غزل


څومره په هوش څه په تدبیر راځي او، بیا رانه ځي
څـــه لټوي راکــې شـبګیر راځــي او، بیا را نه ځي
 
لکه یو څـاڅـکۍ د باران په مـنځ کـې ســـم پریوته
اوبو ته ګـورم خـپل تصویر راځي او، بیا رانه ځـي
 
پخدای که پریږدم چې ئې سم دا ځلي خکل ئې نکړم
څـــنګه پرداسـې یو مــسیر راځــي او، بیا رانه ځـي
 
په دومــره لــوړ اوصاف او دومــره ذکاوت با وجــود
لکه مـــرید غــوندې یو پيــر راځــي او، بیا رانه ځـي
 
کـه دا د وخت وي تقــاضه جــبر ئې هـــم خــوږ لګي
فــکرمـــې بل ســره اســـیر راځـــي او، بیا رانه ځـي
 
زړه مې پرې جیګ دی تر آسمانه خو په دې خــفه یم
واورې او وريځــې په پامـــیر راځي او بیا رانه ځــي
 
لـوئې تــسلې مــې وه د زړه خــــو مـــې دا نه ګــڼله
لکه فاروق غــوندې امـــیر راځـــي او بیا رانه ځــي
 
آرینه وخــت خـــــو حــافظه راته کــمزورې کـــړله
هـــــغه لیدلي خــوب تعبیر راځـــي او بیا رانه ځـــي
 
مصطفی آرين