د ايـــمــــــان لار/ پينځمه برخه

 
ليکوال: عبدالمجيد عزيز الزنداني
ژباړن: امين خاطر
په خدای (ج) د ايمان اهميت
د اعدام په ميدان کې د څه شي انتظار کوو؟
ته او هر هغه څوک چې په دې خاورينه کُره کې ژوند کوئ، بالاخره او که خدای کول يو سل کاله وروسته به د په ځمکه کې د مړو په کتار کې راشئ. خدای جل جلاله د النساء صورت په ۷۸م آيت کې فرمايي:
أَینَما تَکونُوا یدْرِککمُ الْمَوْتُ وَلَوْ کنتُمْ فِی بُرُوجٍ مُشَیدَةٍ (النساء: ۷۸)
ژباړه: هر چيرته چې اوسئ تاسې وبه مومئ تاسې لره مرګ اګر که اوسئ تاسې په برجونو (په کلاګانو، ماڼيو) ډيرو لوړو محکمو مظبوطو کړی شويو کې)
يعنې که هر څومره مظبوط، محفوظ، مامون او بې ويرې ځای کې واوسيږئ خو بيا هم د مرګي له لاسه ځان نه شئ ژغورلی او هرومرو مرګ تاسې ته دررسيږي. ځکه هر يوه لره مرګ مقدر او مقرر شوی دی او په خپل وخت کې خامخا هر چاته هر چيرې راتلونکی دی.
نو ته د مرګ له يوې مړۍ څخه بغير بل هيڅ هم نه يې او د هغې صحنې منتظر يې چې کله به درباندې غږ کوي، تر څو له دې نړۍ څخه ووځي. بالکل هماغسې لکه يو څوک چې د ډيرو خلکو په منځ کې چې ټول په اعدام محکوم شوي وي او د هغوي په کتار کې هم د خپلې نوبت انتظار وباسي او په دې هم پوهيږي چې د تيښتې ټولې لارې يې پرمخ تړلي دي او په ټاکلي وخت به يې نوبت رارسيږي. امکان لري چې داسې وخت راشي چې خپله ورځ له ژونديو سره پيل کړې او ناڅاپه د شپې لخوا په مړو کې وشميرل شې، او يا هم برعکس د شپې لخوا له ژونديو سره اوسې او سهار د مړو له جملې څخه واوسې. بالاخره به مړ شې.
خداي جل جلاله د (ق) سورت په ۱۹م آيت کې فرمايلي دي:
وَجَاءتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ذَلِكَ مَا كُنتَ مِنْهُ تَحِيدُ (ق: ۱۹)
ژباړه: او راغلي بې هوشي سختي د مرګ لپاره ددې چې پّ سترګو يې ووينې په حق سره، دا مرګ هغه دی چې وې به ته له ده څخه په څنګ کيدونکی او نه وې پرې اقرار کوونکی.
ستا ژوند د ورځو له تيرولو پرته بل څه ندي او هره ورځ چې پر تا تيريږي نو ستا د ټاکل شوي عمر او انتظار څخه به کميږي او د مرک لحظې ته نږدې کيږي، خداي جل جلاله فرمايلي دي:
قُلْ إِنَّ الْمَوْتَ الَّذِي تَفِرُّونَ مِنْهُ فَإِنَّهُ مُلَاقِيكُمْ ۖ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلَىٰ عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ (الجمعه: ۸)
ژباړه: ووايه (اې محمده! دغو يهودانو ته) بيشکه مرګ هغه چې تښتئ تاسې له هغه نه (او نه يط غواړئ) پس بيشکه هغه مرګ ضرور رسيدونکی دی تاسې ته بيا به بوتلی شئ تاسې په لوري د (هغه) ښه پوهيدونکی په پټو او په ښکاره وو باندې پس خبر به کړي تاسې په هغو (کارونو باندې) چې وئ تاسې چه کول به مو (په دنيا کې نو جزاء به پرې درکړي).
خوښ او يا نا خوښ به له دې نړۍ څخه لاړ شئ، نه دا چې يواځې ته به لاړ شې، بلکه حاکمان، رييسان او مالداران به هم لکه ستا او ستا په شان نورو غوندې لاړ شي، ټول ملتونه او امتونه به لاړ شي، هماغسې چې پخواني ملتونه او امتونه لاړل، او ټول خلک بې له دې چې د خپل پيداکوونکي په واک کې وي بل هيڅ څيز هم ندي او خداي جل جلاله هغوي ته ژوند ورکوي او بيرته يې مړه کوي، او دا ټول د هغوي له اجازې پرته او واک څخه وتلي دي او همدا انسان دی چې خپل مال، واک غوښتنه، حرص، د عزيزانو او ملګرو مينه، خپل علم، عمل، تجربه، تخصص، سالمتيا، ښکلا او واک پريږدي او بيرته يې صورت هغه بڼه غوره کوي چې له پيله څخه هماغسې وو، يعنې بيرته د خاورو بڼه غوره کوي، او داسې صحنه به پرې راشي چې د بدن غوښې، هډوکي، کولمې او نورې برخې به يې ټوټه ټوټه شي او دغه قوي، ښکاره او ښکلی هيکل به يې لکه د خوسا هډوکو ورته شي او د خروار خروار خاورو لاندې به دفن وي. ته به هم هومره پاتې شې لکه نور چې پاتې شوي وو، نو آيا کله دې له ځان څخه پوښتنه کړې چې ستا د تګ حقيقت او کار پای او زوال څه شی دي؟ او آيا پوهيدلی يې چې په راتلونکي وخت به درباندې څه وشي؟
نور بيا...