د ايـــمــــــان لار/ درېيمه برخه

 
ليکوال: عبدالمجيد عزيز الزنداني
ژباړن: امين خاطر
په خدای (ج) د ايمان اهميت
مونږ ولې پيدا شوي يو؟
که د نړۍ ټولو رنځپوهانو څخه وپوښتو: آيا د انسان د سترګو پيدايښت لپاره کوم حکمت شته؟ ټول به ځواب ورکړي چې: هو. او هر څوک چې له دې پرته بل ځواب ورکوي نو سترګې يې له کاسو څخه د را ايستلو دي او که چيرته دغه پوښتنه د غاښونو، غوږونو، پوزې، لاسونو، پښو، زړه، سږو، رګونو او يا هم د بدن د هر سلول په اړه تکرار کړو چې: آيا د هر يوه د پيدايښت لپاره کوم حکمت شته؟ ټول به ځواب ورکړي: هو.
او که په دې اړه له هغوي څخه وضاحت وغواړو نو شايد ووايي: مونږ ته کلونه کلونه وخت پکار دی تر څو وکولای شو د انسان د بدن د ټولو غړو په بشپړه پيژندنه بريالي شو. او که پوښتنه وکړو: آيا د بدن د هر غړي د پيدايښت حکمت له ټول بدن سره کومه اړيکه لري او که نه؟ ټول شايد ځواب ورکړي: هو. د خولې د پيدايښت او يا جوړښت حکمت چې خوړل دي د ټول بدن لپاره اړين دي او د سږو پيدايښت يا جوړښت دادی چې ټول بدن ته د تنفس زمينه برابروي، د زړه د پيدايښت او يا جوړښت حکمت دادی چې د بدن ټولو غړو ته وينه رسوي، همداراز پښې چې د بدن د ټولو غړو د خوځښت او انتقال لپاره جوړې شوي دي، او همداډول په دا پيدا کولای او پوهيدلای شو چې د بدن ټول غړي، بدن ته د خدمت لپاره پيدا شوي او يا هم جوړ شوي دي او يا هم يو واحد وجود ته دندې تر سره کړي. اوس چې ستاسو د بدن هر غړی يې له حکمت سره پيدا کړی او دغه حکمت هم د ټول بدن لپاره په خدمت لګيا وي، شک نشته چې ته يې هم د حکمت او يوه ځانګړي موخې لپاره پيدا کړی يې، آيا د خپل ځان د پيدايښت په حکمت پوهيږې؟ او آيا د ټولو خلکو د پيدايښت په حکمت پوهيږې؟ که چيرته د خپل ځان د پيدايښت د حکمت په اړه نه پوهيږې نو د خپلې مخې له همدغه کاغذ څخه هم خوار يې، ځکه چې ددغه کاغذ له جوړېدا څخه هدف، پرې ليکل دي، ولې ته د خپل ځان د پيدايښت د حکمت په اړه ناپوهه يې؟ د خپل ځان د مقام په اړه فکر وکړه! ته څه ډول ژوند کوې حال دا چې د خپل ژوند د پيدايښت په حکمت نه پوهيږې؟ هر هغه څوک چې د خپل او خپلې شاوخوا د پيدايښت په حکمت پوه نشي نو غافل دی، او څوک چې د خپل لباس په هدف او حکمت پوه نشي غافلتر دی او له پورتنيو دواړو لابدتر هغه چې د خپل ټول وجود د پيدايښت د حکمت په اړه پوه نشي، د ټولې نړۍ له خلکو څخه ناپوهه دی، او څرګنده ده هر هغه څوک چې د خپل ژوند په هدف او حکمت پوه نشي، جاهل دی، ژوند به يې د ځمکې پر سر تېر شي خو پوه به نه وي چې د څه شي لپاره يې ژوند وکړ او ولې مړ کيږي؟ په واقعيت سره هغه ژوندون چې له حکمت او هدف پرته وي د خپل څښتن په پښو کې له زړو څپليو هم بې ارزښته دی، ځکه هر څوک کم تر کمه د خپلو څپليو په حکمت پوه دي او څومره دردوونکې ده چې د خپل ژوندانه د حکمت په اړه يې فکر ندی کړی. بالکل د داسې کس لپاره د نورو ټولو خلکو ژوند او وجود هم له حکمت او هدف څخه خالي دی.
وَ الَّذینَ کَفَرُوا یَتَمَتَّعُونَ وَ یَأْکُلُونَ کَما تَأْکُلُ الْأَنْعامُ وَ النَّارُ مَثْوىً لَهُمْ (محمد: ۱۲)
ژباړه: او هغه کسان چې کافران شوي دي (لږ) ګټه اخلي دوی (په دنيا کې) او خوراک به کوي لکه چې خوراک کوي چهارپايان او اور (د دوزخ) ځای د ورتلو (او کور د اوسېدو دی) دوی لره.
داسې خلک په دې ډول ژوند کوي چې دې شاعر ويلي دي:
نه پوهيږم له کومه راغلی يم
ولې راغلی يم
د پښو مخې ته مې وکتل، ولوېدم او شايد لاړ شم
هغه ځای ته چې وتوانيږم
او هلته به ودريږم. څه ډول راغلی يم؟ نه پوهيږم
څه ډول مې خپله لاره وليدله؟ نه پوهيږم
او ولې نه پوهيږم؟ نه پوهيږم
ولې که چيرته ګمراهان د خپل وجود له حکمت څخه ناخبره وي، مونږ مسلمانان خو په هغه هدف او حکمت پوهيږو، که هغوي نه پوهيږي چې ولې نه پوهيږي، دې مهم اصل ته راګرځي چې:
د هرې موجود حکمت د هغه د جوړونکي په نفس کې پټه ده، او ددې مطلب په پوهېدو بايد په ډيرو څيزونو وپوهيږو او همدا ډول د انسان د پيدايښت حکمت هم له مونږ څخه پټ دی او زمونږ له پيداکوونکي سره ده او يواځې همغه دی چې کولای شي د پوهې او درک توانايي مونږ ته راوښيي.
نو ځکه انسان د خپل پيدايښت په حکمت او هدف نه پوهيږي تر څو خپل پيداکوونکی ونه پيژني او کله يې چې خپل پيداکوونکی ونه پيژاند نو خپل کرامت، شرافت او انسانيت يې هم له مينځه ځي او په داسې حالاتو کې لرې نده چې خپل ځان له ويونکي حيوان او ورګو سره يو شان ونه ويني او دا په داسې حال کې ده چې الله جل جلاله نوموړي ته کرامت وربخښلی دی او وايي:
وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ (الاسراء: ۷۰)
ژباړه: او خامخا په تحقيق سره ډير عزت ورکړی دی مونږ اولاده د آدم ته.
يعني انسان ته د صورت حس، نطق، تدبير، عقل، حواس او نور ورعنايت فرمايلي دي چې د هغه په وسيله د خپلو دنيوي او اخروي مضارو او منافعو باندې و پوهيږي.
ولې په داسې حالت کې (بې هدفه ژوند) انسان بغير له اهانت او خفت څخه بل څيز ځان ته خوښ کړی دی نو د هر عاقل انسان لومړنۍ دنده داده چې خپل خدای او رسول يې وپيژني.
 
... دوام لري...