ليکوال: عبدالمجيد عزيز الزنداني
ژباړن: امين خاطر
لومړۍ برخه
په خدای (ج) د ايمان اهميت
تاسو چا نړۍ ته راوستي ياست؟
که يو څوک ناڅاپه خپل ځان له ارادې او پرېکړې پرته په يوه ناپيژاند ښار يا صحراء کې وويني، حال دا چې کوم بل چا دلته راوړی وي
او وروسته ځير شي چې هغه چا چې دلته راوړی، دده د لارښوونې لپاره نور خلک هم دغه غريب ځای ته راليږلي دي، او اوس که چيرته دغه کس ددې پر ځای چې د هماغو کسانو کوم چې دده د لارښوونې او ژغورنې لپاره راليږل شوي د لاښې پيژندګلوۍ په لټه کې واوسي، له هغوي سره مقابلې ته را اوچت شي او ځورېدل يې پيل کړي او هغوي هم د نوموړي ټول اذيتونه وزغمي.
نو په داسې وخت کې به د نوموړي ورک شوي کس په اړه ستاسو نظر څه وي؟
بالکل د هر عاقل انسان ځواب به داسې وي چې: په داسې وخت کې د هر ورک شوي کس لومړنۍ هڅه بايد دا وي تر څو د هغه چا په لټه کې اوسي چې نوموړی يې دلته راوړی دی او کوښښ وکړي چې دغې صحراء ته يې د راوړلو هدف پيدا کړي او همدا ډول هغه کسان هم ومومي چې دده د راوړونکي لخوا ورته د لارښوونې لپاره راليږل شوي دي، حتما بايد ورشي او د هغوي خبرې واوري، د هغوي دروغ او ريښتيا معلوم کړي، که چيرته يې د هغوي په ريښتينولۍ باور راغلی نو مينه ورکړي، قدر ورکړي او د اوامرو اطاعت يې وکړي، ولې که چيرته کوم کس خپلو کړنو ته اهميت ورنکړي او د خپل راوړونکي او پيدا کوونکي په لټه ونه اوسي او د هغه پر راليږونکو باور ونلري نو په حماقت او تنبلۍ يې بايد هيڅ شک ونکړل شي.
هر عاقل لپاره اړينه ده چې د خپل ژوند په اړه فکر وکړي چې څرنګه له مړې او بې ځانه خاورې څخه کامل بشر ته تبديل شوی دی.
(وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ إِذَا أَنْتُمْ بَشَرٌ تَنْتَشِرُونَ) (الروم:۲۰)
ژباړه: او يوه له نښو (د قدرت) د دغه (الله) دا ده چې پيدا يې کړ (اصل د) تاسې له خاورو بيا اوس تاسې يئ بشر خوريږئ (په ځمکه کې)
او څومره توپير دی د خاورې له نړۍ سره چې نه اوريدل کولای شي، نه ليدل کولای شي، نه عقل لري او نه هم حرکت، نه ښه کولای شي او نه هم بد کار کوي، نه رشد کولای شي او نه هم د خپل مثل توليد او نه هم پکې د ژوند کوم صفت شته او ژوندی بشر چې د ځمکې خاورينه کره يې له ژوندانه او خوځښتونو ډکه ده، که چيرته عاقل انسان له دغې بې ځانه او مړې خاورې څخه د بشريت نړۍ ته د انتقال په ټوله کيسه فکر وکړي نو پوهيږي چې څرنګه له بې روحه او بې ځانه خاورې د غوښې يوه برخه کلکوي او ترې هډوکی جوړوي او د هډوکو پر قفس (ډانچ) او سلسله رګونه – پلې – تارونه او د بدن نور محتاج اليه د پيدا کولو څخه وروسته غوښې او پوستکي زرغونوي او نوي صورت سره پيدا شو او روح سره ژوندی شو او دا ټول له خاورې څخه غذا او غذا څخه حنين ته تر لاسه شوي دي او له هغه وروسته د ماشوم په شکل را پيدا شو او بيا د انسانيت په ټولو ځانګړنو سنيګار ټولنې ته راووت.
