
ډار:
تورې تیاره کوټې ته ورننوته، په ډار ډار کې له لګیدلي تیلي لایټین سره مخکې ور روانه وه او د سترګو تر کونجويې په ځیر ځیر شاوخوا کتل او غوږونه یې له هر وخت زیات بیدار نیولي وو، کوچنی ټکان یې وخوړ ناره یې کړه او لایټین یې لاسه پرېوت...
د ۲۰۱۴ د فبرورۍ لسمه، ډهلي – هندوستان
یاد:
له هغه برید راهیسې اوس د هوټل مخې ته په لرګینه کوټه کې بل کبابي ولاړ وي خو په دې تفاوت چې اوس دا لکه هغه مرحوم دا همیشه موسک نه وي...
ریښتیا/درواغ:
ځینې وخت داسې درواغ اورې چې سره له چې پوهېږې درواغ دي د ریښتیاوالي هیله يې کوې خو ځینې وخت داسې ریښتیا اورې چې د دروغ والي تمه یې کوې؛ هسې ما ویل ځینې وخت درواغ تر ریښتیاوو ښه وي...
د ژوند خوند:
په دې مو فکر کړی چې د انګلستان د ملکې الیزابت چې هر څه یې غوښتي ور رسیدلي قدر به ډیر وي که د يوې نوم ورکې معشوقې؟ او د يوې بې وزلې عاشقې جوړې به ژوند خوندور وي که د ملکې؟؛ هو دا منم چې موږ د دواړو ډولونو ژوند نه دی تجربه کړی...
بې رحمي:
هغه په لارو، دښتو او غرونو کې يې چې د بې رحمانه مرګ له وېرې په ټول انساني ډار د عجز نارې کړې وې! په دې کڼو او بې رحمه همنوعانو کې يې هیچا نه دي اورېدلې او حتی اوس هم ځان ناګاره نیسي ته وا هومره تقوا دار دي لکه تیږې...