
که څه هم ګڼ ليکوالان د لومړنۍ ایدې یا لومړني فکر، طرحې، کریکټرونو، کشمکش، تصویري ژبې او یو شمیر نورو عناصرو د هنرمندانه اوډون په څیر ګڼې ځانګړنې د داستان په اړه یادوي خو له دې ټولو سره سره باید دا هم په پام کې ولرو چې هیڅ ټاکل شوی قانون هم نشته چې څرنګه باید وليکو.
سامرست موام په دې اړه وایي: د ناول لیکنې لپاره درې قوانین شته چې په خواشينۍ سره هیڅوک نه پوهيږي چې هغه څه دي؟، دا خبره د داستان په اړه صدق ځکه کوي چې تل پدې اړه چې څه لولو هغه وړاندیزونه او نورې تجربې دي؛ او که یو شمیر کیسې له هغو څیزونو سره پرتله کړئ چې د کیسه ليکنې په قواعدو او یا هم ځانګړنو کې یو شمیر لیکوالان پرې ټینګار کوي متوجه به شئ ډیر ځایه سره سر نه خوري یا هم حتی سرچپه څه راخيږي.
په کیسه لیکنه کې هیڅ څه هم مطلق ندي، هیڅ سم یا ناسم ډول د ليکنې لاره روښانه نده، سمه لاره هغه ده چې تاسې په اغیزمنه لاره خپلې موخې ته بيايي او ستاسې د بریا راز هم دا دی چې څومره خپل ځان او خپل لوستونکی خپلې کیسې ته را کښلی شئ چې ويې ولولي.
ليکوالانو ډیره هڅه کړې چې داسې فورمولونه ومومي چې د هغو له مخې په ليکلو سره د هغوی آثار چاپ شي او خپرونکي د دوی آثار چاپ کړي او يا يې هم خلک خوښ کړي؛ خو داسې څه به ممکن وي چې داسې کوم فورمول وجود ولري چې په یقین سره داسې څه وجود نلري او نه هم ممکنه ده چې يواځې په څو کرښو لارښونه یو څوک داسې څه وليکي چې خپرونکي او خلک يې دواړه خوښ کړي؛ پس هیڅ فورمول نشته، یواځې د ليکوال هنر دی چې څه څرنګه غواړي وليکي؟
په هر حال؛ کله چې لنډه کیسه لیکل کېږي، د لیکوال په ذهن کې له هرڅه وړاندې ایده یا فکر خطور کوي او دا چاره د پلاټ، روایت، کشمکش، کرکټر، خبرو اترو ، هوډ، منځپانګې، پیغام او پای بنسټ ږدي.
دا چې فکر څرنګه روزل کېږي او تر قلمه رسول کېږي د لیکوال په ذهن کې پاتې توکي دي، د روایت ډول او د لوستونکي د را کاږلو او هغه ته د پیغام د رسولو لاره هم له لیکوال سره پاتې کېږي، خو د لومړني فکر، پلاټ، کشمکش د ځواک او پای جوړښت د هر داستان او کیسې لپاره یو رنګ توکي دي.
زه خپله د ایده یا لومړني فکر په اړه باوري یم، هر وخت به الهام نه راځي چې د لیکوال په ذهن کې د لنډې کیسې تخم وکري، بلکه د ژوند ورځنۍ پېښې، مطالعه او خپله لیکوال د لومړني فکر محراق جوړوي.
لومړنی فکر ځانګړی تعریف هم نه لري، خو سړی ویلای شي چې داسې فکر چې د طرحې او روایت لامل شي، د تصویر وړ وي، داستاني وي، نوی او هر اړخیز وي، د کیسې لومړنی فکر دی.
له لومړني فکر وروسته طرحه پنځول کیږي. لومړنی فکر خپله، طرحه رامنځته کوي، د کیسې بدن او هډ هډ پنځوي، یا په لنډه توګه ویلای شو چې طرحه د لومړني فکر ترسیم شوې بڼه ده.
د طرحې یا پلاټ (plot) کلمه د لومړي ځل لپاره ارسطو کارولې.
طرحه هم بېلابېل تعریفونه لري، خو په لنډو ټکو کې ویلی شو چې طرحه د کیسې په اوږدو کې په یوه لیکه پېیل شوې منځپانګې ته ویل کیږي.
