ليکوال: عبدالمجيد عزيز الزنداني
ژباړن: امين خاطر
نو د بشر لومړنۍ دنده د خپل پيداکوونکي پيژندنه ده. که ښه فکر وکړو نو وينو چې د خلکو، هيوادونو او قبيلو تر منځ د اختلافونو سرچینه د خپل پيداکوونکي نه پيژندنه او د خپل پيدايښت په حکمت نه پوهيدنه ده. ځکه چې انسان دومره حريص او زيات غوښتونکی دی چې که ورته وواياست چې نيمه ځمکه ستاسو شوه نو وبه وايي چې دا نيمه نوره هم غواړم. نو څرګنده ده چې ددې حرص او زيات غوښتنې پايله بې له ختمېدونکو او نه حل کېدونکو اختلافونو پرته بل څه ندي. او په ځانګړې توګه د کفر او خدی نه پيژندنې تر سيورې لاندې دا اختلافونه لا ډېريږي، ځکه مشرک او يا هم کافر په دې معتقد دی چې ژوند د نړۍ په همدې څو ورځو کې راغونډېږي، هغه ددې نړۍ له خوندونو او خوښيو پرته په بل څه فکر نکوي او خيال کوي چې دا ټوله نړۍ هم دده د خوندونو او ګټو پوره والی نشي کولای، نو داسې کس له داسې فکر سره کله کولای شي چې د نړۍ ميليونونه خلک برابر وګڼي. هغه غواړي چې ګرده نړۍ دده ملکيت او دده په خوښه واوسي، نور مجبور دی چې د خپلو هميشنيو خوندونو او ګټو لپاره له خپلو همنوعو سره په جګړه شي. له دې به يې خلاصون نه وي چې تل به کورنۍ کې د کورنۍ له غړو، له ورور او ټولنه کې له ګاونډي او نورو همنوعو سره په جګړه وي. د مختلفو منطقو، قبيلو، ټولنو او ګوندونو تر منځ نښتو څخه به خلاصون نه وي، د تړون کوونکيو هيوادونو تر منځ به هم په حتمي توګه نښتې رامنځ ته کېږي او واقعيت دادی چې هيڅوک به هم د خپل ژوند او امکاناتو لپاره ونه غواړي چې له چا سره جګړه وکړي، ولې په جګړه کې به ترې استفاده وشي او پخپله به جګړې ته آماده شي او په کفري نظام کې يې له دې جګړې خلاصون نشته، دا چې انسان هر څه په همدې نړۍ کې خلاصه کوي، کله چې د مرګ په اړه فکر کوي او ويني چې په هره ممکنه لحظه کې مرګ ورته راتلای شي، او کله چې دا احساس وکړي چې ژوند به يې نور پای ته ورسيږي، د دنيا او او دنيا د نعمتونو په فکر کې شي نو کوښښ کوي چې له ختمېدو مخکې يې زيات نه زياته خوند واخلي. نو هر ډول وسيلو ته لاس اچوي او په نښتو کې هر ډول وسلې ته لاس وروړي حتی غيرانساني او منع کړل شويو اسلحو څخه هم ګټه اخلي او دا واقعيت دی. په کفري نړۍ کې د خلاصون هيڅ لاره نشته مګر دا چې انسان وکولای شي چې په خدای د ايمان لارې ته يې لارښوونه وشي ځکه چې مؤمن کس په دې عقيده وي چې خدای يې په کافي اندازه د ژوندانه نعمتونه ورته پيدا کړي دي تر څو هغه پرې موړ شي او پر دې سربېره به لوی خدای (ج) په بله نړۍ او جنت کې چې اندازه يې د ځمکې او آسمانونو په اندازه ده، هر هغه څه چې وغواړي ورته برابروي، ددې آيت په مصداق سره:
الَّذِينَ آمَنُوا بِآيَاتِنَا وَكَانُوا مُسْلِمِينَ (69) ادْخُلُوا الْجَنَّةَ أَنتُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ تُحْبَرُونَ (70) يُطَافُ عَلَيْهِم بِصِحَافٍ مِّن ذَهَبٍ وَأَكْوَابٍۖ وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ الْأَنفُسُ وَتَلَذُّ الْأَعْيُنُ ۖ وَأَنتُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (71)(الزخرف)
ژباړه: هغه کسان چې ايمان يې راوړی دی په آيتونو زمونږ او وو دوی مسلمانان (په دنيا کې) ، ننوځئ (اې زما مؤمنانو بنده ګانو) جنت ته تاسې او ښځې ستاسې چې خوشاله به کړل شئ. ګرځولي کيږي به (د غلمانو له خوا) پر دغو جنتيانو کاسې ګلاسونه له سروزرو څخه او (طاليي) صراحي ګانې او (وي به دوی ته) په دغه (جنت) کې هغه څيزونه چې خواهش کوي د هغوي نفسونه (د دوی) او چې خوند اخلي سترګې (د دوی ترې) او تاسې په دغه جنت کې هميشه اوسېدونکي يئ.
