
لکه مجنون چی په لیلا مین دی
داسی می زړه په پښتونخوا مین دی
خیر دی که سوزمه پروا می نشته
د پتنګ خوی می په رڼا مین دی
بی له وطنه می ژوندون نه شته دی
زړه خو می ځکه پری بیا بیا مین دی
مین که مړ شی خو ناره یی دا ده
له اشنا نه اوړی په اشنا مین دی
چی یی زمونږه جغرافیا ټاکلی
مطيع خو خود په خپل بابا مین دی