په طرحه کې د روایت او په یوه لیکه کې د منځپانګې د پېیلو د ډول مسله مطرح کېږي، چې زما په اند ورته لېږد ویلای شو، پدې پړاو کې د طرحې ډول او د لید زوایه رامخته کېږي، چې دا د لیږد ډول په څو ډولونو ویشل کېدای شي.
لومړی د لیک په بڼه: ډېری کیسې د لیک له لارې تر لوستونکو رسېږي او د لیک بڼه لري، چې د لیک په وسیله پکې کیسه تر لوستونکي رسېږي.
د رپوټ په بڼه: چې پدې ډول کې لیکوال د یو رپوټ په توګه خپله کیسه غځوي.
دغه راز د لیکلو خاطراتو په بڼه: چې لیکوال پکې هڅه کوي، د لیکلو خاطراتو له لارې خپل داستان پر مخ بوځي.
د پوښتنې ګروېږنې په بڼه: پدا ډول کیسو کې لیکوال د پوښتنو ګروېږنو په توګه خپله کیسه پر مخ بیایي چې ډېری بېلګې یې په پولیسي کیسو کې موندلای شو.
د ذهني کشمکش له لارې، په دې ډول کې هم ډېری لیکوال یا له خپله لیده یا د دریمګړي له لیده ذهني کشمکشونه نندارې ته ږدي او خپل داستان پرې غځوي.
ګڼ نور ډولونه هم لري چې په لیکوال پورې اړه لري او خپل داستان پرې غځوي.
په ټول کې د داستان د طرحې په اړه څو برخې په ذهن کې خطور کوي، چې په دې برخو یې ویشلای هم شو.
لومړی مقدمه ده چې لیکوال خپله کیسه پیلوي او هغه کلمې او جملې چې لوستونکی دې ته چمتو کوي چې د داستان لوستل پیل کړي.
دوهم ګام د لومړۍ پېښې پیل دی چې پدې پړاو کې لیکوال د کیسې په لومړۍ پېښه قلم ږدي او د کیسې غځولو ته ملا تړي.
بل ګام د غوټې یا بحران په لور یون دی، په دې ځای کې لیکوال خپل لوستونکی د کیسې له بحران سره له ځان سره بیایي.
بل پړاو د کار پایله ده، چې د غوټې یا بحران د پای ته نږدې کېدو او د غوټود خلاصېدو پړاو ښيي.
هوډ، هغه هڅه چې د کیسې په اوږدو کې ددې لپاره کېږي چې لوستونکی یا اورېدونکی تر پایه له کیسې سره پاتې شي، او د راتلونکو پیښو پیښیدو ته پوره تلوسه ولري، تر یوې کچې د راتلونکو پیښو وړاند ویینه وکولای شي او تر یوې کچې خپله لاره په کې ورکه کړي.
دا کشمکش په څو ډوله په کیسه کې اچولای شو، د ماجرا یا پېښې له لارې، چې په دې ډول کې په خپله پېښه داسې پېښه ټاکل کېږي چې په کې ځینې پټ ټکي، او پټ څیزونه چې په لومړي سر کې له لوستونکي څخه پټ شوي دي، بل د کرکټر یا د کیسې د اتل اندروای یا کشمکش دی، پدې کې د کیسې اتل داسې ټاکل کېږي چې په کې لوستونکی له ځینو پټو ټکو سره مخ کېږي او هغه ددې لامل کېږي چې د کیسې تر پایه مل پاتې شي، دغه راز په ځای او وخت کې، په دې ډول کې هم له داسې ځایونو کار اخیستل کېږي چې په کې داسې ټکي وي چې لوستونکی پرې د پوهېدو لپاره د کیسې تر پایه مل پاتې شي.
په ټولیزه توګه ویلای شو چې په طرحه کې څو ټکي ډېر مهم دي، طرحه باید د منلو وي، قوي انځورونه او تصویر ولري، تضاد په کې وي، چې دا کشمکش غواړي او کشمکش او غوټې له ګڼو لارو داستان ته لار موندلای شي، لکه د کرکټر کشمکش له خپل ځان سره، یا هم د کرکټر کشمکش له طبیعت سره، په طرحه کې شک او تردید چې وکولای شي لوستونکی یا اورېدونکی له ځانه سره تر پایه یوړی شي بل مهم ټکي دی، دغه راز یې موضوع نوې او بکره وي، ساده وي او تر ټولو مهم دا چې موخه ولري.
توصیف او انځورونه
توصیف او انځورول د اصلي طرحې او پلاټ د بیان هغه ډول دی چې که نشتوالی يې داستان نشي بدلولای خو کیسه بې خونده نامفهومه کولای شي.
