غزل


ځـــان رژوې ګڼې خــزان درنه بدرنګه نشي
ګلابه زار شم ګوره ځان درنه بدرنګه نـــشي

مــاهم دژوند ستوري ته دغه سپارشتنه کـړې
که چیرته نه وم چې آسمان درنه بدرنګه نشي

منم چې رنګ دې د نکریځو شانې رنګ نلري
یه اوښکې ګوره چې ګریوان درنه بدرنګه نشي

وخته یوسف غوندې ښائيست که ئې زغملې نشې
خو په دې ښار کې مې جانان درنه بدرنګه نشي

غــمي دې ماتې کــړې زرګره خپه کــیږې څله
خو د ښایست هغه دوکان درنه بدرنګه نــــشي

آرینه ســوي زړه لوګي دې تر آسمانه رسي
خو د بغداد د ښار باران درنه بدرنګه نشـــي
 
مصطفی آرين