د ازادۍ رښتینی مډال

 
د ارواښاد محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ پر مهال د خوست ښار ختیزه څنډه کې د ازادۍ جشن تر سره کیده ، د لوژ پر سر حکمران ، فرقه مشر او نور لوړ رتبه مامورین او منصبداران ولاړ وو ، مډالونه یې پر سینو راځړولي وو ، پر سړک تیریدونکي پریډ ( رسم ګذشت ) یې تشویق او بدرګه کاوه .
د لوژ مخامخ ګڼه ګوڼه کې یو سپین ږیری چې د مخکې تګ هڅه یې کوله، ولاړ عسکر پورې واهه، سپین ږیری لښتي ته ور ولوید، خلکو راپورته کړ، سپین ږیري عسکر ته وویل: ولې دې پورې وهلم ؟ عسکر ورته وویل مخامخ لوژ کې لوی لوی منصبداران ولاړ دي، مخکې څوک نه پریږدو .
کوم منصبداران ؟
نه ګورې چې بودرۍ (مډالونه) یې پر سینو زنګیږي ، دوی د افغانستان د ازادۍ ګټونکي دي.
سپین ږیري ، عسکر ته وویل ، دا زما کمیس راپورته کړه چې ملا مې درته وښیم ، عسکر د سپین ږیري کمیس راپورته کړ ، چې ګوري د سپین ږیري د ملا ښي لوری د تبۍ په اندازه تک تور دی .
عسکر ترې وپوښتل بابا دا څه دي ؟ ولې دې دا ملا ګرده مرده تکه توره ده ؟
سپین ږیري ورته وویل : بچیه ! له انګریزانو سره جګړه وه ، جوپې جوپې ځوانان د ټل غزا ته روان وو ، زه د کونډې زوی وم ، ټوپک مو نه درلود ، ډیر خواشنی وم چې همزولي مې د ازادۍ جنګ ته روان وو او زه اریان دریان څنډلي ته ناست وم ، مور مې ولیدم راته یې وویل چې ته ولې غزا ته نه یې تللی ؟ ما ورته وویل ، هغوی خو ټوپک او ګردنۍ لرلې ، زه خو یې نه لرم .
مور مې سوکړک پر ملا را وتاړه راته یې وویل هله زما زویکه ، منډه کړه له ملاتړلیو ځوانانو سره یو ځای شه ، ته به د غازیانو څوکیو ته اوبه او ډوډۍ ور خیږوې ! زه هم له همزولو ځوانو سره یو ځای شوم ، تورو اوبو ته چې ور رسیدو ، ملاتړلي ژڼي پر انګریزانو د برید لپاره د ګګو غره ته وختل څوکۍ یې ونیولې ، موږ چې وسلې نه لرلې په تورو اوبو کلي کې پاتې شوو ، سپین سرو او پیغلو ډوډۍ پخولې او موږ به ګرمې ګرمې ډوډۍ په څادرونو کې تاوولې او په شا به مو د ګګو غره سر ته غازیانو ته ور پورته کولې .
زه هغه مهال پر ځان نه پوهیدم کله چې انګریزانو ماتې و خوړه او د لوی پکتیا غازیانو ټل ښار هم له انګریزانو ونیو ، چې بیرته راستانه شوو ، کور ته را ورسیدم مور مې غیږه کې ونیوم ، پر مخ او سترګو یې ښکل کړم ، د خوشالۍ له اوښکو سره یې د افغانستان د خپلواکۍ مبارکي راکړه .
کالي مې خیرن شوي وو مور رانه کمیس وایست چې ګوري ملا مې د مډال غوندې ګرده مرده تکه توره شوې وه او مور مې راته د ازادۍ د رښتیني مډال مبارکي هم راکړه .
د ولاړ عسکر سترګې له اوښکو ډکې شوې او سپین ږیري ته یې وویل : دا رښتیا هم د ازادۍ رښتینی مډال دی او ما وبخښئ چې تاسو مې پرې نه ښودئ د لوژ خواته ور نږدې شئ .
انګار
یادونه : دا کیسه مې ډیر کلونه وړاندې له یوه سپین ږیري اوریدلې وه