عادلانه جګړه په مسیحیت کې/ لُمړۍ څپرکی؛ پنځمه برخه

 
د عیسویانو د دیارلسمي پېړۍ یو بل عالم، توماس اکویناس (۱۲۲۵ـ ۱۲۷۴،ز) د عادلانه جګړو لپاره څلور شرطونه ټاکلي دي، چې د آګوستین له شرایطو سره ډېر توپیر نه لري:
۱ـ جګړه دې د رسمي واکمن مقام لخوا اعلام شي او خصوصي جنبه دې ونه لري.
۲ـ د جګړې انګېزه باید په عدالت باندې ولاړه وي.
۳ـ د حق د پلي کولو لپاره نورې لارې نه وي موجودې.
۴ـ د جګړې مشر باید عادل شخص وي تر څو وکړی شي سوله او نظم ټینګ کړی شي.
اکویناس د عادلانه جګړې ګډون وال د ښځو او ماشومانو له وژلو، دروغو او عهد ماتولو څخه منع کړي دي، نوموړی مسیحي عالم په دې باور دی چې که جګړه عادلانه نه وي، یاني د پورته شرایطو سره سمه ترسره نه شي، نو وجداناً او اخلاقاً محکومه ده. (یعقوب علی برجی)     http:www.habilian.ir 
هغه کسان چې له صلبي جګړو څخه یې ملاتړ کولو او یا یې سپیڅلي جګړې بللې، یو هم همدغه توماس آګویناس ؤ چې د صلیبي جګړو سره هم عصر ؤ، د صلیبي مذهبي جګړو پلویانو د توماس آګویناس د عادلانه جګړې، د نظریې پر بنسټ نوموړي جګړې توجیه کولې، دا شان  د شپاړسمې عیسوي پېړې په وروستیو کې دوه تنو نورو میسحي پوهانو(ویتوریا، ۱۴۸۰/۱۵۴۶،ز) او (سوارز، ۱۵۴۸/۱۶۱۷،ز) کوښښ وکړ چې د عادلانه جګړې نظریه د نظم او قاعدې لاندې راولي، دوی هم لکه د سنت آکیوستین او توماس اکیویناس په شان د عادلانه جګړو لپاره لاندې څلور شرطونه ټاکلي دي:
۱ـ د جګړې پېل(عنوان) د عادلانه وي، یاني جګړه دې د رسمي واکمن لخوا اعلام شي.
۲ـ د جګړې انګیزه د عادلانه وي، یاني انگیزه د پر عدالت باندې ولاړه وي.
۳ـ جګړه دې د اړتیا له امله پېل شي، یاني بې له جګړې څخه نورې لارې نه وي پاتې.
۴ـ د جګړې مشر د عادل وي، داسې چې د نظم اوسولې لپاره زمینه برابره کړي.  
په دې اړه، ښاغلی یعقوب علي (برجي) وایي: پورته نظریه، سره له دې چې د عادلانه جګړې په اړه ښه ګام دی، خو بیا هم له نیوکو څخه خالي نه دی، هغه داسې چې، مدعي په عین حال کې قاضي هم دی، ځکه چې هر هیواد د عادلانه جګړې انګېره، د جګړې اړتیا او د عادلانه جګړې د ترسره کولو قضاوت پخپله کوي. (یعقوب علیبرجی)     http:www.habilian.ir 
 دا ډول لیدلوري (نظریې) د،۲۰۰۱/ کال د سپتمبر له (۱۱) څخه وروسته ځینو غریبي پوهانو هم وړاندې کړي دي او پر افغانستان باندې یې د امریکا یرغل او تیري ته عادلانه جګړه وایي، چې پر وړاندې یې ښاغلي نوآم چومسکي داسې ځواب ویلی دی:«لُمړي دوه شرطونه په کامله توګه بې ځایه دي، د جګړې اعلان د جګړې کوونکي لخوا په هېڅ وجه د عادلانه جګړې بنسټ نه شي جوړولی، تر دې چې تر ټولو ناوړه جنایتکاران هم دعوه کوي چې قصد او نیت یې د خیر لپاره دی.» (نظریه جنګ عادلانه، ص ۵۱۶)
د صلیبي ورانوونکو جګړو د پېل او ملاتړ لپاره، سره له دې چې  ځینو مسیحي روحانیونو د حضرت عیسیَ(ع) انجیل په ناوړه توګه تفسیر کړ، خو بیا هم لکه څه ډول چې د دوی غوښتنه وه، د دوی د مذهبي کتابونو تفسیر د جګړو لپاره کافي نه وو، نو له دې کبله مسیحیانو چې څه غوښتل هغه د اسرائیلو په مذهبي کتابونو کې خوندي وو او په پخواني عهد کې یې د صلیبي مذهبي جګړو لپاره له جګړیزو احکامو څخه ګټه پورته کړه چې له امله یې بې شمېره مسیحیان د مرګ کندې ته وسپارل.
اووم ګرګوریوس د خپلو مذهبي تبلیغاتو په لړ کې د المان امپراتورڅلورم هنري ته د یهودو د مذهبي کتابونو پر بیسټ وویل:«د متبرکو ودانیو د ازادولو په لاره کې له ځان څخه تیریدنه د ټولې نړۍ له پاچاهۍ څخه څو ځله لوړ مقام دی» چې په پایله کې یې لُمړنۍ صلیبي جګړه په (۱۰۹۵،ز) کال کې پېل شوه.
