غزل

 
زاهــده وایه په سـر خیال د مــیخانې لـــري  څوک
یا په نشه کې څوخوږې،خوږې قیصې لري څوک
 
په دې ســینه  د دومره زور او تــشدد با وجــــــود
په دې سینه کې دومــره ښکلې یارانې لري څوک
 
زما خو له سترګو د ازر د چينې څاڅـکې راځــي
وایه په لاس کې دومره مستې پيمانې لري څـوک
 
دا چا تعریف کړم چې له ماسره تعرف دې وشو
داسې وختونه دومره ښکلي زمانې  لري څــوک
 
خلک مــې اوس هــم په هــماغه  مــلنګۍ  پیـژني
دې زوړ کچکول کې دومره ډکې خزانې لري څوک
 
د ورک غــزل مــې درک ولګــيد مــعنا پـیدا شوه
اوس لکه مــا غوندې رنګینې افسانې  لري څــوک
 
دمینې درس خدای شته سړي نه افلاطون جوړوي
ګڼــې(آرینه) دومره ســترې فــلسفې  لــري څوک
 
مصطفی آرين