د ايمان لار (دويمه برخه)

 
ليکوال: عبدالمجيد عزيز الزنداني
ژباړن: امين خاطر
په خدای (ج) د ايمان اهميت
مونږ د چا يو؟
دا لاسونه چې پرې کار کوې، دا پښې چې پرې په لاره ځې، دا ژبه چې پرې خبرې کوې او دا عقل چې پرې فکر کوې او هر څه چې د هغه د خدمت لپاره تر لاسه کوې، جسم او ژوند دې چې ترې ګټه اخلې، چا پورې اړه لري او که نه؟، آيا کله مو فکر کړی چې ته پخپله چا پورې اړه لرې؟ او يا هم مونږ ټول چا پورې اړه لرو؟ آيا د هر څيز ملکيت د هغه د مالک لخوا په همغه څيز کې د تصرُف آزادي نلري؟ او يا مو هم دې نړۍ ته په راتګ کې خپل واک درلود؟ آيا تاسو د خپل پلار او مور په ټاکلو کې کومه ونډه درلودله؟ او همداراز د خپل ښار، هېواد او زوکړې ځای په اړه څه؟ آيا تاسو پخپله د خپلې زوکړې وخت مو ټاکلی وو؟ او يا مو هم خپله بڼه (شکل) او بدني، رواني او عقلي صفتونه ځان ته ټاکلي وي؟ د خپل جنس (نر يا ښځه) په کېدو کې مو کومه ونډه لرله؟ آيا پخپله خوښه مو خپل ژوند داسې تنظيم کړی وو چې د کوچنيوالي له کمزورتيا څخه د ځوانۍ ځواک ته ورسيږئ او بيا بيرته له ځوانۍ څخه د زړښت کمزورتيا ته راشئ؟ له ناروغي څخه روغتيا او له روغتيا څخه ناروغي ته ورسيږئ؟ او آيا وروسته له ناپوهۍ څخه مو په پوهوالي کې کومه ونډه درلودله؟ او آيا له ژوندانه وروسته مو په مرګ کې څه ونډه درلودله؟
نو څومره ښه ده چې د قرآنکريم دې آيت ته تسليم شو چې:
اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن ضَعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِن بَعْدِ ضَعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِن بَعْدِ قُوَّةٍ ضَعْفًا وَشَيْبَةً يَخْلُقُ مَا يَشَاء وَهُوَ الْعَلِيمُ الْقَدِيرُ (الروم: ۵۴)
الله (ج) هغه (مطلق قادر) دی چې پيدا کړی يې يئ تاسې له کمزوري (شي څخه چې نطفه ده) بيآ يې درکړي دي وروسته له بل ضعف (د طفوليت) قوت (د ځوانۍ) بيا يې درکړي دي وروسته له قوت (د ځلميتوبه) ضعف او د ويښتو سپينوالی پيدا کوی الله (ج) هر هغه شی چې اراده وکړي (د پيدايښت د هغه) او هم دغه (الله) ښه عالم دی، ښه قادر دی (په هر شي).
(يعنې کوچنی (ماشوم) د پيدايښت پر مهال بې حده کمزوری او ناتوانه وي بيا ورو ورو قوت مومي، تر دې چې د ځلميتوب په وخت کې د ده زور او قوت خپل انتهايي حد ته ورسيږي او د ټول زور او قوت پرمختګ د ځلميتوب پر مهال وي. بيا ورو ورو عمر مخ په زوړوالي درومي او له زور او قوت نه وروسته د کمزوري آثار څرګنديږي چې د هغه انتهايي حد سپين ږيری توب او زوړوالی دی، په دغه وخت کې د بدن ټول غړي سست او کمزوري کيږي او پّ قوتونو کې يې فتور او تعطيل واقع کيږي، د قوت او کمزورتيا دغه ټول پرمختګونه او تنزل د پاک الله جل جلاله د قدرت په لاس کې دي او هر قسم چې د الله تعالی اراده وي هماغسې يو شی جوړوي او د غه د ضعف او قوت له مختلفو پړاوونو څخه تيروي.)