او مؤمن پوهيږي چې دې هميشنيو نعمتونو ته د رسيدلو او د دوزخ له عذاب څخه د ځان ساتنې يواځينۍ لار تنها د خپل ژوندانه په دوران او په ځمکه کې د اوسېدا پر مهال په ازميښت کې بريا، د خپل خدای پيژندنه او له اوامرو اطاعت دی. مؤمن په دې پوهيږي چې د خدای د اوامرو د پرځای کولو او د هغه د پيروري تر سيورې او د هغه له خوا د منع کړل شويو کارونو د نه ترسره کولو پرته يې په ازميښت کې بريا ممکنه نده، مؤمن په دې پوهيږي چې خدای هغه فرمان ورکړی چې له دنيا څخه د هغه د خپل حق او ضرورت په اندازه ګټه واخلي او د دنيا مال او متاع په سمه او حلاله لاره استفاده کړي، په داسې حال کې چې د لاسته راوړلو لپاره يې ناروا لارې استعمال نکړي او نه يې د ظالم او ستم له لارې تر لاسه کړي، هغه په دې پوهيږي چې خدای د خپلو ټولو بنده ګانو روزي برابروي او له ياده ونه باسي چې فقيران او مسکينان هم په دې روزي کې حق لري.
همدا وجه ده چې يو مؤمن کس په هر مقام کې چې وي ډير جدي او وظيفه شناس وي، په سياليو کې ډير عادل او ښه وي او د ملګرو په توليدي څانګه کې وي، په ټولنه، د ژوندانه سيمه او شاوخوا کې يې کړنې، کينې او حسد ته د لمنې وهلو پر ځای مينې او محبت ته وفاداره وي او تل د جګړو پر ځای د همکاريو او همغږي کولو تبليع کوي. تل په ټولنه کې د دښمنيو پر ځای د ملګرتيا، د تنګ نظري پر ځای د شرافت، د بد لمنۍ پر ځای د پاک لمنۍ، د بخيلۍ پر ځای د سخاوت، د فرصت طلبي او فتنې اچولو پر ځای د مرستو او يو بل سره د مينې، د ناراحتۍ، بدرفتارۍ او سختۍ پر ځای د نيک بختۍ، ښه والي او خوښي او بلآخره د ظلم پر ځای د عدالت، لپاره هڅې کوي، دا د مسلمانانو حقيقت دی او دا په هغه صورت کې چې د پياوړي ايمان څښتن وي. ولې دې وختونو کې دغه ښکلي صفتونه کم شوي دي او د مسلمانانو په ټولنو کې پټ حالت ته ننوتي دي او د مؤمنانو په زړونو کې ايمان کمزوری شوی دی او هر کله چې د مسلمانانو په زړونو کې ايمان پياوړی شي نو دا ښکلي صفتونه به هم ورو ورو د پياوړتيا په لور ګامزن شي او تيز شي نو له بشري ټولنو څخه ددې ټولو اختلافونو او ستونزو لرې کول، په خدای او د هغه په رسول د ايمان درلودل دي او په دې صورت کې پاک او نيک اسلامي ژوند هماغسې چې په لومړيو کې پر ټولنې حاکم شو، بيا رامنځته شي، نو دا نتيجه ترلاسه کوو چې د هر انسان تر ټولو مهمه او لومړنۍدنده د خپل پيداکوونکي پيژندنه ده.
... نور بيا ...
وروستي