پخواني شغالان بیا څه غواړي؟



دوی نیت لري چې یو ځل بیا د زمري څرمنه واغوندي او په مختلفو پلمو د دې ملک ټولنیز، سیاسي او اقتصادي نظام بیا را نسکور کړي او خپل ځانونه په خپله واکمن کړي. خو دا ځل به پدې غوروهیڅوک هم ونشي ډارولی، نه خلک او نه هم نظام... ځکه چې اوس غیر له ځینو تالي څټو او کاسه څټونکو نورڅوک نه دي ور پاته. شکراوس خلک هم پوهیږي چې دا ملي خاینان له خارجي استخباراتو نشي ښوریدلی او ټول له آی اس آی سره تړلي او ګراو دي او داسې فلمونه یې ترېنه ډک کړي چې دوی خو لا پرېږده چې لمسيان او کړواسيان به یې هم غلامي کوي.

سیاف وايي چې د ملک په دفاع کې باید له مجاهدینو نه استفاده وشي.... د ملي اوردو، ملي پولیسو او ملي آمنیت په شتون کې مجاهد څه کاره دی؟ زه غواړم وپوښتم چې دا ملک چا داسې در په در کړ؟ دا لارې او کوڅې، پلونه، دا کلي اوښارونه، جادې او مکتبونه چا وران کړل؟ د کابل
۸۵ زره ښاریان په خپل منځي جګړو کې چا ووژل؟ د ملک اداري سیستم چا وران کړ؟ ملي اوردو چا منحل او ټانکونه، طیارې او توپونه چا کباړ او په پاکستان خرڅ کړل؟ په انګریزانو او آمریکایانو چا ځانونه ساړه کړل« بې آدبي معاف»، عربي تروریستانو ته د« مجاهد» په نوم چا ښځې په نکاح ورکړې؟ باندینیو استخباراتو ته چا جاسوسي وکړه؟ څوک میلیونران شول؟ د هېواد ټولې ځمکې چا غصب کړې؟ ملي معدنونه چا غصب کړل؟ همدې منافقانو او ملي خاینانو، کومو چې همدا اوس د ثبات او ساتنې په نوم یوه شورا چې په حقیقت کې د غلو او جنایتکارانو یو ایتلاف دی، را منځ ته کړ اوغواړي چې دغه وکړي او هغه وکړي.... 

پخوانیو شغالانو ته پکار ؤ چې شکر یې اېستلی وای چې خلکو لا تر اوسه ژوندي پرې ایښي. خو سربېره پر دې هم دوی کرار نه کښیني. خپل رزالت، منافقت او ملي خیانت ته دوام ورکوي او د رښتينو مجاهدینو او شهیدانو په وینو ملنډې وهي. اوس یې ځانونه په لوی لاس تباه کړل. ځکه چې نور د خلکو حوصیله پای ته رسیدلې او اوس هرڅوک پوهیږي چې د دوی د بدبختیو اصلي عاملین همدا شغالان دي او انشالله داسې به یې نابود کړي چې نوم او نشان به یې ورک کړي. که د مجاهد په جامه کې ؤ، یا د طالب او داعش په جامه کې دي، له دوی نه خلک ډېر وکړیدل. زه نه پوهېږم چې د بشر د حقونوکمیسیون په څه شي بوخت دی؟ او دا د تاريخ تر ټولو خونړي او تورمخي مجرمان یې ولې آزاد پرې ایښي؟ د دې قاتلانو، غاصبانو اوملي خاینانو لپاره ښه او په امن کې ځای زندان دی. په همدې هیله زه د دې خونخوارو دا کار په کلکه غندم او وایم چې مرګ دې وي په ټولو ملي خاینانو‼