سیاسي ګوندونه او فعالیتونه

 
فلپ نارټن وايي : سياسي ګوند عبارت داشخاصو دهغه ګروپ څخه دى چې دټولنيزو اعمالو او کړنو په سرته رسولو سره سياسي قدرت ترلاسه کوي.
ايډمنډبرک ( Edmundbruke ) وايي : سياسي ګوند دافرادو او اشخاصو هغه ګروپ دى چې دګډو اهدافو دسرته رسولو په کوښښ کې وي.
ډيسرايلي  Desraeli) ) وايي : سياسي ګوند دمنظمو ټولنيزو رايو نوم دى.
سياسي حزب د ديموکراسى دماشين څرخوونکى دى اګر چې سياسي احزاب ډيره اوږده سابقه لري خو له نوي ديموکراسى څخه دهغې تکامل او پرمختګ د ديموکراسى سره يو ځاى وه دسياسي احزابو دقدامت په هکله دمثال په ډول کولاى شو چې ووايودروم دهيواد ( اوسنى ايټاليا پايتخت ) خلک په دوه ډلو ويشل شوي وه .
چې يوه يې ( پاتريسين ) او بله يې ( پله بين ) وه خو په اوسني دورکې دوه ډلو چې ( ګلفانو) او ( ګيبيلينونو ) المان په دوه مخالفو قطبونو تقسيم کړى وه چې ګلفانو دپاپانو او دګيبيلينونو دامپراتورانو طرفداري کوله خو داحزابو تاريخي سير دنوي حزبي نظامونو اوحکومتونو په برخه کې وجودلري د بريتانيادسياست څخه منشا اخيستې ده خو په تاريخي لحاظ باندي دسياسي احزابو راپيداکيدل اوپرمختګ دانګليستان د اساسي قانون دپرمختګ سره يوځاي پيدا اوپرمخ ولاړل چې دغه دسياسي احزابو رامنځ ته کيدل دانګلستان داساسي قانون سره ډير نږدې ارتباط لري چې دهمدې وجې نه سياسي ګوندونه په انګلستان کې رامنځ ته شوي دي يو ډله محققان او پوهان د ( اليزابت ) ملکې په وخت کې ( پيوريتونونو) ديوې ډلې په عنوان ځان راښکاره کړو چې دغه ښکاره کيدل دمذهبي سياست طرفدار وه او يو سياسي حزب يې تشکيل کړو خو ليکن ګوند خپل اساسنامه دحزب داستوراتانو په دوره کې يې چې شاه او پارلمان سره مخامخ وه اعلان کړه چې ددغې مخامخ کيدنې ، دکليسا مشران او دولت ديو مستقل ياپه خپل ځان متقي حکومت مخالف وه او د ( شواليانو ) ډله دشاه دقوي او قدرتمند حکومت طرفدار وه چې په دې وجه سره مخالفو فرقو په خپل منځ کې په داخلي جنګ شروع وکړه خو ليکن د دوهم چارلس دژر راتګ نه وروسته دغه دوه مخالفې فرقې ( دويګانو او نوريانو ) په نوم وپيژندل شوې چې ويګانو غوښتل پادشاهي د دپارلمان له لارې محدوده او مقيده کړاى شي او نوريان په استبدادي پادشاهي معتقدوه .
اونه يې غوښتل چې په حکومت کې او دهغه په نورو اداراتوکې هيڅ قسم تغير راشي خو د انوورد دپادشاهي په رامنځ ته کيدوسره ويګان ترهغه وخت پورې دمستقلي پادشاهى مخالفان وه خو دنوي پادشاه په طرفدارى او وفادارى باندې بدل شو او له بل طرفه نوريان په مخالف طرف کې ودريدل او دڅه وخت لپاره سياسي ګوندونه قوي او فرقي غوښتونو په اساس باندې ولاړوه .
خود دريم جورج په وخت کې ( ليبرال او محافظه کار ) ګوندونه تشکيل شول ليبرال ګوند داصلاحاتو او پرمختګ طرفدارى کوله او خلکو ته يې درايې دحق غوښتنه ، دمذهبي محدوديتونو دمنځه وړلو چې په صنعت اوتجارت باندې استوار وه دمنځه تلل يې غوښتل او دښو او بهتره قوانينو دتصويب غوښتنه يې کوله دکارګرانو دژوند دښه کولو غوښتنه يې هم درلودله اوله  بل طرف محافظه کار ګونددنظم او امنيت يوه قوي خارجي سياست طرفدار وه محافظه کارانو دامتيازلرونکو حمايت کاوه او دنوي تغير د راوستلو په مقابل کې يې مقاومت ښکاره کولو او همدارنګه دسرمايه دارى دنظام ملا تړ کاوه او دشاه لپاره په زيات احترام قايل وه او دشلمې پيړى په شروع کې بل ګوند چې دسوسيالستي نظر نمايندګي يې کوله رامنځ ته شو په لومړى سر کې لبرالان يې وروسته کړل چې له دې لارې څخه يې په انګلستان کې فعلاً دوه عمده حزبونه موجود دي چې يو کارګر او بل يې محافظه کار چې دخلکو درايې دلاسته راوړلو په خاطر په رقابت کې دي افغانستان کې دلومړي ځل لپاره دمحمدظاهر شاه دپادشاهي په دوران کې سياسي احزابو ته په غير رسمي توګه دفعاليت اجازه ورکړل شوه چې ددې اجازې له وجې په افغانستان کې دلومړي ځل لپاره سياسي احزاب رامنځ ته او حزبي حرکتونه پيل شول چې دغه حرکتونو ته داساسي قانون په لسيزه کې اجازه ورکړل شوې ده.
د خپل هېوادپاله او ولس پاله ګوندونو د لا بریا په هېله.
 
صفت ځواک