
په ټوله کې استخباراتي ادارې له سياست او رسنيو ځان ګوښی ساتي، يوازې له رسنيو نه، بلکې له عامه نظارو هم ډډې ته اوسي، ځکه خو د دغو ادارو کارکوونکيو ته په عام عرف کې خفيه يا پټ پوليس ويل کېږي.
په افغانستان کې ضبط احوالات يا د ملي ساتنې اداره پر همدغه بڼه رغېدلې او غځېدلې وه، دغې ادارې د صدارت په چوکاټ کې د صدراعظم تر مستقيم څار لاندې فعاليت درلود.
ضبط احوالات/ د ملي ساتنې اداره له سياسته دومره لېرې وه چې د رييس د ټاکنې خبر يې په راډيو او ورځپاڼو کې نه شوای خپرېدای.
د ډېموکراسي لسيزې په پيل کې د ضبط احوالاتو نوم د ملي ساتنې په اداره واوښت او په جرمني کې د ملي پوځ يو شمېر افسران ورته ټرينينګ شول.
د ملي ساتنې ادارې پوځي قطعات او يونيفورم نه درلود، خپل راپورونه يې صدراعظم او اړوندو ادارو ته د اجراتو لپاره سپارل او په ځينو ځانګړو پلټنو او قضيو کې يې له امنيتي ارګانونو سره برخه اخيسته.
د ثور تر کودتا وروسته دغه اداره د اګسا، کام، خاد او واد په نومونو د شوروي د کا. جي. بي له استخباراتي ميتودونو سره په همغږي د وزارت تر کچې وغځېده چې د تشکيلاتو له مخې يې ځانګړي پوځي قطعات هم خپل کړل چې له امله يې په پوځي عملياتو کې ګډون هم جوت شو.
په دې توګه له ميرزا محمد شاه خان تر جنرال رسول جان عسکرزوی، جنرال اسماعيل فرمان، ان جنرال غلام فاروق يعقوبي پورې د دغه ارګان مشرتابه د مجربو مسلکي شخصيتونو په لاس کې وه.
د ډاکټر نجيب الله تر سقوط وروسته، د لومړي ځل لپاره دغه اداره د دارالعلوم مدرسې يوه زدهکوونکي ته وسپارل شوه، دلته وه چې دغه ارګان د استخباراتي ادارې پر ځای، د جنګياليو د يوې ډلې د پوستې بڼه خپله کړه.
د طالبانو په وخت کې دغه ارګان نور هم وشړېده، د طالبانو په له منځه تلو ملي امنيت بيا هم د يوه تنظيم او ډلې لاس ته ولوېد او تر ډېره يې د ملي امنيت پر ليکو او کرښو د ټولېدا او پراختيا مخه و نه شوای ليدای.
تر عارف خان وروسته، د امرالله صالح پر استعفا حامد کرزي خپل تشريفاتي ګارډ رحمت الله نبيل د ملي امنيت مشر وټاکه.
امرالله صالح پټه خوله استعفا ورکړه او د دغه ارګان د حيثيت پاس يې خوندي کړ.
رسنيو او شنونکيو د ښاغلي صالح استعفا د حکومت دننه د نصب و عزل او تبديلي پرمختيا وبلله، د حامد کرزي هېوادپالنې ته يې د شک په سترګه و نه کتل، د پاکستان پښو ته يې په ټيټېدو تورن نه کړ.
رحمت الله نبيل خپلې زدهکړې په پېښور کې د حزب اسلامي په سيد جمال الدين لېسه کې غځولې، په پېښور کې له C.R.C لېسې فارغ شوی او د انجينري په برخه کې يې له خپلو زدهکړو وروسته په بېلابېلو اين جي اوګانو کې دندې تر سره کړې دي.
ده په هغه مرکه کې چې د حزب له نشراتي ارګان شهادت سره يې په ۱۳۷۳لمريز کې کړې، خپله فکري پېيلتيا او تر سره کړې چارې ځلولې دي.
په دې توګه ده کله هم پوځي، پوليسي او استخباراتي زدهکړې نه دي کړې، په دغه برخه کې د ده لومړنۍ تجربه يو په يو د ملي امنيت رياست و.
حامد کرزي د نامالومو لاملونو له مخې رحمت الله نبيل د ملي امنيت له رياسته لېرې کړ؛ خو نه دا چې له کومې نيوکې سره مخ نه شو، د پاکستان د فشار لکۍ ورسره غوټه نه شوه، بلکې د حکومتي تبديليو معمولي پرمختيا وبلل شوه، د ولسي جرګې او ډېری بنسټونو له خوا يې د لېرې کېدو هرکلی وشو، ان چې د يو وکيل له خوا په مسخره ياد کړای شو.
د نبيل په لېرې کېدو اسدالله خالد د ملي امنيت رييس وټاکل شو چې له بدهبخته په يوه ځانمرګي بريد کې له ټپي کېدو وروسته يو ځل بيا رحمت الله نبيل د ملي امنيت رييس وټاکل شو.
سره له دې چې ولسمشر غني په ملي وحدت حکومت کې د پخواني حکومت کابينې ته سره کرښه ايستلې وه، رحمت الله نبيل د پخواني حکومت د يوازېني لوړ پوړي چارواکي په توګه پر هماغه مقام پاتې شو.