که عاقل انسان دې ټولو څيزونو ته ځير شي او فکر وکړي نو پوه به شي چې د خپلې جوړېدنې او ژوند هيڅ مرحله هم اختياري نه وه، نو لومړی څيز چې بايد هڅه يې وکړي هغه د خپل پيدا کوونکي پيژندنه ده. او بايد ددې ټکي په لټه کې شي دا چې د بدن جوړېدنه او ژوند يې په خپل لاس کې ندی نو بيا د چا په لاس کې دی؟
﴿ يَا أَيُّهَا الْإِنْسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِيمِ (6) الَّذِي خَلَقَكَ فَسَوَّاكَ فَعَدَلَكَ (7) فِي أَيِّ صُورَةٍ مَا شَاءَ رَكَّبَكَ (8) (الانفطار:۶-۸)
ژباړه: اې انسانه! څه شي مغروره کړی يې ته پخپل رب کريم باندې، هغه (رب الکريم) چې پيدا کړی يې ته نو برابر کړی يې ته (يعنې اندامونه يې پوره درکړي دي) پس برابر معتدل کړی يې ته (په خلقت کې)، په هر شان (کامل) صورت سره چې ويې غوښته ترکيب پيوند کړی يې ياست.
یعني هغه کريم ربی آیا ددې خبرې وړ وو چې ته د خپل جهل او حماقته د هغه په حلم او کرم باندې ډاډه شوې سر به دې ورځنې غړاوه؟ تا ته خو دا ښه وه چې د هغه له دې کرم څخه به شرميدې او د حليم له قهر څخه به ډير ويريدې ولې چې الله تعالی ډير کريم دی خو ورسره منتقم او حکيم هم دی نو که دا تيرواته او غرور نه دی نو څه دي چې ته يې په يوه صفت پيژنې او له بل صفت يې سترګې پټوې؟
او پيدا يې کړ يو لاس په اندازه د بل سره او يوه سترګه په مقدار د بلې سره او د ټولو په صورتونو کې لږ او ډیر توپير او تفاوت پيدا کړ او هر يوه ته يې بيل رنګ، شکل او ډول عنايت کړاو په مجموعي ډول سره يې انسانانو ته د نورو ساکښانو په نسبت ښه بڼه ورکړه.
نو اې انسانه! څه شي ته له خپل خالق څخه غافل کړی يې؟ له هغه چا څخه چې ته يو جوړ کړې، تا ته يې بڼه درکړه. آيا فکر نکوې چې له هيڅ څخه يې منځ ته راوړې؟
له هيڅ څخه چې هيڅ هستي نلري؟ آيا کله دې دا خيال کړی چې ستا پيداکوونکی هماغه هيڅ دي؟ آيا نه پوهيږې هيڅ کله هم د څه په جوړولو نه توانيدلي او نه توانيږي؟ او آيا دا هم تصديقوې چې خپله هم څه شی نشې جوړولای؟ پس حتما يو خالق لرې چې ته يې پيدا کړی يې.
(أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ) (الطور:۳۵)
ژباړه: آيا پيدا کړی شوي دي دوی بې له يو څيز (خالق پخپل سر) يا که دوی پخپله پيدا کوونکي دي د ځآنونو خپلو؟.
که يې منې چې ستا وجود او ژوند د الله (ج) په لاس کې دی او همغه دی چې تا ته يې بڼه درکړه او جوړ يې کړې، پس مجبور يې چې د پيژندګلوۍ لپاره يې کوښښ وکړې او هغه څوک وپيژنې چې د خلقت او ژوند ټولې چارې يې په لاس کې دي.
پس د خپل خالق پيژندنه مو بايد لومړنی ګام او لومړنۍ دنده وي تر څو عاقل وشمېرل شې.
... دوام لري...
وروستي