عادلانه جګړې په مسیحیت کې: لُمړۍ څپرکی؛ شپږمه برخه

 
د مسیحیانو په څلورګونو انجیلونو کې د جګړو نه کولو او په سوله او ورورۍ کې د اوسیدلو آیاتونه ، چې د هېڅ ډول جګړو څرک نه په کې ښکاري په لاندې توګو دي:
لکه چې وړاندې مو ولوستل چې د عیسویانو په دیني کتابونو(انجیلونو) کې د هېڅ ډول جګړه ییزو کړنو یادونه نه ده شوي، تر دې چې د دفاعي جګړې (ځان ساتنې) ذکر هم نه تر سترګو کیږي. عیسیَ(ع) خلک له هر ډول جګړو او تاؤتریخوالي څخه منع کړي دي او انسانان د سولې او ورورۍ پر لور رابولي، عیسیَ(ع) جګړه بده او ناوړه بللي ده او سوله یې بهتره او ښه بللي ده، په دې اړه عیسیَ(ع) ویلي دی:«زه دې نړۍ ته د عدالت لپاره راغلی یم چې ړانده بینا کړم او بینا ړانده کړم.» (یوحناانجیل ۹،باب، ۳۹)
«غل د غلا بلکه د قتلونو او تباهۍ لپاره راځي او زه دې له راغلی یم چې خلک ژوندون ومومي او ډېر یې ومومي.» (یوحناانجیل ۱۰، باب، ۱۰)
عیسیَ(ع) تر دې پورې له وژنو څخه کرکه درلودله،(د عیسویانو په نظر) چې خپلو قاتلانو ته یې هم له خدای تعالیَ څخه بخښنه وغوښتله، ده وویل:«پلاره!(؟) دوی معاف کړه! ځکه چې هغوی نه پوهیږي چې څه کوي» (لوقا انجیل ۲۳، باب، ۳۴)
دا شان د متي او مرقُس په انجیلونو کې د وژنو او نورو ناوړه کړنو په برخه کې په دې توګه راغلي دي:«قتل مه کوه، زنا مه کوه، غلا مه کوه، د دروغو ګواهي مه کوه. د مور او پلار عزت کوه او د خپل ګاونډي سره د ځان په شان مینه کوه.» (متي انجیل ،۱۹،باب، ۱۸/۱۹)
«قتل مه کوه، زنا مه کوه، غلا مه کوه، د درواغو ګواهي مه کوه، ټګي مه کوه او د خپل مور او پلار عزت کوه» (مرقسانجیل ،۱۰، باب، ۱۹)
« تاسو اوریدلي دي چې زموږ پلارونو ته ویل شوي وو،«قتل مه کوئ، هغه څوک چې قتل وکړي هغه ته به خامخا په عدالت کې سزا ورکړی شي.» (متي انجیل ۵، باب، ۲۱)
 عیسیَ(ع) ترهګرې جګړې نه مني، خو دفاعي جګړې یې هم نه دي خوښې کړي، وایي چې، هغه مهال چې د یهودیانو مذهبي مشران د عیسیَ(ع) د نیولو لپاره ورغلل نو د عیسیَ(ع) یو تن زدکوونکی(پطرس) د یهودو د مذهبي مشرانو پر یوه تن ساتونکي باندې د تورې برید وکړ، خو عیسیَ(ع) خپل شاګرد له دغې دفاعي جګړې څخه منع کړ او هغه ته یې وویل:«خپله توره په تیکه کې کېږده، څوک چې توره چلوي په تورو مري.» (متي انجیل، ۲۶، باب،۵۲، آیت)
عیسیَ(ع) خلکو ته ښؤنه کوي چې د خپلو دښمنانو پر وړاندې غبرګون ښکاره نه کړي، د دوی ناوړه کړنې په سړه سینه وزغمي او خلکو ته یې د قصاص(بدل) اجازه هم نه ده ورکړي، په دې تړاؤ لاندې سپارښتنې شوي دي:
«تاسو خبر یئ چې هغوی ته ویل شوي وو چې«د خپل ګاونډي سره مینه کوئ او د خپل دښمن څخه کرکه.» خو زه درته دا وایم چې د خپلو دښمنانو سره مینه کوې او څوک چې په تاسو ظلم کوي د هغو لپاره دُعا غواړئ، چې په دې تاسو د خپل آسماني پلار زامن شئ.» (متيانجیل ۵، باب، ۴۳/۴۴/۴۵)
«... د خپل دښمن سره مینه کوئ او هغه څوک چې ستاسو سره کینه لري د هغوی سره ښه کوئ؛ د هغو لپاره برکت غواړئ چې پر تاسو لعنت کوي؛ او د هغو لپاره دُعا کوئ څوک چې پر تاسو تهمتونه لګوي؛ که یو سړی تاسو په یوه مخ ووهي، نو هغه ته بل مخ ورواړوه ... .» (لوقا انجیل ، ۶، باب، ۲۷،تر۳۰پورې؛ لوقا انجیل، ۶، باب، ۳۵)
