د بیهسودو د درد ناکې اوغمناکې پيښي په  اړوند د زړه اواز

 
د ننګرهار ولایت د بیهسودو د درد ناکې اوغمناکې پيښي په  اړوند د زړه اواز
»»»»»
ته یی وحشی ته درنده ته یی حیوان قاتله
څنګه دی وبولم انسان قاتله
که ته انسان وایی ستا به لاس ریږدیده
تا چی وژل اته کسان قاتله
د بربریت او د وحشت تعریف دی څنګه وکړم
ته یی بدتر لا  له حیوان قاتله
نه اسلامیت نه انسانیت کی داسی کار کوی څوک
تا به لا شمیری مسلمان قاتله
په دی عمل دی ځمکه ژاړی ورسه غرونه ژاړی
کاڼی او بوټی په ګریان قاتله
غرونه رغونه لاندی پاس پری د خدای عرش ولړزید
په سلګو ژاړی پری اسمان قاتله
په دی کردار دی ا نسانان څه هم ملکی ژاړی
لا خو پری ژاړی کهکشان قاتله
تا چی مرګو کوله زړه کی دی هیڅ رحم نه وه
دومره سنګ دل نا مسلمان قاتله
څنګ د دنیا او اخرت سزا دی زړه کی نه وه
چی دی وژل ګل ګل کمکیان قاتله
څنګه دی لاس په سرو غوټیو د ګلاب  جګیده
بی رحمه لو دی کړل ګلان قاتله
د ماشومانو په مرګ  زړه کی دی هیڅ دا نه راتلل
چی ته لری هم ماشومان قاتله
ستا د کسات د اخیستو طریقه دا خو نه وه
چی یی په کورکی شوی مهمان قاتله
دی ته بدل نه وایی  پسته بی همت پښتونه
نوم دی کړ بد د هر افغان قاتله
د کسات نوم دی بد کړ واوره بیغیرت دشمنه
یی بی غیرته بی ایمان قاتله
پښتون دشمن خو لا له شاه نه ولی عار ګڼی دا
لا چیرته لری یی بچیان قاتله
ښکاری چی مور دی پنجابی سره نکاح تړلی
ځکه پیدا یی حرامیان قاتله
کاشکی له موره ستا په ځایی وحشی حیوان وی پیدا
غوږ کی بی ستا کړی یی ازان قاتله
ته حرامی یی، حلالونی نه یی دا می واوره
په تا نامه نه ږدم افغان قاتله
ستا په کردار له هر انسانه نه می زړه تور شولو
کاشکی ژر وران شی دا جهان قاتله
په دغه کار دی افغانان له مخی ټول شول خیجل
زړه می هم تور له افغانستان قاتله
افغانان هغه غیرتی افغانا ن پاتی نه دی
کوم چی زمونږه وه دوران قاتله
تاسو ناکسو بیغرتو  افغانستان خراب کړ
زه دی یادومه دووسان قاتله
نظام فساد دی ټول چارواکی پخپل ځان بوخت دی تل
پکی سوزیږی غریبان قاتله
د شکایت عریضه چاته وروړم چاته لاړ شم
چی دی چارواکی مفسدان قاتله
له وړو خیلو نه ګیله نشته سرخیل هم خراب
هر یو قیصه کی دی د ځان قاتله
که می حکومت ریشتیا حکومت وای نو قاتله واوره
اوس به په دار وی قاتلان قاتله
اوبه له باسه نه خړیږی دا متل دی داسی
مونږ یو خراب له خپل سلطان قاتله
د بدن غو ښی دی په سپو خوړلی رب نه غواړم
هم خو د نورو ستا په شان قاتله
ورځ د حساب او د کتاب به راځی لری نه ده
حساب به وی د پاک سبحان قاتله
لفظونه ګورم د وحشت  لفظ موندی دی نشم
مطیع په دی کی دی حیران قاتله