يو څو کيسه ګۍ/ ۳۹

 
د نعمتونو کډه:
هغه ویاله کې چې همیش به ډکه بهیدله اوس د ماشین د تیلو له خلاصون سره وچه شي...
د ۲۰۱۴ د فبرورۍ یولسمه، ډهلي – هندوستان
ډیر بې وزلان:
دلته بې وزلان او مظلومان هومره ډیر شوي چې نور یې خلک له حضور سره عادت شول او بیا بیا د چا سترګې ورته اوښکې نه کوي...
 
عملي فکر:
د یوې شیبې عملي فکر او یوې ورځې فکري کار يې د فکرونو او عملونو لپاره نوې لارې وایستې او اوس یې له لیدلو خوند اخلي...
 
همدومره ساده:  
خودکفايي يې په خپل لاس په جوړه شوې زانګو کې د ماشوم په زنګیدو کې کتله او د دې تجربې لیکل یې تلپاتې اثر شو...
زړه ماتي:
ځینې وخت ویلو ته بلا کیسې لرم؛ خو زړه مې هومره مات وي چې د لیکلو حوصله یې نه وي راسره، خپګان بدې کانې کا...