غزل

 
کومه شپه به د اسمان فلنگ ته خېژم
کومه شپه به سپينه خوله راکوي ما ته

د ماشوم په څېر مې ژر سره پخلا کړي
چې خپه شمه خواږه راکوي ما ته

زه به سر ورباندې  ورکړمه ريباره
که په لپه کې اوبه راکوي ما ته

بيا به هله له ساده کومه هيله
که ذمه د ژوندانه راکوي ما ته.

٠٢/٠٦/١٣٨٦
حيدرآباد