کیسه لیکنه؛ لومړني ګامونه:

 
سړی که هرې څانګې ته ننوځي هر څه چې غواړي زده کړي دهغې څانګې په اړه په شخص کې له وړاندې یوې زمینې ته اړتیا شته په هنر کې هم د ځینو په باور د هوښ او احساس شتون هغه چاته اړین دی چې دې څانګې ته ننوځي. د نړۍ نامتو او اصیلو هنرمندانو او د هغوی ژوند ته که وګورو همدغې چارې ته متوجه کېدای شو.
د هوښ مطلب هم له منځنۍ کچې د زیات هوښ درلودل او د حساسیت معنی هم د نورو په پرتله په خپل ځان کې ددغه کسانو هغه پیاوړی حس دی چې دهغه پېښو په اړه په غبرګون کې څرګندېږي چې دهغه په اړه یا هم په نړۍ کې د پېښو په وړاندې ښودل کېږي. خو وېلای شو چې هوښ او حساسیت د هنر ډګر ته د ننوتو لپاره دوه لازم څیزونه دي.
کله چې دغه ځانګړنې په یو کس کې راوټوکېدې او له یو روزل شوي هنري ذوق سره ملې شوې نو یو هنرمند به ومومو، یعنې داسې هنرمند چې یواځې هنري استعداد او پوهه لري خو تراوسه د استعداد په ډګر نه وي ښکاره شوی. ددغه استعداد د فعالېدو لپاره مطالعې، څېړنې او ډېر تمرین ته اړتیا شته چې په اړونده څانګه کې باید ترسره شي، تر څو ددغې څانګې ټول آرونه، لوړې ژورې ، ستونزې او آسانۍ وګوري او په دې برخه کې یون ته دوام ورکړي.
د کیسه لیکوالۍ لپاره هم باید یو لړ پړاوونه کچ شي چې پکې د ډېرو زیاتو کیسو لوستل هم شامل دي، یعنې پدې برخه کې باید زیات زیار وایستل شي، د پخوانیو او اوسنیو کیسه لیکوالو کیسې ولوستل شي، د کیسې په برخه کې څېړنې وشي، کار وشي او لنډه دا چې د کیسه لیکوال کېدو لپاره باید دا ګڼ شمېر ستونزې ټولې وزغمل شي او دا به ټول لومړني پړاوونه وي او بالاخره د پخوالي او کمال لپاره یون هم باید له پامه ونه غورځول شي.
وايي لیو تولستوی د جنګ او سولې دوه زره مخیز ناول اووه ځله پاک نویس کړی بیا نو هغه د نړۍ د ادبیاتو په نوابغو کې شمېر ل شوی.
ارنست همینګوې وايي د زوړ سړی او سمندر کیسه یې له دوه سوه ځله زیاته بیا بیا کتلې. نو دا چې سړی ووايي چې یواځې هنري استعداد به اړین وي او هڅه او کار نه غواړي ناسمه خبره ده او یواځې هنري ذوق او استعداد هم سړی کوم ځای ته نه شي رسولای.
که سړی د نړیوالو او پخو کیسه لیکوالو ژوند ته ځیر شي هم دا چاره مندلای شي، چې هوښ، احساس، هڅه او زیار د استعداد په فعالولو کې ونډه درولودلې ده، او بیا د ډیر کار او هڅو پایله وي چې هغوی په دې څانګه کې پخوالي او کمال ته ځانونه رسولي دي. دهغوی په اړه معلومات هم اړین دي.
 
 
څنګه پیل کړو؟
څوک چې غواړي کیسه لیکوال شي حتما باید له کوچینوالي کیسې ولولي، ډیرې او په بیا بیا یې ولولي، خو دا ټینګار ددې معنی نه لري چې دغه راز مطالعه به شخص یواځې په کیسه پورې محدود کړي.  د کیسه لیکوال کار له انسان او ژوند سره دی، انسان یو څو اړخیز موجود دی او د خپل ژوند په اوږدو کې له ټول پنځون سره اړيکي لري.
نو لیکوال په خپلو کیسو کې د یو بشپړ انسان د سمې او دقیقې طرحې لپاره اړ دی چې د پنځون، نړۍ، طبیعت، ځان او نورو موجوداتو په اړه بشپړ پېژند ولري. هغه داسې تاریخ او مخینه لري چې پدې لاره کې یې تاریخې ماتې او بریاوې درلودلې دي، ازموینې او تیروتنې یې کړې دي، خام وو پوخ شوی تر څو په ننۍ بڼه اوښتی دی. ډېر څه موندل کېدای شي، له ډېر څه پرده پورته کېدای شي او کیسه لیکوال کولای شي چې په یوه نړۍ کې بله او په بله کې بله نړۍ وپنځوي.
کیسه لیکوال اړ دی چې د کیسه لیکنې لپاره د پنځون، نړۍ، طبیعت، ځان او نورو موجوداتو په اړه پلټنې وکړي او معلومات ولري او تر ټولو مهمه داده چې انسان یواځې مادي او جسماني بعد او اړخ نه لري بلکه ژوره او پېچلې روحي او معني برخه هم لري باید دغه اړخ هم په ښه توګه وپېژندل شي او په دې اړه مطالعې وشي.
ددغه پړاوونو له کچ کولو وروسته هغه ځان ته په یو نوي نظر ګوري، ګڼ شمېر موضوعګانې مومي نوي اړخونه کشفوي او ډیر څه ته متوجه کېږي. هغه باید وکولای شي چې د عادت او ورځني والي په چاره غلبه وکړي او هېڅ څیز عادي او معمولي ونه ګڼي بلکه هر څه داسې وویني چې ګواکې د لومړي ځل لپاره یې ویني. هغه مهال به وګوري چې داسې بهیرونه او ښکارندې( پدیدې) مومي چې د نورو په نظر معمولي ژوند دی او څوک ورته نه وي متوجه شوي.
یو نامتو کیسه لیکوال وايي: هغه څه چې سړی غواړي په کیسه کې بیان کړي، باید زیاته موده یې په ځیر وګوري تر څو وکولای شي چې داسې یو اړخ پیدا کړي چې له دې وړاندې هېچا نه وي ویلی
لیو تولستوی مشهور روسی لیکوال وايي: د احساس د لېږد هنر تجربه شوی دی.
په حقیقت کې یو هنري اثر هغه مهال پنځول پیلوي چې هنرمند په یو هنري چوکاټ کې د یو احساس په لېږد لاس پورې کړي، په داسې ډول چې له دې وړاندې هغه په ترټولو ژوره توګه ازمویلی وي.
که یو هنرمند د داسې څیزونو  او حِسونو په انځورولو بوخت شي چې ورسره ژوره آشنایي نه لري کار یې هنري اصالت نه لري، له همدې امله به پنځول شوی اثر د یو ارزښتمن اثر په توګه په مخاطبانو او لوستونکو اغېز ونه کړي.
وروستۍ او بله چاره بیا د خپل کار له عناصرو او موضوع سره د هنرمند د عشق او علاقې سره اړه لري یا په بله وینا د یو هنري اثر د اغېزمن او جذاب کېدو یو شرط هم دادی چې هنرمند تر څو په خپله د یوې موضوع تر اغېز لاندې نه وي راغلی د هغه په اړه دې د اثر پنځولو هڅه نه کوي. ځکه چې (خبرې یواځې هغه مهال په زړه کېني چې له زړه پورته شوې وي).
 نور بيا ...