د خوست شریفو ولسونو په ځانګړې توګه د ښاغلیو ځوانانو د پام وړ! (لېکنه)

تاسو خبر یئ چې د متون بابا غونډیو سلسلې چې شمال خواته د پرتو غرونو تر لمنو، غرب خوا ته تر څړبني، ختیز لوري ته تر څارنکوټ او متون مېنې او جنوب خواته تر ازادۍ مېنې رسیږي، د ارواښاد سردار محمد داود او د طالبانو واکمنۍ پر مهال په ماسټر پلانونو کې شنې او ځنګلیزې ساحې دي.

زه باور لرم چې په اوسني جوړیدونکي پلان کې به هم  شنې او ځنګلیزې ساحې وي.
د ځینو مالوماتو پر اساس څینې افراد او کړۍ چې ښایي یو شمېر دولتي مسوولین او  ځینې نقاب پوشه پاخه غله هم پکې دخیل وي، پلان لري چې د ۱۲ زره نمرو په ظرقیت د ښارګوټي یوه نقشه پکې تطبیق کړي.

تاسو پوهیږئ چې پر حکومتي ادارو د اداري فساد د راخورې لړې تر چتر لاندې د هر څه امکان شته.

که چیرې خدای مه کړه دغه ځنګلیزه او شنه ساحه کې ښارګوټي جوړیږي او د رهایشي نمرو پلانونه پکې تطبیق کیږي د خوست ښار ساه به تربته شي او د خوستوالو د تفریح او راحت لپاره به دغه یوازنۍ ساحه هم په کورونو بدله شي.

یوازنۍ لاره چې دغه ساحه له دولتي او شخصي غصبه ژغورلی شي هغه د ټولو خوستوالو په خاصه توګه د ځوانانو ګډه او دوامداره مبارزه او د قانون په چوکاټ کې مدني اعتراضونه دي.
بیداره اوسئ چې د خوست ښار د اکسیجن د تولید همدغه یوازنۍ منبع څوک په یوه او بل نوم در نه لاندې نه کړي.

د خوست د مخکیني والي محمد حلیم فدایي څخه زیاته مننه چې د خپل شل میاشتني ماموریت په موده کې یې د متون بابا غونډیو سلسلې شنې او ځنګلیزې ساحې ته د هر ډول لاس غځونې مخه ونیوله او له نوي والي محمد صدیق پتمن څخه هم زموږ هیله او تمه دا ده.چې په یاده شنه او ځنګلیزه ساحه کې به د بل هر ډول پلان د تطبیق مخه ونیسي او د دغه ساحې د شنه کولو او ځنګل کولو لپاره به د ماموریت په پیل کې عملي کیدونکي پلانونه جوړ کړي.

د ارګ له هغو مسوولینو چې جلالتماب ولسمشر ته یې غږ رسیږي هم هیله کوو چې دغه غږ راسره بدرګه کړي او تر ولسمشره یې و رسوي.

جلالتماب ولسمشر دوه کاله وړاندې د خوستوالو دغه غوښتنه منلې وه او ویلي یې وو چې " د متون بابا غونډیو سلسلې چې شنه او ځنګلیزه ساحه ده، دا زه خپل پلار ته هم نه ور کوم او زه د خوست ۴۰۰ کاله راتلونکی نه شم بربادولی".