د ايـــمــــــان لار/ شپږمه برخه


ليکوال: عبدالمجيد عزيز الزنداني
ژباړن: امين خاطر
په خدای (ج) د ايمان اهميت
تر ټولو ستره اړيکه
هر عاقل انسان دا احساسولای شي د خپل پيداکوونکي د بې ساري او بې حده واک په مقابل کې ډير کمزروی او ناتوانه دی، او هماغه د واک څښتن دی چې په هره بڼه وغواړي د انسان په ټولو چارو کې لاس وهنه وکړي. عاقل انسان د خپل پيداکوونکي د بې ساري قدرت په مقابل کې پر خپلې کمزورۍ اګاه دی او په دې عقيده دی چې پيداکوونکی يې مالک او خالق دی او دی مملوک او مخلوق. او پيدا کوونکی يې باعزته او قوي دی او دی يې ناتوانه، کمزوری او محتاج بنده دی. پيداکوونکی يې غني او دا فقير. پيداکوونکی يې پر هر حاکم او مسلط دی او دی ورته په هر څه کې تسليم او د امرونو پلي کوونکی. او انسان يو سرګردانه، ناپوه او حيران موجود دی او پيداکوونکی يې لارښوونکي او پوه مرشد دی چې انسان ته يې ټول هغه څه وروښودل چې نه زده يې نه وو. نو پس دغه پيداکړل شوی، مملوک، ناتوانه او ويريدلی انسان هغه پياوړي، د هر څه مالک، لارښوونکي او بخښونکي پيداکوونکی ته څه ضرورت لري؟ او څوک ډير محتاج دي له فقير، تسليم شوي او امر پلي کوونکي بنده څخه غني، حاکم، مسلط او قهار پيدا کوونکي ته؟ او څوک بيخي ډير محتاج دي له حيران، مشکوک او ناپوهه بنده څخه د خپل پيداکوونکي لارښوونې ته چې بيشکه لارښوونکی او پوه دی؟
انسان په ډيرو ستونزمنو حالاتو کې خپل پيداکوونکي او پالونکي ته محتاج وي، او هغه له خپل پيداکوونکي او پالونکي سره له ښې اړيکې پرته بله چاره نلري او هر مهال چې ددې اړيکې په جوړولو بريالی شو نو تل به له ډار او سرګردانيو څخه خلاصون ومومي او د خپل خدای تر رحمتونو لاندې به ژوند وکړي، له ډاډ او اعتماد سره مل نيکبخته ژوند به يې په برخه شي، هماغسې چې د مؤمنانو په په حالاتو او اوضاعو کې ښکاري، او هماغسې چې د اسلام او مسلمانانو له تاريخ څخه ترلاسه کيږي کولای شو داسې حالات او روحيات په تيرو لرو او نږدو وختونو کې درک کړو، او هيڅکه هم دا خدايي نيکبختي تر هغه مهاله نه ترلاسه کيږي تر څو چې د خالق او مخلوق تر منځ تر ټولو مهمه اړيکه چې د مخلوق لخوا خپل خالق باندې د زړه له تله ايمان دی، تحقق نه وي پيدا کړی.
نو انسان مجبور دی چې په خپل خدای ایمان راوړي. او په هغه رسول چې د خدای په لور دده لارښوونکی دی او هماغه دی چې دغه پياوړې اړيکه جوړوي، او دا په دې بل دليل دی چې د انسان لومړنۍ دنده د خپل خدای جل جلاله پيژندګلوي او او د هغه د پيغمبر تصديق دی.
 
... دوام لري ...