« تاسو خبر یئ چې دا ویلی شوي وو چې، د سترګې په بدل کې سترګه او د غاښ په بدل کې غاښ، خو زه تاسو ته دا وایم چې د هغه سړي پرخلاف مه درېږئ، څوک چې در سره بد کوي، که څوک په ښي مخ څپېړه درکړي نو چپ مخ وروړاندې کړه.» (متي انجیل، ۵، باب، ۳۸/۳۹)؛ لوقا انجیل، ۶،باب، ۲۹، آیت)
 دا شان حضرت عیسیَ (ع) د اشغالګرو ځواکونو پر وړاندې هم له دفاعي جګړې او پاروونکو خبرو څخه ډډه کړي ده، وایي چې له عیسیَ(ع) څخه وپوښتل شول چې د روم قیصر ته خراج ورکول روا دی که ناروا؟ نو ده د یوه سکه وغوښتله او هغو کسانو د سپینو زرو یوه سکه ورکړه، عیسَی(ع) وپوښتل:«دا د چا تصویر دی او د چا نوم دی؟» هغوی ځواب ورکړ(دقیصر) هغه دوی ته وویل: څه چې د قیصر وي، هغه قیصر ته او څه چې د خدای وي هغه خدای ته ورکوئ.» (متيانجیل ۲۲،باب، ۲۰/ ۲۱)
عیسیَ(ع) د سولې راوستونکي او رحم کوونکي بختور بللي او وايي چې په خپلو منځو کې ښه سلوک کوئ او په سوله کې سره ژوند وکړئ، په دې باب وایي:«بختور دي هغوی چې رحم کوي، په هغوی به رحم وکړی شي. بختور دي د امن راوستونکي، خدای به هغوی ته خپل زامن(؟) ووایي.» (متي انجیل، پنځم باب، ۷/۹، آیت)
«... په خپلو کې مالګه وساتئ او د یو بل سره په سوله کې اوسېږئ.» (مرقس انجیل ،۹باب، ۵۰)
«د خلکو سره داسې سلوک کوئ لکه چه تاسو غواړئ چې هغوی یې له تاسو سره وکړي.» (لوقا انجیل ، ۶، باب، ۳۱)
حضرت عیسیَ(ع) ویلي دي چې لُمړۍ د خدای سره د زړه مینه ولرئ او په دوهم قدم کې د خپلو ګاونډیانو سره او دا دوه حکمونه یې د شریعت او نبیانو د تعلیم بنسټونه بللي دي، په دې اړه د عیسویانو په درې ګونو انجیلونو کې راغلي دي« ته د مالک خدای سره د زړه په راستۍ، په پوره روح او په پوره عقل سره مینه ولرئ، دا له ټولو څخه لوی او لُمړی حکم دی او دوهم حکم په دې شان دی چې، د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوئ. د شریعت او د نبیانو د تعلیم ټول بنسټ په دې دواړو حکمونو(باندې ولاړ) دی.» (متي انجیل ۲۲، ۳۷/۳۸/۳۹/۴۰؛ (مرقسانجیل ،۱۲،باب، ۳۰/۳۱؛ (لوقاانجیل ۱۰،باب، ۲۷)
عیسیَ(ع) د اسرایلو پرعکس، تر هغې پورې د وژنو او زورونو مخالف ؤ چې یوه ورځ ځینو یهودانو یوه بدکاره ښځه د سزا ورکولو لپاره راوستله خو ده هغې ښځې ته سزا ورنه کړه او له مرګ څخه یې وژغورله:«اسرایلو یو ښځه چې په زنا نیول شوي وه عیسیَ ته راوستله او ورته ویې ویل:«استاذه! دا ښځه په زنا کولو ونیول شوه. موسیَ په شریعت کې ویلي دي چې داسې ښځې دې سنګسار کړی شي، ته په دې هکله څه وایې؟» عیسیَ(ع) وویل:«په تاسو کې د هغه څوک په دې(ښځه) باندې لُمړی کاڼی وولي چا چې هېڅ ګناه نه وي کړی»... په پای کې عیسیَ(ع) هغې ښځې ته وویل: «او زه د هم مجرمه نه بولم، ته تللی شې، خو بیا ګناه مه کوه.» (یوحناانجیل ۸،باب، ۵، ۷، ۱۱)
د لُمړي څپرکي پای؛ دوهم څپرکي د یهودو د عادلانه جګړو په اړه دی.