لنډه کیسه مخینه او لوړې ژورې

 
لنډه کیسه د هغې په نننۍ معنى د ادبياتو ځوانه څانګه ده چې لومړنۍ بېلګې يې د نولسمې پېړۍ په لومړيو كې وپنځول شوې خو اوس د نننۍ نړۍ په ادب كې مهمه، پراخه او ډېره لوستل کیدونكې برخه ګڼل كيږي چې د فن او محتوا له پلوه يې زيات بدلون او بشپړاوى هم كچ كړى دى .
د کیسه ليکنې د تاریخ په اړه هم لکه د نورو ګڼو بحثونو په څیر بیلابیل نظرونه شته دي؛ خو څه چې ښکاره دي هغه دا دي چې په ډیرو پخوانیو دورو کې د کیسو څرکونه لیدل کيږي او په ډیرو بیلابیلو بڼو او له بیلابیلو اوزارونو په استفادې د دغه مهم فورم د کارولو بېلګې شته؛ د لرغوني مصر له هغو کیسو رانيولې چې د مذهبي موخو لپاره څه په منثور او څه په منظوم شکل کارول شوې د لرغوني یونان تر هغو لنډو داستانونو پورې چې تر ډیره به يې ښونیز او اخلاقي پیغامونه درلودل.
داستان ليكنه د داستان ويلو په اپوټه اوږد تاريخ نه لري. د داستان ويلو عمر د لومړنيو انسانانو د غارمېشتۍ دورې ته رسيږي چې ماښامونه به سره د ښكار په غوښه كېناستل يابه هم ستړي سره راټول شول د ورځې پېښې به يې يو بل ته لوستې يابه هم له تېرو زمانو څخه ګړېدل. خو د لنډې کیسې ليكنې تاريخ بيا کابو تر څلورو پیړیو رسيږي .
رمان ليكنه هم د هغې په نننۍ او كلاسيكه بڼه د اوولسمې پېړۍ په لومړيو او د سروانتس په مشهور اثر دن كيشوت سره وزيږيده. خو لنډه كيسه بيا له رمانه هم ځوان ژانر دى چې د ډیرو په باور لومړۍ بېلګه يې د نولسمې ميلادي پيړۍ په لومړيو كې وپنځول شوه، په عين حال كې د لنډې كيسې نښې نښانې وړاندې هم ليدل كيږي. په څوارلسمه ميلادي پيړۍ او د بوكاچيو په اثر دكامرون او همدا راز د چاسر په ليكلي اثر د كانتر بري كيسې كې؛ خو د ډیرو  په اند دغو كيسو ته د هغه له ټول اهميت او اعتبار سره سره بياهم د نوو او نننيو كيسو په څير د كركټرونو د نشتوالي له كبله لنډه كيسه نشو ويلاى .
د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې چې په امريكا كې  اډګر الن پو ( ۱۸۰۹-۱۸۵۲ ) او په روسيه كې نيكلاى واسيلي يوويچ ګوګول کابو په ورته وخت کې د داسې ژانر بنسټ كېښود چې نن ورته لنډه كيسه وايو.
ګوګول د لنډې كيسې پلار هم بولي، خو اډګر الن پو د دغه ادبي ژانر لومړنى بنسټ ايښودونكى دى سره له دې ددغه دواړو د ليكنو منځ پانگې هيڅ ورته والى نه لري.
اډګر الن پو ډیره هڅه كوله چې په هره شونې لاره په خپلو کیسو کې اغيزمن عناصر حتى د واقعيت د زیانمنېدو په بيه ځاى كړي. هغه پدې كار تر دې بريده ټينګار كولو چې داستانونو به يې له واقعيته زيات واټن خپلاوه. سسپنس  او له قوي او هيجان انګيزو ځنډونو یا تلوسو سره غيرعادي پېښې د هغه د سبك له معمولو توکو څخه  ګڼل كيږي. په دې برخه كې ګوګول د هغه په مقابل كى دی؛ د ګوګول كيسې چې د وروستيو حتى معاصرو ليكوالو مخکښ ګڼل كيږي د واقعي حيرانونې د طرز لومړى ځل و.
