دولت ساتنه د ضمیر په ایډیال



له کله نه چې دولتي سیسټم او یا هم یو داسې سیسټم چې پر مټ يې ملتونه ساتل کیږي رامنځ ته شوی او په یو منظم ډول پرمخ تللی دی له همغه وخته خلک د ضمیر په ایډیال پوهیدلي دي
ځیني دولتونه د سترګو دید په حرکاتو کې کمزوري خو ډیر ژور روان وي،حالات څیړي او پر مټ يې ملت ژغوري ځکه د دولت په پالیسیو کې حالات ډیر مهم دي چې باید وڅیړل شي او یو ژوندي حالت ته ورسیږي ژوندی حالت د دولت هغه حالت دی چې ملي ګټې پکې وساتل شي او ملت د یو نظامي چتر تر سیوري لاندې راغونډ کړي تر څو په نړیواله کچه خپلې پریکړې وکړي او یو مثبت اړخ ته پکې ځان ورسوي،ځینې وخت دولتونه په داسې پالیسیو هم کار کوي چې پکې د ولس وجودي تاوان ډیر وي خو ملي ګټه پکې ډیره وي او قومونه د یو بل له درده خبروي،چې د ننیو حالاتو نتیجه زما په فکر هم تر همدې حده ده
دا چې مونږ اړتیا ډیره لرو او د اړتیا برابر څه په لاس کې نلرو نو همیشه د منفي اړخ پلویان یو چې دا د یو دولت لپاره تر ټولو لوی چیلنج دی او د دولت او ملت تر منځ د یو اوږد واټن په رامنځته کولو کې لوی رول لري،ژوندي مثالونه يې په یو نظام لرونکي هېواد کې د رسنیو رول دی چې په کوم ډول وغواړي ولس لوبولی شي که وغواړي ډیر زر یو دولت له پخو غورځوي د دولت او ولس تر منځ د واټن په لمنځه وړلو کې اسانه لاره داده چې دولت په منظم ډول خپل مثبت تبلیغات پیل کړي او داسې خلک په نښه کړي چې په ولس کې يې د مثبت اړخ نفوس ډیر او یو ښه او رښتونې کرکټر لرونکي افراد وي نه داسې خلک چې همیشه د ولس له چیلنجونو سره لاس او ګریوان وي،هغه افراد چې د ولس د نیوکې زغمونکي نه وي هیڅکله د یو دولت مثبت اړخ تبلیغاتي پالیسي پرمخ نه شي وړلای،رښتوني او په ولس کې د ښه کرکټر لرونکي اشخاص نه یوازې د دولت او ملت په ګټه وي بلکي د یو حقیقي ټولني ښه انځور هم نړۍ ته وړاندې کوي چې د هېواد په نړیوال کرکټر کې لوی مثبت رول لري چې په ډیرې اسانۍ سره هغه هېواد کولای شي د نړیوالو هېوادونو سره د مثبتو سیالیو په میدان ور ګډ او ګټوونکې هېواد  واوسیږي
دا چې مونږ څومره په دې توانیدلي یو په صفر کې به يې ضرب کړو ځکه زمونږ حرکات داسې چې د سترګو په دید دي همداسې په ژورتیا کې هم په صفر کې ضرب دي،په دې کې شک نشته چې مونږ د هېواد لپاره ډیرې ښې پالیسې جوړې کړي خو په دې باور کول ناممکنه ده چې د یو ولس زړه ساتوونکې او ښه ولسي کرکټر په لاس به پلي شوي وي او یا به پلي کیږي چې دا زمونږ هغه د زوف نقطه ده چې د هېواد دښمن ته مو هم په جنګي برخه کې او هم په تبليغاتي برخه کې په ډیره اسانه توګه په لاس ورکړي ده
حل لاره يې هم اسانه ده چې ما مخکې تشریح کړه،د پنجاب په نامه یوه انګلیس تشکیله پروژه يې ښه مثال ورکولای شو چې په داخل کې يې واک د میډیا په لاس کې دی او میډیا کې ټول کار کوونکي د هغې پروژې کار کوونکې دي،د همدې تبلیغاتو پر مټ يې د نړیوالو متوجیت او د پروژې ساتنه په نړیوال ډګر کې کړي ده،همداسې د نوري نړۍ د هېوادونو مثالونه هم ورکولای شو چې د دوهم نړیوال جنګ وروسته په کومو حالاتو کې وو او ولي دومره پرمخ ولاړل چې نن د نړۍ ستر اقتصادي،نظامي قوت لروونکې هېوادونه دي او ټولې ګټوونکې سیالۍ ددوي په لاس کې دي او د میدان هر ډول لوبغاړي له ځان سره لري چې په اسانۍ د هغه هېواد ملي ګټې خوندي کړي،په هېواد کې ملي ګټو ته د ژمنتیا مسئله یوه لویه ستونزه ده چې ژمنتیا د باور په ستنو ولاړه ده دولت باید په خپل ملت پوره باور وکړي تر څو ملت هم په دولت پوره باور وکړي او تر منځ يې یو ژمن مسئولیت لروونکي اشخاص ځای ولري
د ننیو حالاتو چې لا روان دي او د دولت تبلیغاتي جنګ د داسې افرادو په لاس کې دی چې حتا پلار لا ورسره په لار نه ځي ولس خو څه کوي چې دا دولت او ولس ته ستر تاوان لورنکي افراد دي،د مخنیوي لاره يې هم اسانه ده دولت باید ورته په یو بل اړخ کې چې په هغه کې ښه رول لوبولې شي ځای ورکړي تر څو يې له ځوانې انرژئ او له فکر يې ګټه پورته شي
د هېواد د ملي ګټو په ساتلو کې ځوانان هر ډول قربانۍ ته تیار دي او قربانۍ يې ورکړي هم دي چې د قربانۍ لړۍ يې لا روانه ده
د ځوانو انرژیو لرونکي افراد تل هېوادونه له ډیرو سختو مشکلاتو راباسي مونږ تیار یو چې د هېواد عرضي او تمامي ساتنه وکړو،دا مو دنده او هېواد ساتنه پر مونږ فرض ده ‎.
د هوسا پرمختللي لوی افغانستان په لور
و من الله توفیق


صفت ځواک