د انګلستان عوام نن د اروپا د متحده سازمان څخه د وتلو لپاره خپله رايه وکاروله. نو اوس څه پېښ سوله؟
د انګستان صدراعظم ښاغلی ډېويډ کېمرون به هم خپله استعفاه ژر تر ژره وړاندي کړي. په نړيوال بازار کي داسي ګنګوسې دي چي دی شايد لومړی خپل عوام ته تسليت وړاندي کړي، او تر حده زيات هڅه وکړي تر څو ملک د اقتصادي بحران څخه وساتي. لکه څرنګه چي د سازمان د مادې ۵۰ شرط دی چي د يو ملک د وتلو لپاره حد اقل دوه کاله پروسه وي، مګر بيا هم انګلستان په دې دوو کلنو کي د ډېرو خطرناکو اقتصادي ضربو ښکار به وګرځول سي.
د رایي شمېرني په سهار پاونډ چي د انګستان ملي پول دی، په نړيوال راکړه ورکړه بازار کي خپل ارزښت تر پخواني قيمت ډېر لاندي وغورځاوه. بازار د بريکسيټ نوموړی عمل د اقتصاد لپاره ګټور نه بولي. د خبر په اورېدلو سره ډېرو سرمايه ګذارنو د انګستان څخه د خپلو پيسو د وتلو په لټه کي سوي، تر څو وه خپلو پيسو ته محکم او د ګټي ځای پيدا کړي.
خارجي رخصتياني به نوري هم قيمتي سي:
د انګلستان صدراعظم به په خپله نوې وينا کي د ملک د اقتصادي پياوړتيا لپاره خپله طرحه وړاندي کړي. په عين حال کي د انګلستان ملي بانک بايد د راکړي ورکړي په بازار کي مداخله وکړي؛ تر هغو پوري پاونډ رانيسي تر څو پوري چي بر قراره کېدلای سي او د پول ارزښت پرې وساتل سي.
لومړنی لويه اغېزه بعده له رايي شمېرني څخه به دا وي چي پاونډ به په خارج کي خپل ارزښت تر پخوا کم کړي، چي له وجهي به يې خارجي رخصتياني نوري هم په قيمت تمامي سي.
د تورم (inflation) لوړوالی:
د پاونډ کموالی یاني واردات به نور هم قيمتي سي. ددې يوه مانا دا هم سوله چي په ملک کي به د تورم لوړوالی را منځ ته سي. دا داسي حالت دی چي په انګستان کي له ډېره وخته نه ؤ ليدل سوی، ځکه پاونډ تر ډېره وخته پوري ساکن او بر قراره ؤ – تقريباً د ۲٪ په شاوخوا کي لوړ تلی. د تورم په لوړوالي سره به داخلي توکي قيمتي سي او د عامو خلکو لپاره د ښه زيري راوړلو خبر به نه وي.
ددې اغېزه به په لومړيو مياشتو کي وه نه ليدل سي. په لومړی سر کي د توکو د قيمت لوړوالی به د وارداتي توکو سره اړيکه ولري. مګر اقتصادي تورم په خپل ځان کي هم حرکي دی.
بعضي اقتصاد پوهان د نرم او کم تورم په راتللو خوښي څرګندوي. دا ځکه چي تورم اقتصادي فعاليتونه په کار اچوي او د ملک د اقتصادي رکود او يا د جاپاني ډول اوږد مهاله رکود څخه به د ملک اقتصاد وساتي.
د سود کچه شايد لوړه سي:
د تورم سره يوه ستونزه دا هم تړلې چي د انګستان بانک به وکولای سي د سود کچه د ۲٪ په شاوخوا کي برقراره وساتي. که چيري د پاونډ په لوېدلو په توکو کي د قيمت لوړوالی زياتېدی، بانک به د سود کچه نوره هم لوړه کړي.
دا عمل چي د تورم په راتللو سره را منځ ته کيږي درې حالته به اختيار کړي:
لومړی، ددې په ذريعه به پاونډ نور هم په بازار کي جلب سي، دا ځکه په پاونډ چي کوم امانت ساتل سوی وي هغه به ډېر سود لاسته راوړي. دوهم، ددې عمل په ذريعه به د قرض اخيستلو لګښت نور هم لوړ سي او بلاخره تقاضا به تر حالت نوره هم کښته سي. دريم، دا عمل به د تجارت لپاره نور هم سخته او په ګرانه تمام سی د هغو لپاره چي په قرض کړل سوي پيسو باندي خپل توليد پراخول غواړي.
د انګلستان بانک ريس او د هغه د پولي ادارې غړو د عجيبي معما ښکار سوي. په راتلونکو څو مياشتو کي به ملک د تورم د کچي د لوړوالي سره مخ سي. سربېره پر دې به اقتصاد به په (recession) کي هم داخل سوی وي. نو، که چيري د سود کچه لوړه هم سوله، دوی به وه نه کولای سي چي نور هم لوړ ولاړ سي.
د اروپا د متحده سازمان سره راکړه ورکړه:
د انګستان د اروپا د متحده سازمان څخه د خارج کېدلو وروسته به پر تجارتي راکړه ورکړه ډېره اغيزه وه نه کړي، دا په دې خاطر چي د انګستان صدارعظم به په راتلونکو مذاکراتو کي دا نقطه تحت نظر کړي چي تجارتي بازار به هماغسي پاته وي لکه څرنګه چي دمخه ؤ. مګر دا امکان سته چي د اروپا د متحده سازمان سوداګران د پاونډ په را نيولو لږه علاقه وښايي، او همدارنګه په همدغه دوه کلنو کي به پر تجارت د ټېکس او تعرفو خنډ نور هم زيات سي.
د مهاجرت لپاره به خاص کوم تغير وه نه ليدل سي:
د انګلستان صدراعظم به خپله وينا کي دا هم ذکر کړي چي کوم خلک اوسمهال په انګستان کي هستوګن دي د هغوی پر اوسېدني ماحول به هيڅ کوم نوع اغېزه وه نه کړي. له دې وجهي د (ليوينګ کمپاين) وه دې نقطې ته اشاره وکړله چي کله د بريکسيټ مذاکرات بشپړه سول، هغه څوک چي په انګستان کي دي، کولای سي ژوند مخ ته بوځي، یاني د هغوی د شړلو امکانات به نه وي.
پر نورو بازارونو د بريکسيټ د پيښي اثرات:
د هند سټاک ماکېټ د سهار مهال په لومړيو شېبو کي 60125.512 ميليونه ډالره د خپل مارکېټ څخه د لاسه ور کړله. او د 1025 ټکو په لوېدلو د ډېرو سرمايدارانو حالت نور هم د ګواښ سره مخ کړ. ددې تر څنګ د امريکا د ډاو جونز سټاک مارکېټ هم د ټکو په لوېدلو سرمايدارن د راتلونکو ګواښونو ښکار کړي، او ډېر په دې هڅول سوي تر څو خپله کاروبار د پاونډ څخه وه بل پول ته واړوي.
وروستي