
په تېره برخه کې مو د کیسه لیکنې ډګر ته د ننوتو په لومړنیو ګامونو خبرې وکړې او دې څانګې ته دننوتلو په شرایطو وغږېدو. په دې مقاله کې غواړو چې د یوې ښې کیسې په ځانګړنو لږ څه رڼا واچوو.
لومړی:
خدای (ج) باید په یاد وي.
دا چې موږ مسلمانان یو او په هرڅه، هره برخه او هرڅیز کې مو باید خدای (ج) په یاد وي، ددې خبرې معنی دا نه ده چې هر ځای او په هره خبره کې باید د خدای (ج) نوم او د قران کریم آیاتونه راوړل شي. بلکه باید وښیو چې دې کیسې له توحیدي عقیدې او باوره سرچینه اخیستې. له دې سره باید لوستونکی په کیسه کې ومومي چې انسان او بشر ته، که په ټولیزه توګه ووايو د کیسې کرکټر ته د نېکۍ او بدۍ ټول ځواک هغه څښتن وربښلی چې د پنځون ټول واک له هغه سره دی او زموږ وجود او د داستان د کرکټرونو وجود د هغه څښتن لپاره دی.
دوهم: عبرت په کې پروت وي او پیغام هم ولري.
خدای (ج) د قرآني کیسو عمده ځانګړنې عبرت رسوونه بولي.
((لقد كان فی قصصهم عبره لاولی الالباب))
او دا ځانګړنه هومره مهمه ده چې که داستان هغه ونه لري یعنې یواځې د لوستونکي د تفریح لپاره یا هم د هغه د حیرانولو لپاره لیکل شوې. مسلمان کیسه لیکوال باید هڅه وکړي چې یواځې د لوستونکي د بوختونې لپاره قلم پورته نه کړي ځکه که دا کار وکړي لږ تر لږه معنوي اجر به یې نه وي.
سسپنس، جدابیت او راښکل:
داستان باید سسپنس(ذهني هڅه او تلوسه) او د راښکلو ځواک ولري که څه هم ښه محتوی او پیغام ولري خو بیا به هم بریالۍ کیسه نه وي؛ خو دغه راز له پیغام او محتوا پرته هم سسپنس او راښکل ارزښت نه لري.
د کیسې د بهیر منل:
په کیسه کې یو بل څه چې باید په نظر کې ونیول شي، هغه دا چې باید د کیسې په بهیر کې د علت او معلول اړیکې هم وساتل شي او داسې پېښې باېد جوړې نه شي چې ناشونې وي، او په ټول کې باید هڅه وشي چې کیسه د منلو وي.
روښانه خبرې:
بې کچې زیاتې خبرې او له یوې او بلې خوا خبرو باید ډډه وشي، په تېره بیا په لنډو کیسو کې باید له ډېرو فرعي مسایلو ډډه وشي او یواځې هغه توکي راغونډ شي چې د کیسې په اډانه پورې اړه لري. یعنې بې له هغو کیسه نیمګړې کېږي. ځکه زیاتې خبرې لوستونکی ستړی کوي. په ټول کې باید هڅه وشي چې په لنډه کیسه کې د کلیانو په توګه فرعي توکي د لوستونکي په لاس کې ورکړای شي.
د کیسې د بهیر کنټرول:
په کیسه کې باید له ځینې ستاینو، انځورونو او صحنو ډډه وشي څه چې زموږ له کلتور او مذهب سره اړخ نه لګوي، دغه راز باید له مسایلو سره ژور چلند وشي او ژورې برخې وښيي سطحي احساسونه اغېز نه لري، یا په بل عبارت د علتونو یادول تر معلولو اغیز زیاتوي. یعنې له معلول څخه پیل کوي او ځان علت ته رسوي. دا چاره باید ډېره په ظریفه او هنرمندانه توګه ترسره شي.
دغه راز یوه ښه کیسه باید په خپلو ټولو برخو کې دقیق ارتباط ولري لکه د سریزې، پېښو، کرکټرونو، چاپېریال، پای او غوټو پرانستنو په برخه کې.
