د خوست درنو مدني فعالانو ته یو وړاندیز :

د خوست درنو مدني فعالانو ته یو وړاندیز :
خوست کې دا مهال د راجستر شويو او نا راجستر شويو مدني بنسټونو شمیر تر سلو اوړي . په خبره پوه ، د نظر خاوند ، پیژندل شوي او سپیڅلي مدني فعالان هم ډیر زیات دي . په دې نه غږیږم چې څومره مدني بنسټونه مدني فعالیتونه لري او څومره یې ډیر فعال نه دي ، یوه خبره چې ټول به راسره پې د منښتې سرونه و خوځوي هغه دا ده چې له نیمګړتیاو او کمزوریو سره سره د خوست مدني ټولنه تر بل هر وخت پیاوړې ، اغیزمنه او مخ پر بره ده .
د نظام د یوې مهمې برخې په توګه د مدني ټولنې مهمه دنده او ونډه دا ده چې د خپل مدني نفوذ ، اغیز او قانوني هڅو او قانوني فشار له لارې په دولتي او نا دولتي چارو کې د ولس د خیر ښیګڼې او د هیواد د هر اړخیزې ( اقتصادي ، ټولنیزې ، فرهنګي ، سیاسي او مدني ) ودې ، پرمختیا ، ښیرازۍ ، سوکالۍ او ابادۍ لپاره  سمون او مثبت بدلون راولي او لاسنیوی یې وکړي . د ولس د غیر مستقیمو استازو په حیث د ولس غږ اوچت کړي ، له عامه او ملي ګټو څخه دفاع وکړي ، په اهمو ملي ، سیاسي او ټولنیزو مسایلو کې د هیواد او ملت پر پلوۍ غوڅ دریځ ونیسي ، د هیواد د عقیدوي ، کولتوري او ملي سپیڅلتیاو او ارزښتونو څخه په کلکه ملاتړ او ساتنه وکړي او د ټولنیز عدالت د تامین ، د قانون حاکمیت ، دبیان ازادۍ او و لسواکۍ دتعمیم او  ترویج او ټولنیز ثبات د ټینګښت لپاره د بې عدالتۍ ، قانون ماتونې ، هر ډول فساد ، خیانت او زور زیاتي پر وړاندې په متحدانه توګه دوامداره مبارزه وکړي .
مدني ټولنه هیڅکله او تر هر برغولي لاندې چې وي دا حق او دا جواز نه لري چې د روا مدني مبارزې او قانوني مدني فشار له لارې ناروا او غیر قانوني شخصي ، ګروهي او سیاسي ګټه اوچته کړي ، د مسایلو پر وړاندې عقدوي ، سمتي ، ژبنی او سلیقوي چلند وکړي او د پیښو او چارو په اړه د شخصي ، ګروهي او نورو ضرر رسوونکو تمایلاتو په دایره کې قضاوت او حکم وکړي .
       نو دغو لویو هدفونو ته د رسیدو لپاره په کار  ده چې د خوست ویښ ، با احساسه ، زړه سوانده ، نخبه ، سپیڅلي ، باخبره  او رښتیني مدني فعالان ،د کوچنیو حلقو اوغیر موثرو انفرادي ناستو پاستو او تصمیمونو پر ځای ، په ټولیزه او دستجمي توګه ، مدني دود او مدني اخلاقو ته په درناوي او مراعات سره ، په ګډه د باور په فضا او د رښتینولۍ په سیوري کې خپل مدني فعالیتونه لا منظم ، لا منسجم ، لا ګټور ، لا اغیزمن او لا پراخ کړي .
د خوست د مدني فعالانو مشورې ، رغنده نظرونه ، دوامداره اړیکې ، تفاهم او یووالی به د خوست مدنې ټولنه لا هم غښتلي ، با مسوولیته او د خپلو فعالیتونو پر موثریت متکي کړي .
په ادب درنښت
زاهدشاه انګار