ولسمشر غني د ښاغلي کرزي له شره د ژغورل کېدو په هڅه، د پخواني ولسمشر حق السکوت پېژانده.
دا هغه هڅه وه چې پخواني پاچا د ډېموکراسي په لسيزه کې مرحوم نور احمد اعتمادي د داوود خان د خوښې لپاره تر ټولو اوږده موده له ډېرو کاواکيو سره صدر اعظم وساتي.
خو څرنګه چې پاچا د صدراعظم په توګه د اعتمادي پر ټاکلو او ساتلو داود خان له کودتا نه شوای را ګرځولای، د غسې ولسمشر هم رحمت الله نبيل د ملي امنيت د رييس په توګه پر ساتلو، حامد کرزی د کودتا له هڅو منصرف نه شوای کړای؟
د ښاغلي نبيل تر استعفا له مخه د ده په اړه بېلابېلو اوازو فېسبوکي ناندرۍ ښې تودې کړې وې.
ښاغلي نبيل ولسمشر غني او اجراييه رييس دومره له پېښو نه خبرول، لکه حامد کرزي ته چې يې د دولتي رازونو سوړه ورايستلې وه. په دې توګه ده عملاً ځان پخواني ولسمشر ته مسوول باله.
له همدې سوړې له ای ايس ای سره د استخباراتي تفاهمليک غوغا پورته او حامد کرزي ته د خپلې هېوادپالنې د جعلي سرټيفيکيټ په توګه د يوې اعلاميې مخه پرانيستل شوه.
ولسمشر غني ته دا پته لګېدلې وه چې نبيل چا ته د څه لپاره کار کوي؟
حامد کرزي وار له مخه د ځينو رسنيو او شنونکيو په مټ ښاغلی نبيل د پاکستان ضد شخصيت په توګه مطرح او ښه پړسولی و.
دغو شنونکيو او رسنيو دا ډنډوره کړې وه چې پاکستان د سولې په خبرو کې افغان اړخ ته د نبيل د ګوښه کېدو شرط وړاندې کړی دی.
دوه اوونۍ له مخه چې د نبيل او پوپل د استعفا اوازې خپرې شوې، ښاغلي نبيل په کلکه رد کړې.
خو څرنګه چې د درواغجن حافظه کمزورې وي، په خپله فېسبوکپاڼه يې د ولسمشر غني هغه فشار را ياد کړ چې ده يې له امله ځان پر استعفا اړ ليد؟
که څه هم ولسمشر غني ته د ښاغلي نبيل د سياسي بوختيا او پېيلتيا پته لګېدلې وه؛ خو نه يې غوښتل دومره ژر د حامد کرزي تبر ته لاستي برابر کړي.
د اسيا زړه کنفرانس کې د ولسمشر غني ګډون، د حامد کرزي او نبيل دواړو لپاره وړ فرصت او چانس را منځ ته کړ. پر يوه وخت د کرزي خبرپاڼه او د نبيل د فېسبوکپاڼې د محتوياتو ورتهوالی دا حقيقت زموږ مخې ته ږدي.
ولسمشر غني په پاکستان کې و چې رحمت الله نبيل له خپل فېسبوکه ولسمشر ته د پېغور ګوته لکه کړه.
ده پر غني تور پورې کړ چې د ۲۱توپو له ډزو سره يې ۵۰۰۰کلن هېواد ۶۰کلن هغه ته په ګونډو کړ.
دوی غوښتل ولسمشر غني دومره غبي کړي چې کابل ته پر ستنېدو نبيل له دندې ګوښه يا استعفا ته اړ کړي.
همداسې وشول، په دې توګه حامد کرزی په خپله سړه کودتا کې بريالی شو.
د نړۍ د هيڅ استخباراتي ادارې مشر د خپل دولت پر وړاندې دغسې دريځ نه دی نيولی، د ډېری استخباراتي ادارو مشران استعفا کوي، له دندو ګوښه کېږي؛ خو هيڅکله هم د خپل دولت له سياستونو سره د اختلاف دريځ نه غوره کوي.
استخبارات د دولت د پاليسيو د پلي کولو مسوول دي، کله چې په دغه ادارې په سياست کې ښکېلې شي، د دولت له سياستونو او پاليسيو سره د مخالفت فتنه را منځ ته کړي.
د ملي امنيت دنده يوازې د څلورلارو په پلټنو او جنګي عملياتو کې نه شي را ټولېدای. دغه ارګان د دولت د پاليسيو پر وړاندې پرتو خنډونو د لېرې کولو مسوول دی. دا که په ډيل او جوړجاړي کېږي، که په زور، ملي امنيت ورته په لارموندلو مکلف دی.
که رحمت الله نبيل په سياست کې نه وای ښکېل، په خپله استعفا کې به يې د دولت له سياستونو سره د ختلاف ټکی نه وای راپورته کړی، خپله استعفا به يې نه وه رسنيزه کړې؟
سياست د ټولو حق دی، خو د استخباراتي ادارو لپاره هغه له خپلې لوړې او مسلک سره خيانت دی.
يو بل حقيقت چې د ښاغلي نبيل له استعفا را پورته شو دا دی چې نوموړی له حربي ښوونځي او پوهنتونه پرته د چا پر جمپينګ اتومات سترجنرالۍ ته رسېدلی دی.
له سرخط ورځپاڼې څخه په مننه!