
لنډه کیسه
ډېر کلونه وشول چې دښاردې برخې ته او دبسونو دې تمځې ته نه ومه راغلې ، خدای خبر چې څنګه نن په دې لاره رابرابره شوم . دتمځي په لیدو سر راباندې وڅرخېده ، نږدې و چې دسرک دغاړي لښتي کې مې پښه لاړه شي او دلښتي په تورو اوخیرونو اوبو باندې مې بوټ اوپایڅه دواړه لانده شي . ښه و چې محسن راسره و ، ترمټ یې ونیولمه او راته یې وویل : - ولې ؟ ګرانې ښه خو یې ؟ - هو ښه یمه هسې سر راباندې وګرځېده . - ته ځه لږ شیریخ درته واخلمه ګرمي ده . ماهم دسرپه ښورولو دښه اشاره ورته وکړه ، تمځای ته مخامخ شیریخ فروشۍ ته ننوتو ، دشیریخ فروشۍ اول صالون له نارینو ډک و ، مونږ لږ مخ ته لاړو ، محسن په صالون کې ځواړنده خیرنه پرده لرې کړه . دا دویم صالون دمېرمنو اوکورنیو لپاره ځانګړی شوی و ، دننه یوازې یو میز خالي و ، نور دټولو میزونو ترشا ښځې او نارینه ناست ول . لا په چوکۍ سمه ناسته نه وم چې دشیریخ فروش شاګرد دننه شو ، د محسن سرته ودرېده ورته یې وویل: - شیریخ ، ژاله ، ملایی ، ایس کریم ؟ - دوه شیریخه او یو ایس کریم . - ډبل که سینګیل ؟ - نه سینګل محسن ورو راته وویل : - ښه نه ښکارې داسې اوتره اوتره یې ولې خیریت خوبه وي ؟ - نه ښه یمه هیڅ هم نه دي . دې وخت کې ستونی مې راډک شو ، خو ما زړه ټینګ کړ لاندې مې کتل ، ځان مې دخپل بوټ په لګیدلي ګل باندې مصروفه کړ ، خو محسن راباندې غږ وکړ : - ولې بوټ دې شلېدلی دی ؟ - نه ګل یې شلېدلی ؟ - ځه خیر چې اوس ووتو منډوي نږدې ده نور ښایسته د وطن د ساخت بوټونه به درته واخلمه ، دفتر کې یې زمونږ همکارانو اخیستي زیات ښایسته دي . خو ماځان نشو کنترولوی ، دثناګل خبرې او هماغه وروستۍ خبرې یې چې په همدې تمځي کې راته کړې وې ، یو په یو مې په زړه راګرځېدې ، چې څنګه یې راته وویل : . - نور درسره یو قدم هم نشم اخیستی نوره په ما طلاقه یې - وئ څه وایې ! ځوانیمرګه دلاسونو نکریځې مې لا تللي نه دي ولې څه ګناه څه خطا ؟ سترګې یې له اوښکو ډکې وې په ډډ ستوني یې زیاته کړه ، چې له نسیمې پرته ژوند نشي کولی ، ده سوچ کاوه چې ټوکې به وي خو اوس له هغې پرته ژوند ورته دمرګ معنا لري . دشیریخ خرڅونکي شاګر دمیز دپاسه دشیریخو وړې وړې دوه کاسې کېښودي ، او یوې شیریني دانۍ کې یې ایس کریم هم دمیز دپاسه کېښود . محسن پوه شو چې ولې مې وضعیت خراب شو ، ولې هغه ته مې کیسه کړې وه ، چې همدې تمځي کې ثناګل یوګل اوبه کړ ، او دلارې په سر یې پرېښودمه ، دی پخپله مخه لاړ . زما لاس باندې یې لاس کېښود راته یې وویل : - هغه بیغریته بیا درپه یاد شو ؟ د داسې بې رحمه انسانانو نوم اخیستل ګناه ده . ته یې لا یادونه تازه کول غواړې. - نه هغه خبره نه ده هغه دې ورک شي نوم دې ورک شي . څلور کاله خو مې دخلکو پیغورونه واورېدل ، کوټه قلفۍ مې تېرې کړې ، ماته هم یوه معما وه چې ددوه میاشتو ناوې ته دې خاوند بې ښه اوبده دیوې بازارۍ مینې لپاره څنګه طلاق ورکوي . محسن موسکۍ شو سریې وښوراوه ، زیاته یې کړه : - هغه کمعقل و خدای پرې نه وې پېرزوکړې ، ښه شو چې طلاق یې درکړ او زما په نصیب شوې . دمحسن دې خندا اوخبرې زړه ته سکون راکړ ، شکر مې وویست چې محسن خدای راسره برابر کړ او دیوازیتوب څخه راووتمه ، دشیریخو یوه یې خپلې مخې ته کېښوده اوبله یې زما مخې ته دایس کریم سره دخوړولو اشاره یې په مهربانه انداز باندې وکړه . دې وخت کې دمحسن په موبایل مسیج راغی ، چې تړنګ یې زما فکر بیرته پریشانه کړ ، هغه زر خپل موبایل ماته راکړ موسکی شو راته یې وویل : - هن واخله د ورور مسیج مې ده ، وې لوله ، دکومې نسیمې مسیج نه دی هههههه : ما ورته وویل : چې زه په تاباور لرم ، خو هغه قسم وکړ چې پوره اونۍ به موبایل ځان سره نه ګرځوي ترڅو ماته کومه اندېښنه راپیدا نشي ، تر شیریخ خوړولو وروسته دبوټونو یوې مغازې ته ولاړو او یوه جوره ښایسته بوټونه یې راته واخیستل .