
خبره سپینه ده د اسلامي امارت د بیرغ په څېر سپینه ده خو د توحید کلمې د تورو رنګ ترې تللی دی نو ځکه بې رنګه ده خو سپینه او څرګنده ده.
د مرحوم مولوی صاحب احسان الله هغه وینا رایاده شوه چې ویل یې: چې روسان وايي چې مونږ په خوبونو کښې لا ږیرې وینو او طالبان راځي... خو د دې تعبیر ته کېدای شي همغه وخت مرحوم اندېښنه درلوده،مرحوم مولوی صاحب پرحقه وو د ځنو خوبونو تعبیرونه ډېر وخت وروسته څرګندیږي د روسانو د خوبونو تعبیر اوس اوس د خلکو مخې ته ژوندی کیږي.
د مرحوم ملاصاحب محمدعمر مجاهد روح به ګیله کوي له روسانو سره د نوې یارانې د صفحې غوړېدل د اسلامی امارت پر تاریخ باندې یو تور داغ وګڼو که د اسلامی امارت د رښتینو شهیدانو او واقعي مجاهدینو لپاره یوه ستونځه او د هغوی قربانیو ته بې احترامي؟
له بله پلوه اسلامي امارت اوس د خپلو غړو او خپلو همسنګرو سره د جګړې او ورور وژنې ترخه تجربه پر مخ بیايي مګر دا د مظلومو افغانانو پر وژلو مو زړه ندی یخ شوی؟ ها د دې وطن کوم طالب او کوم مجاهد د کومې ګناه په تور یو له بل سره جنګوی او کوم جنایت په تور یې وژنی؟ اخر ولې د وروروژنې نوې سلسلې پرانیزی؟ اخر تر کومه دا د وینو د توییدو بهیر ته لمن وهی؟ له روسانو سره خبرې کولی شی له تهران سره خبرې کولی شی خو خپلو منځو کښې نه جوړیږی؟
د خپل هېواد له اسلامي احزابو سره جګړې او حتی له خپلو طالبو همسنګرو سره د جنګ ډګر ته ملا تړلی او لاسونه بډوهلی ځې خو د روسانو او تهران سره د مینې محفلونه جوړوې او د هغوی د یارانې په دود په تاجکستان کښې شمعې بلوې هلته چې استاد رباني د کولاب په اډه کښې تر تاسې وړاندې ستاسې تجربه تکرار کړه .
مونږ له دې سر ټکوو چې طالبان باید د شمال د ملحدې ټلوالې پر لاره او ګودر له پله اېښودلو ډډه وکړي،د تهران او روسانو دروازو ته ورتلل د اسلامی امارت د واقعي مجاهدینو پر قربانیو یو داغ جوړوي.
مه پریږدی چې د روسانو په لمن کښې مو د قربانیونتیجه بې ثمره شي مه پریږدی چې د اسلام دښمنان تاسې د شمال د مفسدې او ملحدې ټلوالی په څېر وکاروي،دا له اغزو سره یاري به ستاسې جامې څیرې او وشلوي او تاسې به لوڅ او بربنډ کړي،دا د شرم تور تاریخ به ستاسې لپاره بده پایله ولري ځکه خو دا د یو د بل د وژلو دا بدمرغه لړۍ ودروی!
د پوتین دروازې ته د خامنه اي دروازې ته د عذر او بښنې غوښتلو پرځای د خپلو ورونو اسلامی احزابو او هملارو طالبانو دروازو ته په عذر ورشی،دا به ستاسې عزت وي دا به ستاسې سرلوړي وي دا به تاسې ته د افرین او دعاګانو ټولې هیلې راټولې کړي.
له خپلو مومنو افغانو ورونو سره سوله او یوځای والی تاسی نه ذلیله کوي تاسې نه شرموي خو نړیوالو شیطانی قوتونو ته په عذر او کمزوری ورتلل ستاسې نړیوال او ابدي ذلت دی.
دا د خپل هېواد پر مظلومانو او سلګیو یې لږ فکر او غور په کار دی دا د روان جهاد او قربانیو پر مسیر او د شهیدانو د قربانیو پر هدفونو څو شېبې ځنډ کول او څو شېبې ورباندې درېدل زمونږ او ستاسو دنده ده.
د یوه هېواد اوسېدونکي یاست د اسلام د ستر او مبین دين پیروان یی د قربانیو او شهادتونو د لارې ورونه یې مګر ستاسې دا د اسلامی اخوت مینه چېرته ده چې تاسې د پوتین پرځای د خپل ورور تر دروازې ورولي او له هغه سره مو غاړه غړی کړي؟
مګر تاسې د مومنانو کوم مرصوص صف یاست؟ مګر تاسې کومه ودانۍ یاست چې هره خښته یې یو له بل سره تړاو نه لري؟
یقینا چې نفساني غوښتنې د امت راتلونکې له خطر سره مخ کوي ،په رښتیا چې د اسلام دښمنانو ته دوستۍ لاس ور وړاندې کول د ذلت کندو ته د ورتګ لارې جوړوي.
مګر د شرم وړ خبره نده چې یو طالب بل وژنې؟ مګر د شرم وړ خبره نده چې یو طالب خپل یو مخکنی ملګری د اسلامی دولت په نوم ووژني؟ مګر د شرم او ننګ ځای نده چې یو طالب یو مجاهد ووژني؟ پر کومه ګناه؟؟
ایا ستا دا مجاهد ورور تر پوتین او خامنه اي ډېر ستا دښمن وو چې تا ووژلو؟
ایا ستا دا مجاهد ورور د اسلام تر دښمنانو ډېر ستا د هېواد او دین دښمن وو؟
که نه وو چې یقنیا او هیڅکله ندی نو بیا دا ورور وژنه تر کومه؟
نو بیا د مظلومانو د غم ټغر پرانستل تر کومه؟
دا د مظلومو خویندو میندو اوښکې مو هېڅ نه دردوي؟
دا د هغوی د اولادونو د وژنې ننداره مو هېڅ زړه نه تنګوي؟
د پوتین تر دروازې رسېدلیه اخر لږ رحم پر دې مظلومانو درسره شته که نه؟
د ایمان کومه زره چې د په زړه کښې د توحید ناره اوچتوي هغه څه نه درته وایی؟ د حق تعریف نه درته کوي؟
د ورووژنې د حرمت ډبرلیک نه درته لولي؟
که یو لاس نه شی که د مسلمان د وینې حرمت ته درناوی ونه کړی نو ذلت به مو د تیاره فکر زیږنده وي،تل به د پوتین او اوباما دروازې ټکوی او د نورو په اشارو به خپل ولس وژنی او خپل ولس به ژړوی.
په درنښت