په کیسه کې څرنګه موضوعات ځای کړو؟
په تېرو برخو کې خو مو د کیسې په لومړنیو ګامونو او د یوې مناسبې کیسې په ځانګړنو خبرې وکړې، دلته غواړو چې د داستان لیکنې د موضوع په ټاکنې لنډې خبرې وکړو.
له ټولو هغو پېښو څخه چې په ژوند کې مو د یو لیکوال په توګه رامنځته کېږي یا یې خپله ګورو یا یې له نورو اورو او یا مو یې هم فکر کړی وي؛ هغه پېښې په کیسې د بدلېدو وړتیا لري چې له نورو هغو یو څه غیر معمولي، غیر تکراري او داسې ځانګړنې او ارزښتونه ولري چې د یوې سترې ټولنې یا ملت لپاره د هغه د څرګندولو وړتیا ولري.
هغه موضوع چې د کیسې د چورلیځ لپاره غوره کېږي که هېڅ څرګنده ځانګړنه ونه لري، لږ تر لږه باید داسې یو ټکی ولري چې له معمولي موضوعاتو یې بېله کړای شي. یو شمېر خلک کیسې په خپل ژوند کې د نوښت او د ذایقې د بدلون لپاره غوره کوي، نو له همدې امله دی چې په کیسه کې به په داسې کلتور، فضا او کسانو پسې ګرځي چې له خپلو هغو سره یې توپیر لري. داسې پېښې به غواړي چې که څه هم د تخیل په نړۍ کې وي هغه داسې هیجان ته ورسوي چې هغه نه شي ورتللای.
بله ډله بیا د نورو انسانانو د تجربو، عاطفې او احساساتو په لټه کې وي او غواړي دهغه په اړه معلومات ولري، ځینو نورو ته ښايي د نورو د ژوند خندني او په زړه پورې اړخونه په زړه پورې وي.
لیکوال باید خپله ټولنه او هغه کسان چې ورته کیسه لیکي هم په پام کې ولري، په ټولنو کې ګڼ شمېر دودونه وي چې له یوې خوا د یوې کیسې د موضوع انګیزه کېدای شي او له بلې خوا یې د منفي او مثبت اړخ په اړه په کیسه کې نغاړل شوې موضوع تر اغېز لاندې راځي.
حیرانوونکې، خندوونکې، خواشینوونکې او د ګڼو نورو احساساتو لېږدونکې پیښې په شاوخوا چاپېریال کې شته او پېښېږي، خو په کیسه کې یې رانغاړل او له هیجان، پیغام او تخنیکي پلوه جوړول هم باید په پام کې ونیول شي.
هغه لیکوال چې د کیسې د موضوع په ټاکنه کې بې پامي کوي، د لوستونکو له لوري دې هم د هرکلي تمه نه لري، هغه لیکوال چې غواړي لیکنه یې ډیر لوستونکي ولري باید د خپلې کیسې موضوع ډېره په دقت وټاکي.
تکراري او معمولي موضوعات چې یو څوک یې هره ورځ ویني او هره ورځ ورسره مخ کېږي ونه کاروي، په داستان کې کارول شوي موضوعات بیا کارول د لوستونکو د زړه تنګۍ لامل کېږي، لوستونکي د داسې څیز پلویتوب کوي چې له دې وړاندې هغوی نه وي ورسره مخ شوي یا که مخ شوي هم وي بشپړ اغېز یې پرې نه وي ښندلی.
له بلې خوا د موضوع په ټاکنه کې دقت د لوستونکو د کته ګوریو په ټاکنه کې مهمه ونډه لري، ځینې موضوعات ښايي یواځې د ماشومانو لپاره وي؛ خو ځینې بیا ښايي له شل کلنۍ د لوړو کسانو لپاره په زړه پورې وي. که په لنډه توګه ووایو د کیسې د موضوع ټاکل د کیسې د لوستونکو ډول، د پیغام اغېز، د کیسې تخنیکي ډول او ګڼ شمېر نور ټولې اړوندې چارې اغېزمنې کړي.
