاني د ټانک او طیارو پر ځای یې د معلوماتي تکنالوژی څخه استفاده وکړله. هغه په داسي شکل:
لومړی: په ۱۹۹۰ کي وایرس او وارم (viruses and worms) جوړ کړل سول. هدف یې دا ؤ چي د دښمن د معلوماتي تکنالوژی کارونو ته خنډ واچوي،او همدارنګه یې د کمپیتري ماشینونو د سیستم د خرابېدلو ذریعه وګرځول سي. د بېلګي په توګه: د Melissa او Code Red په نامه د هغه وخت لوی وايرسونه وه، چي د ډاټا د خرابېدلو لپاره يې لوی کارونه سرته ورسول.

دوهم: په ۲۰۰۰ کال کي Malware جوړ کړل سو تر څو د دښمن څخه مالي ګټه لاسته راوړي او یا وه هغو ته مالي زیان ورسوي. د ایمېل له لاري یې آغاز وکړ. د بېلګي په توګه: Mvdoom, Bagle, DM5v.
دا کار آن تر اوسه پوري پر انټرنيټي نړۍ جاري دی.

درېیم: په ۲۰۰۷ کال کي د اپليكېشن په ذریعه د APT - Advanced Persistent Threats په نامه اپليكېشن جوړ کړل سو. ددې د جوړېدلو لوی لامل دا ؤ چي د کمپنۍ پر ایجنسی یې تمرکز وسي. د هغه وخت مثالونه یې د Zeus, Aurora او Conflicker په نامه اپلیکېشنونه وه.

څلورم: په ۲۰۱۰ کي د عوامو استفاده سوي ټكنالوژيو د عمومي له منځه وړلو لپاره Key and Certificate based Attacks وسوله. ښه بېلګي یې د Spyeye, Dugu, Diginator, Comodo او Bit9 دي.

پنځم: په ۲۰۱۲ کي د ملکونو د حکومتونو له لاري تر ټولو خطرناکي انټرنيټي حملې وسولې، چي ښه بېلګي یې د Stuxnet, Sony, Iran Nuclear او Extrimist link حملې وې.
سټاکسنېټ (Stuxnet) چي کله امریکا جوړ کړ او د ایران اتومي انرژیو د بډايني کارخانو ته انتقال کړ، په لږ وخت کي یې ټوله بټۍ ور جام کړلې. عین حال کي یې ټوله ډاټا هم غلا کړله.
سي آی اې (CIA) د دیسېمبر پر اتمه په هغه وخت کي چي کله ټرمپ د امریکا د رئیس جمهور په توګه ټاکل سوی ؤ، نړیوالو رسنیو ته یې خبر ورکړ چي روسیه د ټرمپ په کامیابه کېدلو کي لاس وهنه کړې. دا لاسوهنه خاص او خاص دا وه چي روسي هېکرانو د کلينټن ایمېلونه هېک کړي وه او نړۍ ته یې افشا کړله. بلاخره دا وسوله چي کلینټن په خپلو هڅو کي ناکامه راغله. ننۍ نړۍ کي جګړه د تکنالوجی جګړه ده او هر غښتلی هيواد هڅه کوي تر څو خپل حريف د تکنالوجی پر ډګړ مات کړي تر څو وکولای سي په راتلونکي کي يې د خطر زنګ حِس نه کړي.