پکې د شیانو، شخصیتونو، ځای، وخت، ډول او پيښو توصیف او انځورول او تصویري بیان دی چې يو شمیر خو يې په عین حال کې چې د لنډې کیسې د يوې صحنې توصیف او بیان ګڼي حتی هغه ته کیسه ګۍ يا بل مینیمال هم ویلای شي چې د لنډې کیسې د عناصرو تر منځ منطقي تړاو رامنځته کوي.
په کیسه کې مهمه ده چې توصیف او انځورګري په ډیر هنر سره پر ځای شي؛ ځایونه، شخصیتونه، پېښې او نور عناصر هسې توصیف او تشریح شي چې له یوې خوا وکولای شي لوستونکی هغې پېښې ته هومره نږدې کړي لکه مخامخ يې چې ګوري خو له بلې خوا د یوې موضوع د بیان او توصیف پر مهال بلې موضوع ته هم لاړ نشی؛ ډیری مهال لنډه کیسه د يوې پېښې په اړه خبرې کوي او کله چې هغو ته کافي پام ونشي د کیسې یو لاس والی او حال او هوا له لاسه وځي او په پای کې د لوستونکي د سرخوږۍ او د متن د ګډوډۍ لامل کیږي.
د کیسې بل مهم ټکی د کیسې اتل یا کرکټر دی، کرکټر هم د کیسې په څیر لومړني فکر ته اړتیا لري، یو لومړنی فکر ددې لامل کېږي چې کرکټر وپنځول شي او د کیسې پېښې وڅرخوي، دغه راز دکرکټر انګیزه چې کرکټر ولې او څرنګه پنځول کېږي. کرکټر د کیسې اړخ اړخ روښانوي او د عیني والي سره یې مرسته کوي.
زه فکر کوم چې کرکټرونه په دریو ډولونو ویشلای شو، اصلي کرکټرونه، فرعي کرکټرونه او بکرونډ کرکټرونه.
اصلي کرکټر ټوله کیسه څرخوي، منځ پانګه یا طرحه په مخ وړي، او د داستان ټولې برخې همغږې او پرمخ وړي.
فرعي کرکټرونه له اصلي کرکټر سره مرسته کوي، خبرې اترې زیږوي، اصلي کرکټر روښانه کوي او د داستان په القا کولو او د پیغام په رسولو کې مرسته کوي.
بک ګرونډ کرکټرونه هم، له دریو یا څلورو زیات یوځای کرکټرونه چې په داستان کې برخه اخلي لکه لښکر، پوځ او یا نور…
په کیسه کې د لید زاویه ددې معنی لري چې کیسه د چا له لید یا ژبې ولیکو، یا په بل عبارت د لید زاویه یعنې د کیسې د بیان ډول.
د لید زاویه د لید حالت، شخص او اړخ ښيي، خو په لومړي سر کې یې په د ننه او بهر باندې ویشلای شو.
د ننه معنا دا چې د لیکوال له (زه) څخه را وتونکی لید، چې په کې په هر څه پوه، په لږ څه پوه او عیني کتونکی شاملیږي، ویلای شو چې د لید کابو درې اصلي او بنسټیزې زاویې شته، (زه، ته ، هغه) خو د (زه او هغه) د حالتونو له جمعې څخه دوه نور ډولونه هم چې موږ او هغوی کېږي په لاس راتلای شي. دغه راز د (هغه ) په برخه کې هم مونث او مذکر ته په پام سره د بدلون په بڼه کې ځانګړې بڼې خپلولای شي. اوس اوس کیسه لیکوالو د لید د زاویو په یوځای کولو سره بېلابېلې فرعي لارې موندلې چې له هغې لارې کولای شي خپلې کیسې په ښه توګه بیان کړي.
وروستی یادونه غواړم د خبرو اترو یا ډیالوګ په اړه وکړم، خبرې اترې په کیسه کې تر ټولو ستر رول لري، خبرې اترې له یوې خوا خبرې اترې کوونکی را پېژني، له بلې خوا د صحنې، کشمکش، اټکلونو وړاندوینو او نورو موضوعاتو په روښانه کولو کې ستر رول لري، د خبرو اترو له سترو ځانګړنو کولای شو دې ته اشاره وکړو چې خبرې اترې باید لنډې وي، اشاره او تصویر ولري، پرې کېدونکې او ستړې کوونکې نه وي، خوږې او په زړه پورې وې.