دسيندغاړو ملګرى

    ماکله هم نه غوښتل چې په خپلوشعرونواوسندروکې په وارواردکلي دکروندوپه منځ کې دروان سيند ددنګوچنارونوستاينه وکړم خودا ته او ستا يادونه دي چې ما په وار وار ددغه سيند درويايي منظروستاينې ته هڅوي .
   زما دغه سيند اوشنوځنګلونو ته هېڅ پام نووحتى مور مې هم په ماشومتوب کې دغه سيندته  له ورتلولومنع کولم چې هسې نه کومه ورځ مې اوبه يوسي اصلا داته وې چې په مادې دغه سيند اودځنګل په منځ کې نرۍ لاره له ځانه  هم ګران کړي وو اوس ته تللې يې خوانځورونه اويادونه د لاهم دسيند په مستنانه شوراوياغي څپوکې پاتې دي که څه هم دچنارهغه ونې چې ما اوتا پرې خپل نومونه ليکلي وو په سيند کې راغلوسېلابونو وړي خولاهم په پاڼه پاڼه اوهرڅانګه ستا ځورونکي يادونه درنګ په څېرخواره دي اوماته هغه شېبي يادوي چې دباران په مهال به دواړوپه ځنګل کې په مرغانوپسې منډې وهلې هغه مرغان به مو ونيول چې وزرونه به يې باران لامده کړي وو اود الوتو سېک به پکې نه وو
   ته اوس دلته نشته يې او زه دځنګل هغه باران وهلي مرغه ته ورته يم چې هرڅوک مې رانيولوهڅه کوي خوزما په لمدووزرونوکې نوردالوت توان نشته .
 
٢٥\\١٢\\١٣٨٧
                                         ننګرهارپوهنتون