
نه پوهېږم چې زړگى لري سېنه کې
که د زړه په نوم لرگى لري سېنه کې
زه به هم پکې د مينې لمــــــــــــونځ ادا کړم
که د خداى(ج) په نوم په کورگى لري سېنه کې
په محشر به يې تپوس له ياره وشي
د يار نښه شين لوگى لري سېنه کې
د بشر غوښې مدام پکې پخېږي
ځينې خلک وي دېگى لري سېنه کې
د ساده د هيلو ونې يې کړې لنډې
د خبرو تبرگى لري سېنه کې.
١١ /٠٤ /١٣٨٦
حيدرآباد