د ايـــمــــــان لار/ څلرمه برخه

 
ليکوال: عبدالمجيد عزيز الزنداني
ژباړن: امين خاطر
په خدای (ج) د ايمان اهميت
آيا مونږه لاره ورکه کړې؟
د خلکو ژوند ته له ځيرتيا وروسته، متوجه کېږو چې د ډېرو ژوند د ورک والي او سربداليو ښکارندوي کېږو، په يو ناپيژاند او نه ختمېدونکې صحراء کې د دوي د ورک والي د نښې لپاره همدا بس دي: هر کس او يا هره ټولنې د بې هدفۍ په لور سرګردانه دي او د زړه له تله څخه مړه دي، وارخطا او لالهانده دي. او د سمې لارې پيدا کولو لپاره هيڅ لارښود هم نلري او ټول اندونه او دلايل يې په وهمونو او ګومانونو ولاړ دي. دا د ننۍ نړۍ د ډېرو خلکو ژوند دی، دا دولتونه چې ټول يې له يو او بل سره د جګړې په حال کې دي، او دا ګوندونه، ټولنې، سياسي او نور ګڼ خوځښتونه، او د دولت او ملتونو په منځ کې قبيلې او حتی په ګوندونو او سياسي خوځښتونو کې دننه اړخونه او يا هم حتی په سياسي ګوندونو او سياسي خوځښتونو کې دننه ډلبازيانې، ټول او ټول يعنې: د ژوند په صحراء کې ورک والی او سربدالي، او داسې نورو اختلافونو راز په څه کې دی؟ د بشر ورک والی او او ځان نه پيژندنې راز په څه کې دی؟ که چيرته دې موضوع ته سم فکر وکړو، نو ځير به شو چې ددې ټولو اختلافونو علت د انسانانو تر منځ د عقايدو او نظرونو اختلاف ته راجع کيږي او د عقيدې او اصولو د اختلافونو علت لاندې مواردو باندې ولاړ دی:
 -  په علومو او اطلاعاتو کې د خلکو توپېر چې بيا د رايو په اختلاف هم بدليږي
  - د خلکو په اخلاقياتو کې توپيرونه
 -  د مسايلو په پوهه او درک کې د خلکو اختلاف
-  په تجربو کې د خلکو اختلاف
-  په خپلمنځيو ګټو او مصلحتونو کې د خلکو اختلاف
چې دا ټول ددوی د رايو او نظرونو د اختلاف سبب ګرځي، ځکه چې د بشر د اولادې د هر تن رايه او نظر د هغه پر پوهې، اخلاق، درک، تجربې او مصلحت باندې ولاړه ده. او دا ناممکنه ده چې دوه داسې کسان پيدا شي چې د هغوي پوهه، اخلاق، درک، تجربه او مصلحتونه برابر او يو وي، نو نشې کيدای چې د بشر د ټولو خلکو تر منځ يووالی رامنځته کړل شي، مګر دا چې د هغوي رايې او نظرونه يو او همغږي کړو، او په رايو او عقيدو کې به کله هم يو نشي، او ددې لپاره بايد خپل علم، اخلاق، عقل، فهم، تجربه او ګټې متحدې او همغږې کړي چې دا ناممکنه ده. نو څرګنده ده چې بشر په اختلاف محکومه ده او دا ناممکن او نه حل کېدونکی څيز بايد وزغمو. نو د خلکو تر منځ د يووالي لار څه ده؟
 وَلَا يَزَالُونَ مُخْتَلِفِينَ - إِلَّا مَن رَّحِمَ رَبُّكَ ۚ (هود: ۱۱۸)
 ژباړه: او هميشه به وي دوي اختلاف کوونکي (په دين کې).