اې انسانه! دا ستا لپاره تر ټولو مهم واقعيتونه دي چې ته پخپله د هيڅ څيز څښتن نه يې. ځکه چې په هيڅ کوم څيز کې د تصرُف توان نلرې! او آيا هم د خپلو اولادونو په اړه په پورتنيو چارو کې اختيار نلرې؟ د خپلو نږدې قومونو، ښار او ټبر په اړه هم؟ او آيا ستا نيکونو، خپلوانو، ملت او قبيلې د خپلو ځانونو په اړه کوم اختيار درلود؟ ... په هماغو ټولو چارو کې چې ما او تا او د نړۍ ټولو خلکو ته له پخوانيو زمانو څخه تر ننه او د نړۍ تر پايه د الله جل جلاله له لوري ټاکل شوي دي.
نو پايله ترلاسه کوو چې ته مملوک يې، زه مملوک يم، ټول امتونه، ملتونه، حکام او محکومين ... ټول مملوک دي. د هغه چا مملوک دي چې هر ډول يې هر څه غوښتي نو پيدا کړي يې دي، د هغه چا مملوک دي چې چا دې نړۍ ته راوستي دي او بيرته يې له نړۍ څخه بيايي!
اوس د خپلو لاسونو او پښو په اړه فکر وکړه! آيا تا ورته غوښه، پوستکی، هډوکي، وينه او يا هم حتی د ويښتو کوم تار پيدا کړی يا جوړ کړی؟ او يا هم په دې توانيدلی يې چې کوم بل انسان ته د هغه د بدن کومه برخه پيدا يا جوړه کړې؟ وګوره آيا ملتونو، قبيلو او يا هم دولتونو ستا او يا هم د بل چا د بدن کومه وړوکی اندام جوړ کړی؟  ددې مبارک آيت پر بنسټ:
إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ عِبَادٌ أَمْثَالُكُمْ فَادْعُوهُمْ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (الاعراف: ۱۹۴)
ژباړه: بيشکه هغه کسان چې عبادت کوئ تاسې (اې مشرکانو! د دوی له بلنې څخه) بې له الله مملوکان دي په شان ستاسې نو وبولئ تاسې دوی نو ودې مني دوی (دغه بلنه) ستاسې که ياستئ تاسې صادقان (ريښتيني په دغې دعوې کې چې دوی خدايان دي)
نو اوس چې دا پايله مو ترلاسه کړه چې مونږ د خپلو ځانونو څښتنان نه يو، نو غوره ده دې مثال ته ځیر شو او خپل نظر مو ددې شخص په اړه بيان کړو: که يو سړی داسې کارخانې او يا هم کوم سوپر مارکيت ته لاړ شي چې دی يې څښتن نه وي (د بل چا وي) او نوموړی د ددې کارخانې يا سوپرمارکيټ د اصلي څښتن په نه شتون کې ددې کارخانې يا سوپرمارکيټ دننه څيزونو کې تصرُف وکړي، د هغه ځای موجود مخکې او شاته کړي، ځينو څيزونه پاس يوسي او څيني څيزونه لاندې راوړي يا يې کم او زيات کړي او هر څه په خپله خوښه ځای پر ځای کړي. ددې سړي په اړه څه فکر کوئ؟
څرګنده ده، هر عاقل او عادل به د نوموړي پر ناپوهئ داسې ګواهي ورکړي، هر څوک چې د څښتن له اجازې پرته د هغه په ملکيت کې دخالت کوي، حتما به ناپوه او ليونی وي.
اوس له خپل ځان څخه پوښتنه وکړه چې ايا ته ناپوه او ليونی يې چې د خپل وجود د څښتن له اجازې پرته خپل وجود او يا يې هم کوم غړی استعمال کړې؟ ځکه هر عاقل که خپل وجود ته فکر وکړي نو پوهيږي چې پخپله د خپل بدن د هيڅ کوم غړي څښتن ندی، نو نشي کولای چې کوم غړی د اصلي څښتن له اجازې پرته ترې پخپله خوښه کار واخلي، او ددې لپاره چې نوموړی اجازه ترلاسه کړي نو لومړی اړينه ده چې په ټوله معنی د هغه اصلي څښتن وپيژني او له هغه لارښوونه وغواړي او فرمان يې پلي کړي او پوه شي چې:
أَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ تَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ (الاعراف: ۵۴)
ژباړه: خبردار شئ چې (خاص) الله لره دي پيدا کول او امر (حکم فرمايل) لوی برکت والا دی الله چې رب (پالونکی) د ګردو (ټولو) عالميانو (د جهان) دی.
نو په دې اساس د انسان لومړنۍ دنده د خپل څښتن پيژندل دي، او همداراز د هغه د راليږونکي، چې دده د لارښوونې لپاره دده د څښتن له لوري راليږل شوی دی.
 
... دوام لري...