
نن سبا د ملي آمنیت د مشر استعفأ د ورځې توده خبره ده. که د دې ریاست دندو ته ځیر شو، په رښتیا هم نه یوازې د نظام، بلکې د هېواد د هر وګړي لپاره حیاتي اهمیت لري. پوښتنه دا ده چې ولې په دومره حساس وخت کې وشوه؟ آیا لږ وړاندې او یا وروسته نه شوه کیدلی؟ په هر صورت یوې خبرې ته مو پام وي، چې د کرزي په درې ګونو دورو کې چوکې میراثي شوې وې، او اوس له نیکه مرغه دا رواج په ختمیدو دی. د نبیل صیب له خدمتونو نه مننه او هرومرو به کومه بله د پام وړچوکي ورته په نظر کې نیول کیږي، خو خبره دا ده چې څوک پدې چوکۍ وګمارل شي؟همدا اوس چې د دې چوکې پر سر ناندرې روانې دي او زورواکان او په تنظیمونو پورې تړلي کسان یې د لاس ته را وستلو هلې ځلې کوي، غواړم چې په ملي آمنیت یو څه رڼا واچوم.
ملي آمنیت خورا سپیڅلې او مهمه دنده ده. د ملي آمیت کارمندان باید له هر ډول تبعیض، تعصب او فساد نه پاک وي او پدې اداره کې هیڅ ډول فساد شتون ونلري. زه په ؤلسمشراو اجراییه ريس غږ کوم چې داسې یو څوک وګماري چې یو پوه، مسلکي، ملي او فعال سړی وي. ځکه چې ملي آمنیت د هېواد سترګې دي. که زمونږ سترګو سم کار کولی، اوس به د پزې لاندې انتحاري حملې نه راته کیدې. که زمونږ سترګو سم کار کولی، په رڼا ورځ به یې د معارف، دفاع، داخله او نورو وزارتونو کومکي پیسې نه رانه غلا کولی اوخارجي بانکونو ته به یې نه انتقالولې او په لکونو هکتاره ځمکې به یې نه رانه عصبولی، که زمونږ سترګو سم کار کولی، اوس به له دومره ستونځو سره نه وای مخامخ او اوس به افغانستان د خارجي جاسوسانو په مرکز نه بدلیدلی.
ملي امنیت دنده لري چې د هر ډول داخلي او خارجي ګواښونو او خطرونو په مقابل کې د افغانستان د خلکو د ګټو، د خاورې د تمامیت او دولت نه چې په هر ډول کیږي دفاع وکړي. د افغانستان ملي آمنیت هغه وخت تأمین ده چې د خلکو او همدارنګه بیت المال ملي شتمنې او ژوند د داخلي او خارجي ګواښونو او خطرونو په مقابل کې خوندي وي. ملي آمنیت هغه وخت تأمین دی چې خپلو ملي ارمانونو ته د رسیدلو په لاره کې هر ډول خنډونه له مینځ لاړ شي. د خلکو قانوني حقونه او آزادې تأمین او له هغوی نه دفاع وشي. د ملي امنیت اداره او وسله وال پوځ په لومړي ګام کې د هېواد د سرتاسري امنیت او همدارنګه د نظام د دفاع دنده پر غاړه لري. له اداري فساد، قاچاق او نور هر ډول جرمونو سره باید مبارزه وکړي. پر وسله وال پوځ باید معلوماتي کنترول ولري، تر څو دښمن ونشي کولی چې په صفونو کې یې ځان ور داخل کړي؛ شپه او ورځ د خلکو د آمنیت لپاره تیاري ولري؛ په دولتي چوکاټ کې یو منظم معلوماتي سیستم ولري او همدارنګه د داخلي او خارجي استخباراتو بېلې بېلې څانګې او ادارې او د دولتي او نظامي محرمو معلوماتو ساتنه وکړي. پکار ده چې د نوی عصر له غوښتنو سره سم ډېر زیرک او هوښیار ځوانان جذب او د پرمختللې تکنالوژۍ پر مټ روزنه ورکړل شي.