ګوګول خپل كركټرونه د خلكو له بې وزلې او عادي طبقې څخه ټاكل او دا داسې كار وو چې هغه وخت يې له سره دود نه درلود . له هغه وروسته د يوه نامتو ليكوال اشاره هم هغه او د هغه  شنل (هغه جامه چې د بالاپوش په توګه اغوستل کيږي) كيسې ته ده او همدا معنى يې نغاړلې ده؛ دغه وينا په داستايفسكي، ګورګي او تورګنيف درې روسي ليكوالو كې يوه ته اړونده  ده (( موږ ټول د ګوګول له شنل نه راوتي يو)). دغه جمله  هم د ګوګول مخكې والي او هم له هغه څخه د واقعيت پالنې په روده كې د روس ليكوالو پیروی ته اشاره ده.
له دوى وروسته ګي دوموپاسان (۱۸۵۰-۱۸۹۳ ) په فرانسه او آنتون چخوف (۱۸۶۰-۱۹۰۴) په روسيه كې لنډه كيسه په سمه توګه بشپړه كړه. له هغوى نه وروسته په وروستيو ليكوالو كې د دغه دواړو ليكوالو اغيز تر دې بريده وو چې ځينو كره كتونكو تر دې وروستيو پورې معاصر كيسه ليكوال په دوو بېلو ډلو ويشل، يوې ډلې د روسي چخوف په شان باور درلود او ځينې بيا د فرانسوي موپاسان په لاره روان ګڼل كيدل.
د دغو دواړو توپير په پلاټ (Plot ) كې وو، چخوف او موپاسان دواړو واقعيت پالنې ته زيات اهميت وركولو خو د چخوف كيسو بيا له هغه د وړاندينيو دوو ليكوالو يعني ګوګول او پو د معمولو غوټو او پېچلتياوو په څير ځانګړنې په خپلو داستانونو كې نه دي نغاړلې. خو موپاسان بيا د خپلو كيسو پيچلي هيجاني او كښښي جوړښت ته زياته پاملرنه كوله حتى تر دې چې كله كله يې د منلو وړتيا د هغه له اغيزمنتوب څخه قرباني كړې ده.
انګرېز (برېتانوى) ليكوال او كره كتونكى سامرست موام (۱۸۷۴-۱۹۵۵ ) د بېلګې په توګه د هغه د (غاړكۍ ) كيسې ته اشاره كوي چې د هغه په باور پدې كيسه كې موپاسان د پېښې زغم د كيسې له اغيز ځار كړى دى .
بل په زړه پورې ټكى پدې برخه كې دادى چې چخوف ويلي چې موپاسان په ليكوالۍ كې خپل سرمشق او سر لاری بولي. موام ددې جملې له يادولو وروسته وايي : كه خپله يې موږ ته دا جمله نه واى ويلې نو هيڅكله مې پرې باور نه كولو .
د چخوف اغيز  له هغه په وروستيو دوه كيسه ليكوالو يعني برتانوي كاترين منسفيلډ (۱۸۸۸-۱۹۲۳ ) او امريكايي شرود اندرسن (۱۸۷۶-۱۹۴۱) له نورو زيات وو. دا دوهم خو يې له چخوف په پيروۍ د پلاټ سادګي اوج ته ورسوله. اندرسن هڅه وكړه څو لنډه كيسه د پېښې له بيان او د پېچلو او هيجاني طرحو او پېښو له اوډون خلاصه كړي، دهغه كارونه په پلاټ كې د ساده ګۍ روښانه بېلګې دي .
د هغه روده بيا د هغه وطندار ارنسټ همينګوى (۱۸۹۹-۱۹۶۱) پدې سبك د زياتو آثارو په پنځولو سره كمال ته ورسوله . همينګوى په كيسه كې د پلاټ د عنصر په كمرنګ كولو سره د خبرو اترو عنصر ته اهميت وركړ.
كه څه هم د پلاټ د نه پيچلتوب له نظره د چخوف كيسو ته ورته دي خو د هغو منځپانگه چې په ابهام يې بنسټ ايښودل شوى وو د چخوف له كيسو سره يې چندان ورته والى نه درلود . كه د چخوف مكتب همينګوې جوړ كړ د موپاسان د كيسه ليكنې رودې ا.هنري او ويليم سډني پورتر (۱۸۶۲-۱۹۳۰) وروزلې. د ا.هنري كيسې كه څه هم د لوستونكي لپاره ځانګړى پيغام نه لري خو خوږې او په زړه پورې دي؛ حيرانوونكى پاى لري او كښښ يې هم بې په زړه پورې  دى .
