
۱۵/۹/۱۳۹۴،ه، ش
عادلانه جګړې په مسیحیت کې: لُمړۍ څپرکی؛ څلورمه برخه
۶ــ «خو زه درته دا وایم چې د خپلو دښمنانو سره مینه کوې»(متيانجیل ۵، باب/۴۴؛ لوقا،۶، فصل، ۲۷،آیت)
د پورته آیت څخه وړاندې او وروسته آیاتونه پر اصل مطلب باندې ښه رڼا اچوي چې کوم تفسیر ته هم اړتیا نه پاتې کیږي:
«تاسو خبر یی چې هغوی[اسرایلو] ته ویل شوي وو چې، د خپل ګاونډي سره مینه کوئ او د خپل دښمن څخه کرکه، خو زه درته دا وایم چې د خپلو دښمنانو سره مینه کوې او څوک چې په تاسو ظلم کوي د هغو لپاره دعا غواړئ، چې په دې تاسو د خپل آسماني پلار زامن شئ.»(*)(متيانجیل ۵، باب، ۴۳/۴۴/۴۵)
۷ـ«که څوک په ښي مخ څپېړه درکړي نو چپ مخ وروړاندې کړه.» (متي انجیل، ۵، باب، ۳۹)
د دې موضوع پوره مطلب داسې دی:« تاسو خبر یی چې دا ویلی شوي وو چې، د سترګې په بدل کې سترګه او د غاښ په بدل کې غاښ، خو زه تاسو ته دا وایم چې د هغه سړي پرخلاف مه درېږئ، څوک چې در سره بد کوي، که څوک په ښي مخ څپېړه درکړي نو چپ مخ وروړاندې کړه. (متي انجیل، ۵، باب، ۳۸/۳۹؛ لوقا انجیل، ۶،باب، ۲۹،آیت)
د پورته دواړو یادو شویو آیاتونو پر مطلب باندې هر څوک ښه پوهیږي چې اصل موخه یې څه ده او هېڅ ډول ابهام او یا کوم بل باطني راز نه لري، خو د دې لپاره چې مسیحي روحانیون په ځانګړي توګه سنت آګوستین د عیسَی(ع) سوله غوښتونکو لارښوونو ته د خپلې خوښې سره سم تغیر ورکړي د دوی په نظر، عادلانه جګړو(مذهبي جګړو) ته لاره پرانیزي، نوموړي آیاتونو یې داسې تفسیر کړي دي:
«دا ښوونې پر مسیحي روحانیونو او کشیشانو پورې اړه لري، نه دا چې پر عامو او غیر روحاني مسیحیانو باندې پلي شي؛ دغه ښوونې تر هغې پورې محدودې دي چې کله یو تن له وهلو(صدمې) سره مخ شي، نه پر هغو پورې چې له نورو څخه ساتنه کوي؛ یا دا چې دا ښوونې د زړه له مینې سره تړاؤ لري، د بهرني عدالت سره کومې اړیکې نه لري؛ یا دا چې دغه ښوونې د ځانګړو کسانو لپاره ویل شوي دي، نه د دولتي چارواکو لپاره چې په یو مقام کې کار کوي. د بېلګې په توګه، چارواکي حق لري چې خپلو سرتیرو ته هدایت وکړي. اګوستین د عیسیَ(ع) یاد شوي احکام په دننه (باطني) تقوا پورې تړلي بولي، نه پر بدنې او فیزیکي کړنو پورې.»
په پای کې آګوستین فتوا ورکړه ویې ویل:«جګړه په هغه صورت کې مشروع او عادلانه ده چې، د جګړې د پېل لپاره عادلانه دلیل موجود وی؛ یو سیاسي او مشروع واکمن د جګړې کولو امر وکړي؛ واکمن باید ښه نیت او ښه انګیزه ولري؛ وروسته له هغې چې د سولې او روغې هلې ځلې پایلې ونه لري، نو جګړه دې پېل شي.(معصومهسادات ميرمحمدي.http:wwww.marefateadyan.nashriyat.ir)
د آګوستین په شان ځینو نورو مسیحي پوهانو، نوموړي آیاتونه په بېلابېلو ډولونو سره تفسیر کړي دي، ځینو ویلي دي چې دا ډول آیاتونه پر روحاني ګروهو پورې تړاؤ لري او کومه عملي جنبه نه لري او ځینو نورو یې کوښښ کړی دی چې په ځانګړو کسانو پورې یې مربوط کړي، خو موږ د مسیحیانو پر دې تفسیر پورې بسنه کوو او د دوی خپل تفسیر د دوی لپاره د دلیل په توګه وړاندې کوو:
تفسیر: د متی انجیل، ۵،فصل، ۳۸، آیت څخه تر۴۴، آیت پورې: عیسیَ روښانه کړه چې د خدای لخوا د دغه حکم صادرول، د ده رحم دی، عیسیَ وویل: خدای دغه حکم د قضاوت او په حقیقت کې«د شویو جرمونو د متناسبو مجازاتو لپاره کړی دی»، نه د ځینو خلکو د لارښوونې لپاره، له دغو عباراتو څخه د کورنیو شخړو لپاره ګټه اخیستل کیدله. خلکو به ویل:«ما هغه کار وکړ چې هغه زما په حق کې کړی ؤ» او کوښښ کوي چې د غچ اخیستنې کړنې روا وګرځوي.
