غزل

 
ستا روښانه مخ ته پرېښتې لېونۍ کېږي
لرې ترې نه مه ځه چې په دې لېونۍ کېږي
 
جار دې شم ساقيه نن دې کړى چې څه چل دى
ته لېونى کېږې که پيالې لېونۍ کېږي
 
ځان ته مخامخ شه د هستۍ له هسکه ورکه
شېخه لېونيه ستا تسپې لېونۍ کېږي
 
شور د بنديوان به د پاچا تر غوږو رسي
شئ به پرې خبر چې زولنې لېونۍ کېږي
 
پام کوه ساده د خپل قلم سره دې چل کړه
ستا غزل چې واوري زمانې لېونۍ کېږي.
 
٠٢/٠٦/١٣٨٦
حيدرآباد