دا شان د صور لوی اسقف ویلیم، اروپا ته ولاړ او د مسلمانانو لخوا د اورشلیم د نیولو خبرې یې د ایټالیې، فرانسې او المان خلکو ته وکړې، د المان په ماینتس ښار کې د ده تبلیغاتو پر فریدریک بارباروسا (سور ږیری) باندې تر هغې کچې اغېز وکړ چې دغه اوه شپیته کلن امپراتور، بې له ځنډه د خپل لښکر سره د بیت المقدس پر لور روان شو او ټولو مسیحیانو نوموړی دوهم موسَی او د موعودې (دخدای لخوا وعده ورکړ شوی)ځمکې ژغورونکی وباله. (تاریخ تمدن، ص ۲۲۷۳)
دوهم اوربانوس چې د عیسویانو یو اغېزناک مذهبي کس ؤ، صلیبي جګړو ته د خلکو د جذبولو لپاره، د بیت مقدس ښار جنت وبللو او مسیحیان یې د اسرائیلو د پخواني عهد پر بنسټ له نورو انسانانو څخه جګړن او ځانګړي خلک وبلل، نوموړي حاضرینو ته وویل:«ای د فرانک توکمه، د خدای محبوب او د خدای غوره کړیه توکمه!... (د خدای غوره کړیه نژاده)...  اورشلیم (بیت المقدس) د خوندونو او نعمتونو څخه ډک جنت دی، داسې ځمکه ده چې له ټولو ځمکو څخه له ثمره ډکه ده، هغه شاهې ښار چې د نړۍ په زړه کې یې ځای نیولی دی، له تاسو څخه غواړي چې د مرستې لپاره ورودانګئ، د دغه سفر تکلیفونه د خپلو ګناهونو د لیرې کولو پخاطر تر سره کړئ... هو دا تاسې یاست چې خدای له نورو خلکو څخه جګړن، شجاع او ځانګړی خلک پیدا کړي یې او ځانګړی ځواک یې درکړی دی، هغه کسان چې ستاسو پر وړاندې سر پورته کوي سر یي پر خاورو باندې وسولوئ... .(تاریخ تمدن ص ۲۲۶۱)
د عیسویانو پورته یادونې د اسرائیلو په مذهبې کتابونو کې داسې راغلي دي چې په هغو کې اسرائیل د خدای غوره کړی قوم، د خدای مقدس او ځانګړی قوم ... بلل شوی دی؛ د اورشلیم ښار د خدای ښار یادوي، چې د خدای لخوا انتخاب شوی او خدای پخپل نوم نومولی دی او د خدای د استوګنې ښار دی، د بیت المقدس ځمکه د خدای لخوا ورکړل شوي(موعوده) ځمکه بولي، له دغه ډول لیکنو څخه، لکه وړاندې مو چې یادونه وکړه، مسیحي روحانیونو په خپلو جګړو کې ګټه پورته کړي ده، په دې تړاؤ په تورات او اړونده کتابونو(عهدعتیق) کې په لاندې ډول راغلي دي چې موږ یې د بېلګې په توګه وړاندې کوو:
«دا چې تاسې سپېڅلې قوم یاست نو خدای ته، د خپل خدای لپاره ځانګړی شوی یئ، هغه(خدای) د ځمکې پر مخ باندې د ټولو خلکو له منځ څخه تاسې غوره کړي یئ تر څو د ده د خوښې قوم وې. (تثنیه: ۷، باب/۶،آیت او نور آیاتونه)
«زه به خپل نوم  تر ابده پورې، په دې کور او د اورشلیم پر ښار باندې کېږدم، چې د اسرائیلو له ښارونو څخه مې د ځان لپاره انتخاب کړی دي.»(د پاچاهانو دوهم کتاب، ۲۱باب، ۷،آیت؛ ۱۲باب/۱۳آیت؛۲۳باب/۲۷، آیت: د پاچاهانو لُمړی کتاب: ۱۱،باب/ ۳۶،آیت؛۱۴باب،۲۱آیت؛تورات، د خروج سِفر ۱۹باب ، ۵/۶  او نور.)
«ای د اورشلیم خلکو! خدای ولمانځئ، چې په اورشلیم کې اوسیږي، خدای ولمانځئ.» (مزامیر: ۱۳۵باب، ۲۱،آیت)
ای خدایه! تا اورشلیم غوره کړی دی، چې تر ابده پورې دلته  په کې اووسېږې. تا وفرمایل:«وم به ځکه چې همداسې مې اراده کړي ده.» (مزمیر: ۱۳۲،باب، ۱۳،آیت)
موسیَ خدای ته عرض وکړ،«ته چې ما ته وایې چې دغه قوم موعودې (دخدای لخوا وعده ورکړ شوی) ځمکې ته وروله، خو و د نه ویل چې څوک له ما سره لېږې، (تا) ویلي د دي چې: تا په نوم باندې پېژنم او پر تا مې مهرباني کړي ده، نو که دا رښتیا وي، په هغه لار باندې چې درومم لار ښوونه راته وکړه، ... دغه خلک هم ستا قوم دی، نو له دوی څخه هم خپله مهرباني مه سپموه» خدای موسیَ ته په ځواب کې وویل:« زه به پخپله له تاسو سره ولاړ شم او تاسو ته به توفیق درکړم» (تورات، خروج: ۳۴،باب ۱۲/۱۳/۱۴، آیاتونه) د موعودې ځمکې یادونه د اسرائیلو په مذهبي کتابونو(پخواني عهد) کې په لسګونو ځله راغلی دي.
 بله برخه بیا خبریږي