مګر هغه څوک چې رحم پرې وفرمايي رب ستا (او له اختلافه يې وساتي). د بشر ددې ستونزې د حل يواځينۍ لاره داده چې بشر په دې پوه شي چې دوي يو پيداکوونکی لري چې په ټولو چارو واکمن دی او د هغه علم او اخلاق د ژوندانه په ټولو چارو کې د محيط بشپړ ځواک دی. لوړ صفات لري او د نېکو نومونو خاوند دی او په هر څيز پوه، قوي، ليدونکی او خبر دی، له هغه هيڅ څيز هم پټ ندي، او په هر څه اګاه دی، هغه مهربان خدای ج او په مقابل کې يې ټول خلک د بنده ګۍ او عبادت له اړخه يو شان دي، ددې آيت په استناد:
وَلَا يَرْضَى لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ (الزمر: ۷)
ژباړه: او نه خوښوي (الله) د پاره د بندګانو خپلو کفر
 نو که بشر په دې توانيږي څو خپل پيدا کوونکی وپيژني او د هغه له لارښوونې څخه ګټه واخلي، وبه توانيږي له دې ټولنېزې ستونزې څخه ځان وباسي او ځان وژغوي. او د مؤمنانو، متحدو او له هرې بڼې اختلافاتو څخه مصئونو او محفوظو خلکو په کتار کې راشي او آرام، له امن څخه ډک او هوسا ژوند ولري. لوي څښتن تعالی د هود سورت په ۱۱۸او ۱۱۹ آياتونو کې فرمايلي دي:
وَلَا يَزَالُونَ مُخْتَلِفِينَ - إِلَّا مَن رَّحِمَ رَبُّكَ ۚ (هود: ۱۱۸)
ژباړه: او هميشه به وي دوي اختلاف کوونکي (په دين کې). مګر هغه څوک چې رحم پرې وفرمايي رب ستا (او له اختلافه يې وساتي
وَ ما أَنْزَلْنا عَلَيْکَ الْکِتابَ إِلاَّ لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُوا فيهِ وَ هُديً وَ رَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ (النحل: ۶۴)
ژباړه: او نه دی نازل کړی (راليږلی) مونږ پر تا دغه کتاب (قرآن) مګر دپاره د دې چې بيان (او ښکاره) کړې ته (اې محمده!) دوی ته هغه (څيز) چې اختلاف کړی دی دغو (خلکو) په هغه کې او (لپاره د) هدايت او (لپاره) د رحمت دپاره (د هغه) قوم چې ايمان لري (په ټولو مؤمن به شيانو).
په دې دلايلو پوهيږو چې بشر به کله هم د اختلاف او جګړې له حالت څخه ونه وځي، مګر دا چې پر خپل ځان د خپل پيداکوونکي پيژندنه واجبه ونه ګڼي او که لږ ځير شو او توجه وکړو نو داسې يوه راز به راپيدا کړو چې د بشريت ژوند يې تياره کړی او د زمانې کفار يې د سرګردانۍ په حالت کې وړي دي. هغه راز دادی چې هغوي خپل ژوند ته بې له حيواني اړخونو په بل څه معني او مفهوم قايل ندي. هغوي د خپل او ټولو موجوداتو په پيداکوونکي عقيده او اعتراف نلري او د هغه د خوښۍ د لاسته راوړلو په هڅه کې ندي او په دې نه پوهيږي چې له دې موقتي ژوند څخه وروسته يې څه شی په انتظار دي. هغوی لالهانده دي او مذبوحانه په خپل ژوند کې تلاش کوي او په خپل ژوند کې د خپل ځان او هيڅ څيز په اړه ډاډه ندي او په حقيقت کې هم د بشر ژوند چې بې له خداي څخه وي له هيڅ راز اطمينان او اعتبار څخه برخمن نه وي او کېدای شي پر الله (ج) بې اعتقاده بشر ددې آيت منظور او خدايي اعتبار او اطمينان هدف وي.
يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ ﴿۲۷﴾ ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً ﴿۲۸﴾ فَادْخُلِي فِي عِبَادِي ﴿۲۹﴾ [الفجر]
ژباړه: اې نفسه آرام نيوونکيه (په ذکر زما شاکر په نعمت زما صابر په زحمت زما) وګرځه (له دنيا نه) په طرف د رب خپل حال دا چې راضي (خوښ) به يې ته (له الله څخه او الله) راضي خوښ (به وي له تا څخه) بيا ننوځه په (نيکانو)بندګانو زما کې)
 
... دوام لري ...