
د بن د تړون څخه وروسته دوه لويې جرګې جوړې شوې او همدارنګه د ولسمشرۍ تر لومړنيو ټاکنو پورې د هېواد حاکميت په دريو پړاونو کې ټينګښت وموند چې هره يوه ددغو موضوعاتو څخه په لاندې ډول تر مطالعې لاندې نيسو.
بېړنۍ لويه جرګه (ELJ)
د بن د تړون سره سم بېړنۍ لويه جرګه د ۱۳۸۱ ه ل کال د غبرګولي د مياشتې له ۲۱ څخه تر ۲۹ نېټې پدې موخه جوړه شوه چې په افغانستان کې د آزادو او منصفانه ټاکنو له لارې ديو ټاکل شوي دولت تر مينځ ته راتګ پورې د پراخ بنسټه انتقالي حکومت له لارې د افغانستان چارې پرمخ بوځي ، ټاکنې بايد د بېړنۍ لويې جرګې د جوړېدو څخه وروسته تردوو کلونوڅخه په کمه موده کې ترسره شي ، بېړنۍ لويه جرګه په خپلو دندو کې د ولسمشر په توګه د حامد کرزي ( چې مخکې د افغانستان دلنډ مهالې ادارې رئيس ؤ) په ټاکلو او هغه ته په لوړه ورکولو او همدارنګه د هغه د کابينې په تصويب او پدې توګه د انتقالې حکومت په جوړولو کې پراخ بريا ليتوب ترلاسه کړ.
يو ځانګړی خپلواک کميسيون (د لويې جرګې کميسيون) د بېړنۍ لويې جرګې لپاره اصول او کړنلارې وټاکلې ، چې بايد د ۱۵۰۱ استازو لپاره څوکۍ ولري چې په هغوی کې ۱۶۰ تنه ښځې وې په پای کې ۱۶۵۰ تنو استازو ګډون وکړ چې په هغوی کې تر ۲۰۰ زياتو ښخو برخه درلوده .
د بېړنۍ لويې جرګې د بهير او پايلو په اړه اندېښنې به لاندې برخو کې موجودې وې : داستازو د ټاکلو معيارونه ، د دولت د جوړښت اود کابينې د غړو د ټاکلو لپاره د منصفانه رايه ورکونې پاتې راتګ ، د استازو ګواښوول ، او په پروسه کې د پام وړ روڼوالې نشتوالۍ ، په عمومي توګه فکر کيده چې په بېړنۍ لويه جرګه کې د اساسي قانون د لويې جرګې په پرتله چې د ۱۳۸۲ کال په وروستيو کې جوړه شوه د استازو په کړنو کې يو پرمختګ ؤ، ځکه د ګواښونو او ځورولو رپوټونه لږوو.
د اساسي قانون لويه جرګه (CLJ)
د اساسي قانون د لويې جرګې جوړېدل د نوي اساسي قانون پر سر د موافقې تر ټولو لوړه کچه وه . د اساسي قانون لويه جرګه د ۱۳۸۲ ه ل کال د ليندۍ په ۲۳ نېټه پرانستل شوه او د ۲۳ ورځو لپاره يې ادامه درلوده .
د ۵۰۰ استازو څخه ۴۵۰ تنه د سيمه ايزو ټاکنو له لارې وټاکال شول ، او ۵۰ تنه د حامد کرزي له لوري غوره کړل شول د څوکيو يو پر پنځمې برخې څخه زياتې د ځانګړې کټګورۍ استازو لپاره ځانګړې شوي وې ، چې ښځې ، په پاکستان کې کډوال ، کورني بېځايه شوې ، کوچيان ، هندوان او سکان په کې برخه لري .
د اساسي قانون پر مسوده د اساسي قانون د تسويد د کميسيون او د اساسي قانون د بياکتنې د کميسيون له خوا مباحثې وشوې د ۱۳۸۲ ه ل کال په نيمايي کې ، د مدني زده کړو د يو مياشتني فعاليتونو څخه وروسته ، د اساسي قانون يوه مسوده د عامه نظرياتو د راغونډولو لپاره په افغانستان او په ايران او پاکستان کې د کډوالو ټولنو په مينځ کې هېوادوالوته وړاندې شوه . په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی هيأت (UNAMA) د اټکل پربنسټ پدې پروسه کې ۱۸۷۰۰۰ تنو ګډون کړی ؤ چې د هغوی له ډلې څخه ۱۹ په سلو کې ښځينه وې. يعنې پورته تعداد کسانو دغه مسوده کتلې او په هغه يې نظر ورکړی .د اساسي قانون وروستنۍ مسوده د اساسي قانون د بيا کتنې د کميسيون لخوا د ۱۳۸۳ ه ل کال د لړم د مياشتې په ۱۲ نېټه خپره شوه .
