د ايـــمــــــان لار/۷ برخه

 
ليکوال: عبدالمجيد عزيز الزنداني
ژباړن: امين خاطر
په خدای (ج) د ايمان اهميت
هغه وړانګې چې تيارې له منځه وړي
څوک چې خپل خدای نه پيژني، په تيارو کې ژوند کوي،  او څوک چې خپل مالک او چلوونکی ونه پيژني ( مالک او متصرف يې چې هر ډول وغواړي هماغسې يې په ژوند او مرګ کې دخالت او تصرف کوي) په تيارو کې ژوند کوي، څوک چې د خپل پيدايښت په حکمت او هدف پوه نه وي په تيارو او ناپوهۍ که ژوند کوي، څوک چې د خپل پيداکوونکي لخوا د لارښوونې روښانه وړانګې ونه پيژني په تيارو او بدبختيو کې دي، څوک چې د خپل پيداکوونکي د خوښۍ لپاره د ژوند لاره ونه پيژني په ناپوهۍ او تيارو کې ژوند کوي، څوک چې په دې پوه نشي چې د ژوند لاره چې د مرګ په لور روانه ده، په تيارو کې ژوند کوي، او څوک چې له دغو تيارو او ناپوهيو څخه د ځان ژغورنې لار ونه وپيژني، په همدې تيارو کې به ژوند پر مخ بيايي او هيڅکله به هم ترې په وتلو بريالي نشي. که عاقل انسان په ښه توګه فکر وکړي نو په دې به پوه شي چې لوي خدای جل جلاله هر څيز په ډير مناسب ځای کې ځای پر ځای کړی دی او د خپلې دندې ترسره کولو لپاره يې برابر عيار کړی دی، که خپل بدن ته فکر وکړي نو وبه ويني چې هيڅ څيز او حتی يو ويښتنه هم د انسان په بدن کې بې ځايه ندی پيدا شوی، او يا هم د بدن هيڅ برخه او اندام نيمګړی او يا هم بې ځايه ندي نصب شوي. خدای جل جلاله د بدن د هرې عضوې او يا هم د بدن د هرې برخې دندې د هغې له جوړ شوي کيفيت سره برابر ټاکلي دي. همدا ډول د بوټو ټولې اجزاوې او اندامونه له بندونو، پاڼو، ګلونو او شاخو څخه نيولې تر ريښو او ميوو پورې په بهترينه بڼه پيداکړل شوي دي. او همداراز د د حيواناتو ټولې اجزاوې، غړي او اندامونه او د ځمکې ټولې اجزاوې له اوبو، خاورو، هوا، غرونو، شپو او ورځو څخه نيولې تر پسرلي، دوبي، مني او ژمي، ټول پر ځای او مناسبه بڼه پيدا شوي دي او همداډول د ستورو او ټولو څيزونو په جوړښت کې دومره دقت څخه کار اخيستل شوی دی چې بهترينه بڼه يې غوره کړې ده او له هغه يې لاښه ښکلي کول محال دي. ځکه چې پيداکوونکی هغه څوک دی چې پيدا کول کوي او نظم ورکوي، همغه دی چې د ګردو موجوداتو دندې يې مشخص کړي دي او لارښوونې ورته کوي:
 (الاعلی: ۲-۳){‏الَّذِي خَلَقَ فَسَوَّى وَالَّذِي قَدَّرَ فَهَدَى‏}
ژباړه: هغه (رب) چې پيدا کړل (ټول څيزونه) نو اجزاء اعضاء يې برابر او بې نقصانه کړل.
او همدا ډول د طه سورت په ۵۰م آيت کې د خپل پيغمبر موسی عليه السلام له خولې داسې فرمايي:
قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى (طه: ۵۰)
ژباړه: وویل موسی رب زمونږ هغه ذات دی چې ورکړي يې دي هر څيز ته (له مخلوقاتو) صورت شکل دده (موافق د کماله دده سره) بيا يې لاره هم ورښوولې ده (د ګزران).
که چيرته د پيداکوونکي په کارونو کې عاقلانه تدبر وکړو نو ځير به شو چې نوموړی ټولو (له واړه نيولې تر لويو مخلوقاتو پورې) ته لارښوونې کوي. عاقل بايد عقلا پايله تر لاسه کړي که خدای يې لارښوونکی دی او هغه به هم له خپلې لارښوونې او هدايت څخه له ياده ونه باسي.
انسان له لږ فکر وروسته هم د ځان په اړه د خپل پيدا کوونکي ټول عنايتونه او نعمتونه احساس کولای شي. هغه هوا ته اړ دی او خدای ورته هوا پيدا کړه. هغه اوبو ته اړ دی، او هغه يې هم ورته پيدا کړې. رڼا، خوراک او لباس ته اړ دی، ټول يې ورته برابر کړل. هغه يې د غوښې، وينې، غاښونو او د بدن د نور غړو محتاج کړ او بيا يې هر څه ورکړل. هغه يې د بدن د فضولاتو لرې کولو ته اړ کړی او د هغه لاره يې ورته برابره کړه. خدای هغه پيداکوونکی دی چې ددې نړۍ يوې وړوکې ذرې ته هم لارښوونه کوي، نو څنګه فکر کيدای شي چې مونږ يې له لارښوونې څخه بې برخې يو. انسان د لارښوونې رڼا ته اړ دی تر څو هغه د ناپوهۍ او ګمراهۍ له تيارو او د خپل ژوند په اړه يې له شکونو اوبې زړه والي څخه وساتي



دوام لري....