له دوى پرته د هنري جيمز (۱۸۶۳-۱۹۱۶) ، ډي اچ لارنس (۱۸۸۵-۱۹۳۰) ، ويليم فاكنر (۱۸۶۷-۱۹۶۲) ، جيمز جويس (۱۸۸۲-۱۹۴۱) او ويرجينياوولف (۱۸۸۲-۱۹۴۱) په څير نامتو او مخکښ كيسه ليكوال هم د لنډې كيسه ليكنې په پراختيا كې مهم رول لري .
دغو درېو وروستيو كسانو د نوې رودې په پنځولو سره چې وروسته بيا د ذهن د سيال په بهير مشهوره شوه كيسه ليكنه نوي ډګر ته وخوځوله .
د شلمې پېړۍ په پيل سره بيا په لنډه كيسه كې تنوع او اوج په تاندېدو شو . لنډه كيسه د ټولنيزو او سياسي بدلونونو او همدا راز د پنځون په وړاندې انسان او دهغه موقعيت ته د نوې فلسفي ليد توګې په پيداكيدو سره له بل هر وخت زيات باور موندلى دى .
د اوسنيو ليكوالو كيسې چې د ژبې او تكنيك په برخه كې يې زيات كار پرې كړى  د ښاغلي پو او ګوګول له كيسو سره ډېر توپير لري . دومره توپير لكه د نولسمې پېړۍ د منځنيو انسانانو توپير د شلمې پيړۍ د وروستۍ لسيزې له انسانانو سره .
د معاصرو كيسه ليكوالو لوړه څوكه بې شكه چې امريكايي پياوړى او نوښتګر ليكوال جروم ډيويډ سالجينر ۱۹۱۹  يادولاى شو . هغه كه څه هم خپل كار په ۱۹۵۱كال د يو رومان په ليكلو پيل كړ خو د هغه لنډ او بې ساري داستانونه چې په معتبرو امريكايي خپرونو كې خپرېدل د ښه او پوه كيسه ليكوال ښودنه كوله چې په لنډ ليكنه كې يې د همينګوى ، مارك تواين (۱۸۳۵-۱۹۱۰) او رينګ لاردنر (۱۸۸۵-۱۹۳۳) يادونه تازه كړل .
دهغه نوښتګرې او بې سارې رودې له ژورو چاڼ شوو فلسفي افكارو سره هغه ډير ژر د كلاسيكو امريكايي كيسه ليكوالو په كتار كې راووست . د شلمې پيړۍ په وروستۍ لسيزه كې د حيرانوونكې او مخ پر وده ټكنالوجۍ له امله د معاصر انسان په ژوند كې د چټكۍ مفهوم چې انسان يې په ټولنيزو او فلسفي ستونزو كې راګير كړ چې هنر يې په عام مفهوم انعكاس دى پدې منځ او ميان كې د معنا او بڼې له پلوه زيات اغيز موندلى دى .
پداسې حالكې چې د انسانانو د فراغت فرصت سخت محدود شوى ، لنډه كيسه هم اړ ده چې په نوو رودو او سبكونو سره چې له وخت سره اړخ ولګوي جوړه شي .
د مينيماليزم غورځنګ چې هڅه كوي څو د امكان تر بريده ستاينې ، جزئيات او د صحنو تفسير د داستان له چوكاټه ليرې كړي د معاصر انسان موقعيت او شرايطو ته طبيعي ځواب دى .
د جان اپدايك (۱۹۳۲ ) ، ريمونډ كارور(۱۹۳۸-۱۹۸۸) كازوا ايشي ګورو (۱۹۵۴) ډونالډ بارتلمي (۱۹۳۳) په څير د متفكرو كيسه ليكوالو ظهور له هرڅه زيات دې ټكي ته اشاره لري چې كيسه ليكوالي په تېره بيا لنډه كيسه ليكنه هماغه راز د ننني ژوند په زړه كې جدي شتون لري .
دغه شتون كه څه هم د ماښام لخوا د ښكار د غوښو د خوړولو او د اور د لمبو ترڅنګ نه دى او زياتره په څو پوړيزو ودانيو كې پيښيږي خو داسې ښكاري چې داهم له هماغه جنسه سرچينه اخيستې ده .