د اساسي قانون په لويه جرګه کې استازې د اساسي قانون د مسودې پرمتن د بحث لپاره په کاري ډلو وېشل شوي وو. د روغې جوړې يوې کمېټې په مسوده کې د کاري ډلو د وړانديزونو د ځای په ځای کولو په موخه د مسودې متن تصحيح کړ. په بحثونو کې جذباتي مذاکرې ، تحريمونه ، او تودې خبرې رامنځ ته شوې د ټولو لانجمنو مادو پر سر د يوې رای اخيستنې ګومان کېده . چې زياتره يې د دولت په بڼه ، د اسلام په ونډې ، ملي ژبو ، ملي سرود او د وزيرانو د دوه ګونو تابعيتونو په اړه وې که څه هم چې رای اخيستنه تر سره نه شوه ، د ۱۳۸۲ ه ل کال د مرغومي د مياشتې په ۱۴ نېټه د لويې جرګې د پای ته رسېدلومراسم جوړ شول چې هلته استازي په پښو ودرېدل او د اساسي قانون د وروستني متن د تصويب اعلان يې وکړ .
اساسي قانون په رسمي توګه د ۱۳۸۲ ه ل کال د سلواغې د مياشتې په ۶ نېټه د ولسمشر حامد کرزي له خوا لاسليک شو. دغه قانون ټاکل شوي ولسمشر ته دوه مرستيالان ، د وزيرانو کابينه او د پارلمان دوه جرګه ګې ( ولسي جرګه او مشرانو جرګه ) رامنځته کړې. دغه قانون افغان نارينه او ښځوته مساوي حقونه ورکوي ، او افغانستان د بشر د حقونو د نړيوالو مکلفيتونو څخه ملاتړ ته ژمن کوي.
دغه قانون بيانوي چې افغانستان يو اسلامي جمهوري دولت دی او د اسلام سره ضد بل هېڅ قانون نه شي پلی کېدای.
د هېواد حاکميت په درې پړاونو کې:
د افغانستان لنډمهاله اداره لمړنۍ حاکمه اداره وه چې د بن د کنفرانس په وسيله رامنځته شوه او مشر يې حامد کرزی ؤ .
ددې څخه وروسته د افغانستان انتقالي حکومت چې يوه حاکمه اداره وه د۱۳۸۱ ه ل کال د غبرګولى په مياشت کې د بېړنۍ لويې جرګې لخوا رامنځته شوه او حامد کرزی چې د لنډمهالې ادارې مشر ؤ د بېړنۍ لويې جرګې د غړو د پټو رايو په بنسټ د انتقالي حکومت رئيس هم وټاکل شو.
د افغانستان د انتقالي حکومت په وخت د ۱۳۸۲ ه ل کال د مرغومى په مياشت کې د اساسي قانون لويې جرګې د افغانستان د جمهوري دولت لپاره د نوي اساسي قانون د جوړېدو پريکړه وکړه . د ۱۳۸۳ ه ل کال د اساسي قانون پربنسټ د افغانستان انتقالي حکومت تر هغه وخته حاکم پاتې کېدای شي چې د بشپړ استازيتوب حکومت د آزادو او مناسبو ټاکنو له لارې وټاکل شي .
د ۱۳۸۳ ه ل کال د تلې په مياشت کې حامد کرزی په ديموکراتيک ډول د ولسمشر په توګه وټاکل شو؛ د ۱۳۸۳ ه ل کال د ليندۍ په مياشت کې د نوموړي په پرانستنې سره د افغانستان انتقالي حکومت د افغانستان په اسلامي جمهوري دولت تبديل شو ، سره لدې چې د پارلمان ټاکنې د ۱۳۸۴ ه ل کال د وږي تر مياشت پورې وځنډول شوې .
د سوکاله پرمختللي لوی افغانستان په لور
صفت ځواک