کله چې زموږ پر وړاندې ناوړه عمل ترسره کیږی، نو زموږ لُمړنی غبرګون دا دی چې غچ واخلو. خو عیسیَ موږ ته ویلي دي، هغه څوک چې زموږ سره بدي کوي، باید نیکي ورسره وکړو! موږ باید چې د غچ اخیستلو په فکر کې نه شو، بلکه د بخښنې او دوستۍ په اړه باید کوښښ وکړو. البته دا کار طبیعي نه دی، بلکه له طبیعیت څخه لوړ دی او یوازې خدای کولی شي، موږ ته دا ډول ځواک راکړي، چې د ده په شان مینه وکړو. د دې پر ځای چې غچ واخلئ هغوی ته دعا وکړئ.
د هغه وخت د ډېریو یهودیانو لپاره (د عسیَ) دا ډول خبرې تندې وې او نه یې خوښولې، د دوي په نظر، موعود مسیح چې خپل بل مخ دښمن ته د وهلو لپاره وروړاندې کوي، د دوی نظامي لارښود نه شي جوړیدلې، لکه څه ډول چې د دوی په نظر کې ؤ، داسې مشر چې د رومیانو پر وړاندې د پاڅون کوونکو لارښوونه وکړي، د رومیانو ظلمونه او نارواوي د دې موجب شوي وې چې له خپلو دښمنانو څخه غچ واخلي او له هغوي څخه کرکه وکړي، خو عیسیَ د بې عدالتیو پر وړاندې نوی غبرګونه وړاندې کوي، هغه له موږ څخه غواړي چې د خپلو حقوقو د غوښتلو پر ځای، پخپله خوښه باندې له هغو څخه لاس واخلو، د عیسیَ له تندو خبرو څخه داسې ښکاري چې د خپلو غوښتنو څخه، د عدالت او رحم ښکاره کول ښه کار دی.
عیسیَ موږ دې ته رابولي، چې غچ وانخلو او قانون په خپل لاس کې ونه نیسو، موږ له خپلو دښمنانو څخه د غچ اخیستلو پر ځای باندې له دوی سره باید مینه وکړو او دوی ته دعا کړو، کولی شو چې پر بدۍ باندې بریالي شو... . httpwww.payamnor.blogspot.com
د اړونده موضوع تفسیر، د لوقا انجیل،۶ باب، ۲۷، آیت کې په دې توګه شوی دی: یهودو له رومیانو څخه کرکه درلودله، ځکه چې دوی د خدای له قوم(؟) سره ظلم کولو، خو عیسیَ دوی ته وویل: «له خپلو دښمنانو سره مینه ولرئ» د عیسیَ دا ډول خبرې د دې سبب شوې چې ډېری خلک له مسیح څخه مخ واړوي، لیکن عیسیَ د خپلو دښمنانو په تړاؤ د محبت تشې خبرې نه کولې، ده د ارادي عمل په اړه خبرې کولې، د هغې دوستۍ په اړه چې عیسیَ یې یادونه کوي، عاشقي نه ده، بلکه داسې عمل دی، چې یوه ښکاره کوښښ او زیار ته اړتیا لري، د خپلو دښمنانو سره زموږ مینه دا مانا لري، چې په ډېره ښه وجه د دوی په ګټه باندې عمل وکړو، موږ کولی شو دوی ته دعا وکړو او کولی شو چې له دوی سره د مرستې لارې چارې ومومو، سره له دې چې نړۍ له عیسیَ سره خصومت درلود، خو ده له ټولې نړۍ سره منیه درلودله، دی له موږ څخه غواړي چې د ده په پله ولاړ شو او خپل دښمنان دې راباندې ګران وي. httpwww.payamnor.blogspot.com
----------------------------------------------------------------------
(*) د دې آیت پوره مطالب د لوقا انجیل په، ۶، فصل کې له ۲۷،آیت څخه تر،۳۰ آیت پورې او د همدې فصل په ۳۵، آیت کې هم راغلی دي.
بله برخه بیا خپریږي