د کیسې د لید زاویې:
په کیسه کې د لید زاویه ددې معنی لري چې کیسه د چا له لید یا ژبې ولیکو، یا په بل عبارت د لید زاویه یعنې د کیسې د بیان ډول.
ویلای شو چې د لید کابو درې اصلي او بنسټیزې زاویې شته، (زه، ته ، هغه) خو د (زه او هغه) د حالتونو له جمعې څخه دوه نور ډولونه هم چې موږ او هغوی کېږي په لاس راتلای شي. دغه راز د (هغه ) په برخه کې هم مونث او مذکر ته په پام سره د بدلون په بڼه کې ځانګړې بڼې خپلولای شي. اوس اوس کیسه لیکوالو د لید د زاویو په یوځای کولو سره بېلابېلې فرعي لارې موندلې چې له هغې لارې کولای شي خپلې کیسې په ښه توګه بیان کړي.
دلید زاویې ډولونه
الف: زه
له خپل لید یا د زه او راوي له لیده: پدې ډول کې د داستان اصلي کرکټر په خپله ژبه خپله کیسه بیانوي چې البته دا خپله لیکوال هم منظور نه دی. لکه د استاد سعد الدین شپون شین ټاغی، د چارلز دیکنز کاپر فیلډ…
د فرعي کرکټر یا ملګري له لیده: پدې ډول کې د لومړي کرکټر ملګری د داستان راوي دی،
یو اړخیز ډیالوګ: پدې ډول کې راوي له یو چا سره خبرې کوي خو موږ یواځې د راوي خبرې اورو، یا لولو او د مقابل لوري د خبرو اغېز هم د راوي په خبرو کې حس کوو.
د ذهن خبرې یا په بله وینا چرت یا سوچ: په دې ډول کې یو څوک په لوړ آواز فکر کوي، حتی د هغه په افکارو د پېښو او تېرېدونکو صحنو اغېز هم حس کولای شو.
لیک: دوه یا څوکسان یو بل ته لیک استوي او کیسه له دې لارې بیانوي، کله خو البته یواځې یو کس لیک لیکي.
د ورځني یادښت له لارې: پدې ډول کې راوي د ورځني یادښت یا د خاطراتو د یادښت له لارې داستان بیانوي.
ب: ته
په دې ډول کې راوي کیسه بل چاته په خطاب کې بیانوي. چې ګواکې له پېښې سره مخاطب مخامخ شوی.
ج: هغه
د کرکټر له لیده: په دې ډول کې لیکوال کیسه د لومړي کرکټر له لیده تعقیبوي او پېښې هم د هغه په اړه وي.
د فرعي کرکټر له لیده: په دې ډول کې لیکوال د لومړي کرکټر له لیده نه ګوري خو په یو ډول نه یو ډول د هغه د ملګري یا دوست له لیده پېښې تعقیبوي.
له بهره لید (سینمايي): په دې ډول کې بیا لیکوال لکه کمره غوندې یواځې څه چې ویني او اوري لیکي او له خپله ځانه هیڅ شي ته نه ورګوري په دې ډول کې یواځې خبرې اترې او پېښې راځي. لکه د همینګ وې، سړي وژونکي.
موږ (زه + زه + زه+…)
پدې ډول کې بیا لیکوال کیسه تقریباً ټوټه ټوټه کوي او داچې د کیسې په هره برخه کې یو ښه لیدونکی او شاهد مومي د کیسې د کرکټرونو له لیدونو څخه د ښې ګټې اخیستنې لپاره دهغه له ژبې یا د هغه له (زه ) څخه کار اخلي. چې البته دا ډول په اوږدو کیسو کې زیات موندل کېږي
هغوی(هغه + هغه + هغه+…)
دا ډول چې ډېر مشهور هم دی، لیکوال لکه د کیسې د ټولو کرکټرونو له لید څخه چې خبر وي هسې پیښې تعقیبوي، د کیسې په هرڅه پوهېږي او د داستان په هرځای کې شته وي. لکه د تولستوی جنګ او سوله
نور بيا...