
لکه ږدن تیت او پاشان درپسې ګرځي
راټولیږي نه ، ټول ځان در پسې ګرځي
مناره پر مناره یې تندی لګي
د بلال د خولې اذان درپسې ګرځي
په یوه لپه اوبو کې د ژوند خیاله
ډک له ستورو شین اسمان درپسې ګرځي
لکه ژبه په غاښو کې دې رب ساته
په جامه د یار شیطان درپسې ګرځي
اې د امن لیلو شرنګ وهه بنګړي دې
چیرته پټه یې جهان در پسې ګرځي
په کوڅیو کې راشین شوې سور ګلابه
مودې وشوې چې باغوان درپسې ګرځي
دنفرت پر ځمکه لار وباسه مینې
د انګار په شان انسان درپسې ګرځي
زاهدشاه انګار